جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 678

د ازادۍ په نوم جبهه:بغلان کې مو څلور طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې په بغلان کې یې څلور طالب سرتېري وژلي دي.

دغې جبهې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو د موټرو پر کاروان یې تېر ماښام د پلخمري ښار په مرکزي چوک کې برید وکړ چې څلور طالب سرتېري یې ووژل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بالیووډ؛پر مشهور ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نېول شوی

0

د هند پولیسو اعلان کړی چې په ممبۍ ښار کې یې د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نیولی دی.

هندي پولیسو ویلي، دا سړی چې خپل نوم یې بدل کړی او هند ته په غیر قانوني ډول ننوتلی و، د ممبۍ ښار په څنډه کې پېژندل شوی او نیول شوی دی.

د یادونې ده چې د بالیووډ مشهور ستوری سیف علي خان او مېرمن یې کرینه کپور پنجشنبه د شپې ناوخته د هند په ممبۍ ښار کې په خپل کور کې په یوه برید کې سخت ټپیان شول.

هندي ډاکټرانو ویلي، چې سیف علي خان یې عملیات کړی او له خطر څخه بهر دی.

اسراییل:غزه کې د اوربند لومړی پړاو به نن یکشنبه پیل شي

0

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند لومړی پړاو به نن یکشنبه پیل شي.

یاد دفتر ویلي، چې د یرغمل شویو کسانو لیست یې ترلاسه کړی چې ټاکل شوې نن خوشې شي.

بل لورته د حماس پوځي څانګې اعلان کړی، چې د هوکړې له مخې به نن درې اسراييلي يرغمل شوې ښځې خوشې کړي.

د یادونې ده چې نن اسرائیلي پوځ په غزه کې په تازه بریدونو کې اته فلسطینیان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

احمد تقي ته د «جنرال» مبین پیغور:ټیک ټاک ته شرعي دلایل مه ګوره، رادار واخلئ چې خاوره مو بمبار نه شي

د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال د اطلاعاتو رئیس احمد تقي په خپل ایکس‌پاڼې لیکلي چې طالبانو په هیواد کې ټیک ټاک بند کړی او استعمال یې شرعاً جواز نه لري.

هغه لیکلي:«کاش ټیک ټاک ته داسې طریقه پیدا شي چې په هېواد کې یې څوک نه استعمالولی شي او نه یې هم کتلی شي»

خو د طالبانو د کابل د امنیه قومنداني پخواني ویاند «جنرال» مبین دغه خبرو ته په غبرګون کې لیکلي، د بهرنیو هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره رادار مهم دی.

جنرال مبین ویلي:«رادار ډېر لازمي دی، بیا به مو څوک خاوره بمبار نکړي سړیه. دا وړې خبرې دي»

«جنرال» مبین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د هوایي برید له کبله تر ۵۰ زیات عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت؛له ایران څخه د افغان بندیانو د نومونو لېست غوښتی

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د طالبانو قضايي پلاوی ایران ته تللی.

عبدالمالک حقاني د ایران د عدلیې له مرستیال کاظم غریب آبادي سره کتلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې د افغان بندیانو او په ځانګړې ډول پر اعدام د محکوم شویو بندیانو لېست له دوی سره شریک کړي.

مالک حقاني ویلي، چې اعدام يوه تعزيري سزا ده او اسلام د تعزي مجازاتو په برخه کې څارنوالانو ته واک ورکړى دى.

نوموړي زیاته کړې چې له ايراني چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ورورولۍ له مخې په اعدام محکوم شويو افغانانو سره له نرمۍ کار واخلي او په خبره یې د حسن تعامل پر بنسټ د اعدام پرځای دوی لپاره بدیل لاره ومومي.

خیبر پښتونخوا؛د پاکستاني ځواکونو پر کاروان برید شوی

0

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بريد شوی دی.

په دغه برید کې یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی او په ځوابي برید کې دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مولوي کبیر:له شیخ هبت الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه؛ بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې له شیخ هبت الله اخندزاده سره یې د کومې ځانګړې دندې لپاره بیعت نه دی کړی.

مولوي کبیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره په ناسته کې ویلي، چې موږ د شیخ هبت‌الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی.

نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته زیاته کړې، چې د منفکۍ او تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.

د یادونې ده چې له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر تېره ورځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

دیمیتري مدودف:جوبایډن د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې لامل دی

0

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسیې او لویدیځ ترمنځ د جګړې لامل دی.

هغه ویلي، چې جوبایډن د اوکراین له امله د لویدیځ او روسیې ترمنځ جګړه پیل کړه او اوس تقریباً په اتومي شخړې بدله شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې جو بایډن د اوکراین په مسله کې لویه سیاسي تېروتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جوبایډن د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېږي او د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم به د دوشنبې په ورځ د اپرېل په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:درېیم هېواد ته د افغان وګړو د لېږلو په اړه غور کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، درېیم هېواد ته د افغان وګړو د لېږلو په اړه غور کوي.

یاد وزارت تېره ورځ په دې اړه ناسته کړې؛ خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي او ان هغه کسان هم نیول کېږي چې قانوني اسناد هم لري.

ټرمپ سلاکارانو ته:راتلونکي کې چین ته یو سفر لرم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي، چې چین ته سفر وکړي.

وال سټریټ ژورنال ویلي، نوموړی به په دغه سفر کې د چین او امریکا د اړیکو په پیاوړتیا له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې چین د امریکا د لوړې کچې اقتصادي حریف ګڼل کېږي.