جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 679

د غزې اوربند؛ښايي نن د بندیانو په خوشې کېدلو سره عملي شي

0

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې غزه کې پر اوربند هوکړه وشوه؛ خو دا هوکړه به نن د یو شمېر یرغمل شویو بندیانو په خوشې کولو سره عملي شي.

د رویټرز د راپور له مخې، یادې هوکړې له مخې به ۳۳ اسرائیلي او ۲ زره فلسطیني بندیان خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د اسرائیل لومړي وزیر ویلي وو، چې که حماس یې بندیان ورخوشې نه کړي، نو هیڅ وخت به دوی اوربند عملي نه کړي.

واشنګټن پوسټ:د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ته افغانستان ډېر مهم دی

امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ویلي، چې افغانستان ورته ډېر مهم دی.

واشنګټن پوسټ وایي، که څه هم هغه افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بیرته ستنیدو په لټه کې نه دی، خو نه شي کولای چې په امریکا باندې د بل برید ته په تمه وي.

واشنګټن پوسټ ویلي چې والټز ټینګار کړی چې هغه نه غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې پېښه تکرار شي.

واشګنټن پوست زیاته کړې، چې والټز ویلي چې د امریکا د امنیت او ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره، باید د استخباراتي معلوماتو پر راټولو تمرکز وشي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې والټز په وار وار په مرکو، ټلویزیوني خپرونو او لیکنو کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ترهګر هڅه کوي چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په شان بریدونه بیا تنظیم او ترسره کړي.

علي خیل حماسه میډیا ته:د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې حقیقت لري

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل د پاکستان او طالبانو ترمنځ ستونزې ریښتینې وبللې.

نوموړی وایي، اوس مهال د پاکستان او طالبانو اختلافات ژورو ته رسېدلي دي.

هغه وایي، پاکستان اوس په اقتصادي، سیاسي او امنیتي کړکېچ کې قرار لري او ښایي د ټي ټي پي او بلوڅو خوځښتونه به مهار نه کړای شي.

نجیب الله علي‌خیل حماسه میډیا ته:ای ایس ای افغان سفارت ته راتلونکي کسان څارل

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، جمهوري نظام تدریجي سقوط وکړ او د جمهوریت یو شمېر چارواکو افغانستان کې له د پاکستان له سفارت سره اړیکې درلودې.

علي خیل حماسه میډیا سره خبرو کې وایي، افغان حکومت به خبر هم نه وو؛خو چارواکي به اسلام اباد ته رسېدلي وو.

هغه وایي، پاکستان کې یو شمېر مشخصو خلکو هغه کسان تعقیبول چې افغان سفارت ته به یې تګ راتګ کوو.

نوموړی زیاتوي پر دغو کسانو به په یو نه یو ډول فشار راوړل کېده.

د علي خیل په خبره، یاد کسان استخباراتي وو چې په شخصي جامو کې به ناست وو.

نجیب الله علي خیل حماسه میډیا ته:احمدولي مسعود، کریم خلیلي او حکمتیار به په جي ایچ کیو کې پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کولې

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، پاکستان یو مستقل او پر ځان بسیا افغانستان نه غواړي.

نوموړی وایي، پاکستان غواړي چې افغانستان تل دوی ته محتاج وي.

د علي خیل په خبره، پاکستان غواړي افغانستان کې تر خپل واک لاندې حکومت جوړ کړي.

د ده په خبره، د ده په ماموریت کې به یو شمېر چارواکو پاکستان ته سفرونه کول؛ خو کله به یې چې بهرنیو چارو وزارت نه پوښتنه وکړه؛ نو هغوی به هم خبر نه وو.

علي‌خیل زیاتوي، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود او کریم خلیلي به په جي ایچ کیو کې له پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کولې؛ خو زه به یې هیڅ نه جریان کې کولم.

علي خیل حماسه میډیا ته:له هند سره د طالبانو اړیکې پاکستان ته د منلو نه دي

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي‌خیل وایي، له هند سره د طالبانو اړیکې له کنټرول وتلي، چې دا چاره د پاکستان لپاره د منلو نه ده.

نوموړي حماسه میډیا سره خبرو کې ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا خرابې شوې او بندیزونه یې هم یو پر بل لکولي.

نجیب الله علي خېل:چین د واخان له لارې امنیتي اندېښنې لري

پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، کله چې امریکا د ۲۰۲۰ کال اکتوبر میاشت کې د ختیځ ترکستان ډله د ترهګرو ډلو له لیسته ووېسته؛ نو دې چارې د چین امنیتي اندېښنې را وپارولې.

نوموړي له حماسه میډیا سره په خبرو کې ویلي، چې چین په دې اړه اندېښمن دی، چې دا چاره به د واخان له لارې د دغه هېواد تر سینګانګ ایالت ور ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وایي، واخان خوندي دی او اوس مهال هلته د دوی سرتېري مېشت دي.

نتنیاهو:تر هغې اوربند ته دوام نه ورکوو، ترڅو چې حماس زمونږ د بندیانو لېست را ونه سپاري

0

که څه هم د حماس او اسرائیل ترمنځ په اوربند هوکړه شوې؛ خو د اسرائیل لومړی وزیر وایي، تر هغې به اوربند ته دوام ورنکړي تر څو ورسره حماس ډله د هغو ۳۳ بندیانو نوملړ شریک نه کړي چې را خوشې کېږي.

بنیامین نتنیاهو ویلي، اول باید په دې برخه کې ډاډ تر لاسه شي.

سره له دې چې د پنجشنبې شپه پر اوربند هوکړه وشوه، خو بیا هم اسرائیلو د غزې یو شمېر سیمې بمبار کړي.

له نږدې لس ورځو وروسته؛مولوي کبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست په توګه دنده پیل کړه

له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي کبیر نن رسما خپله کاري ورځ پیل کړه.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې مولوي کبیر د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده پرېکړه نه مني او پر نوې دندې راضي نه دی.

عباس ستانکزی:عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي او باید په دې برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه ویلي، د پخوانیو نظامونو د ړنګېدو یو دلیل د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن راوستل وو او اوس باید دا واټن ختم شي.

نوموړي تر دې وړاندې هم د زده کړو په برخه کې د طالبانو حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې؛ خو تر اوسه یې خبرو ته کوم ارزښت نه دی ورکړل شوی.