شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 692

نجیب الله علي خیل حماسه میډیا ته:احمدولي مسعود، کریم خلیلي او حکمتیار به په جي ایچ کیو کې پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کولې

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، پاکستان یو مستقل او پر ځان بسیا افغانستان نه غواړي.

نوموړی وایي، پاکستان غواړي چې افغانستان تل دوی ته محتاج وي.

د علي خیل په خبره، پاکستان غواړي افغانستان کې تر خپل واک لاندې حکومت جوړ کړي.

د ده په خبره، د ده په ماموریت کې به یو شمېر چارواکو پاکستان ته سفرونه کول؛ خو کله به یې چې بهرنیو چارو وزارت نه پوښتنه وکړه؛ نو هغوی به هم خبر نه وو.

علي‌خیل زیاتوي، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود او کریم خلیلي به په جي ایچ کیو کې له پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کولې؛ خو زه به یې هیڅ نه جریان کې کولم.

علي خیل حماسه میډیا ته:له هند سره د طالبانو اړیکې پاکستان ته د منلو نه دي

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي‌خیل وایي، له هند سره د طالبانو اړیکې له کنټرول وتلي، چې دا چاره د پاکستان لپاره د منلو نه ده.

نوموړي حماسه میډیا سره خبرو کې ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې او بندیزونه یې هم یو پر بل لکولي.

نجیب الله علي خېل:چین د واخان له لارې امنیتي اندېښنې لري

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، کله چې امریکا د ۲۰۲۰ کال اکتوبر میاشت کې د ختیځ ترکستان ډله د ترهګرو ډلو له لیسته ووېسته؛ نو دې چارې د چین امنیتي اندېښنې را وپارولې.

نوموړي له حماسه میډیا سره په خبرو کې ویلي، چې چین په دې اړه اندېښمن دی، چې دا چاره به د واخان له لارې د دغه هېواد تر سینګانګ ایالت ور ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وایي، واخان خوندي دی او اوس مهال هلته د دوی سرتېري مېشت دي.

نتنیاهو:تر هغې اوربند ته دوام نه ورکوو، ترڅو چې حماس زمونږ د بندیانو لېست را ونه سپاري

0

که څه هم د حماس او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه شوې؛ خو د اسرائیل لومړی وزیر وایي، تر هغې به اوربند ته دوام ورنکړي تر څو ورسره حماس ډله د هغو ۳۳ بندیانو نوملړ شریک نه کړي چې را خوشې کېږي.

بنیامین نتنیاهو ویلي، اول باید په دې برخه کې ډاډ تر لاسه شي.

سره له دې چې د پنجشنبې شپه پر اوربند هوکړه وشوه، خو بیا هم اسرائیلو د غزې یو شمېر سیمې بمبار کړي.

له نږدې لس ورځو وروسته؛مولوي کبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توګه دنده پیل کړه

له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي کبیر نن رسما خپله کاري ورځ پیل کړه.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې مولوي کبیر د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده پرېکړه نه مني او پر نوې دندې راضي نه دی.

عباس ستانکزی:عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي او باید په دې برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه ویلي، د پخوانیو نظامونو د ړنګېدو یو دلیل د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن راوستل وو او اوس باید دا واټن ختم شي.

نوموړي تر دې وړاندې هم د زده کړو په برخه کې د طالبانو حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې؛ خو تر اوسه یې خبرو ته کوم ارزښت نه دی ورکړل شوی.

هلمند-لښکرګاه؛د جهادي مدرسې زده کوونکي ځان وژنه کړې

هلمند کې د یوې جهادي مدرسې زده کوونکي ځان وژنه کړې.

دا مدرسه د هلمند په لښکرګاه ښار کې موقیعت لري.

تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په مدرسو کې له زده کوونکو سره زیات تاوتریخوالی شوی.

امرالله صالح:د جمهوریت د پرځېدو پلان څه باندې یوه لسیزه وړاندې نیول شوی وو

د تېر جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د جمهوریت پر وړاندې دسیسه د جمهوریت وروستیو کې جوړه نه شوه؛ بلکې دا دسیسه څه باندې یوه لسیزه وړاندې جوړه شوې وه.

ښاغلي صالح پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، ۲۰۱۳ کال دوحې ته دعوت شوی و او هلته کوربه هېواد ورته ویلي وو چې له طالبانو سره وګوري.

نوموړی زیاتوي، ده د کوربه هېواد دا غوښتنه په کلکه رد کړه او وروسته یې هملته د وخت ولسمشر حامد کرزی هم وپوهوو، چې د دغه پلان پر وړاندې ودریږي.

د صالح په خبره، که څه هم کرزي د طالبانو د دوحې دفتر په اړه غبرګون وښود؛ خو کومه پایله یې ورنه کړه.

نوموړی وایي، د یو سم پلان پر اساس د جمهوریت د نړېدو دا پلان شنډېدلای شو؛ خو د جمهوریت له لوري ورته منظم پلان ونه نیول شو.

ضیاء سراج:د القاعده مشر د طالبانو ترمنځ د اختلاف زیاتېدو مخه نیولې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج وايي، القاعده د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته په کتو د دغې ډلې د سقوط مخه نیولې ده.

ښاغلي سراج ویلي، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی شاید په کندهار یا پنجشیر کې وي.

ضیا سراج له یو شمېر خبریالانو سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه په کچه قومي او مذهبي اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي، خو القاعده شبکې ددې وضعیت په اداره کولو کې مهم رول لوبولی دی.

سراج زیاته کړې، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د واک د ویش پر سر ژور اختلافات موجود دي.

د هغه په خبره، اوس مهال القاعده ډلې ته د خپلو اهدافو د پوره کولو غوره فرصت برابر شوی دی او دا ډله اوس مهال افغانستان د خپل هغه مرکز په توګه استفاده کوي، له کوم ځای څخه چې خپلو جنګیالیو ته قومنده کوي.

د سراج په خبره، امریکا هم له دې خبرداری لري؛ خو تر هغې چې دا ډله واشنګټن ته ګواښ نه وي، نو ښايي کوم اقدام ونه کړي.

د طالبانو حکومت؛په کابل کې په ۳۰ مسافر وړونکو موټرو بندیز لګولی

د طالبانو حکومت کابل کې د ۳۰ مسافر وړونکو موټرو پر فعالیت بندیز ولګوه.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي، چې د دغو موټرو پر فعالیت یې بندیز د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله لګولی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې د مسافرو د امنیت خوندیتوب او د لېږد رالېږد وسایلو د سټنډرډ کولو په موخه کړی دی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۵۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شول.