د کندز یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې نن چهارشنبه ماښام د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.
تر اوسه ددغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
د کندز یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې نن چهارشنبه ماښام د کندز ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې چاودنه شوې ده.
تر اوسه ددغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
په تېر یوه کال کې خوست کې د ځان وژنو ۷۲ پېښې ثبت شوې دي.
د یاد ولایت د طالبانو حکومت امنیې قومنداني ویلي چې په دغو کسانو کې ۳۸ نارینه او ۳۴ ښځینه دي.
د یادونې ده چې هېواد کې تر ډېره د فقر، کورنیو او رواني ستونزو له کبله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.
قطر کې د طالبانو حکومت سرپرست سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر سره دوه اړخیزو اړیکو، د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، او د کابل هوایي ډګر اړوند د مخکنیو خبرو د تعقیب پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
سهیل شاهین پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له جین میرین سره یې د سیمې او نړۍ په اړه هم پر یو شمېر موضوعاتو بحث کړی دی.
شاهین تر دې وړاندې ویلي و، چې قطر له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو لپاره تر ټولو غوره مرکز دی او یاد هېواد هم په دې برخه کې غوره رول لوبولی دی.
طالبانو دوه روحاني منتقدین محمود حسن او عبدالقادر قانت نیولي دي.
یادو کسانو د دوشنبې په ورځ د اسلامي او جهادي ارزښتونو شورا له لوري جوړه شوې غونډه کې ویلي وو، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده واک انحصار کړی او د کابینې ۱۲ وزیران یې له پنجشیر څخه دي.
یاد کسان د سې شنې په ورځ د طالب استخباراتو له لوري نیول شوي دي.
تر اوسه د هغوی د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت ویلي، چې په افغانستان کې موسسو خپل فعالیتونه نه دي درولي؛ بلکې پنځوسو موسسو د یو شمېر برخو فعالیتونه ځنډولي دي.
د یاد وزارت ویاند ویلي، چې دا فعالیتونه د لنډ وخت لپاره تړل شوي او ښايي بېرته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی له لوري نورو هېوادونو ته د ځنډول شویو پراختیايي مرستو په بیا ورکړه کې استثنا شتون لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ویلي، چې یو شمېر بشر دوستانه مرستې د ټرمپ له هغې پرېکړې استثنا دي، چې له مخې یې پر ټولې نړۍ پراختیايي مرستې بندې شوې دي.
مارک روبیو ویلي، چې د امریکا له ملاتړه برخمنې یو شمېر موسسې چې بشري مرستې وړاندې کوي، په همدې درې میاشتو موده کې هم فعالیت کولای شي.
د نوموړي په خبره، د خوړو، روغتیا، سرپناه، او د ژوند د معیشت برخې له دغې پرېکړې استثنا دي او هغه موسسې چې په دې برخه کې فعالیت کوي، نو کولای شي، چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د افغانیو کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو قاچاق د مخنیوي په اړه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له لوري یو تازه حکم صادر شوی دی.
په یاد حکم کې راغلي، چې هیڅوک نشي کولای له هېواد څخه د باندې د ځمکې له لارې تر پنځه سوه او د هوا له لارې تر پنځه زره زیات ډالر ولېږدوي.
سرچینه زیاتوي، که هر چا دا کار وکړ، نو د یو میلیون ډالرو د انتقال په صورت کې به په یو کال، د سل زرو ډالرو انتقال په صورت کې به یوه میاشت او تر دې ښکته به تر لسو ورځو پورې په بند محکومیږي.
د ریاست الوزرا له مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هېواد ته د سیمې هېوادونو پورې اړوند کرنسۍ راوړل ممنوع دي.
دوی دغه راز له ټولو افغانانو غوښتي چې راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.
طالبانو هغه کسان نیولي، چې تېره شپه یې خوست کې لس کسان قتل کړي وو.
خوست کې د طالبانو حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې پیښې په تړاو یې دوه تنه نیولي چې تر ډېره پرې د دغه پېښې شک کېده.
هغه ویلي، چې له دغه کسانو څخه څېړنې روانې دي.
تر اوسه د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې تېره شپه د علیشیرو په بوخانه سیمه کې د یوې کورنۍ لس غړي د ښځو او ماشومانو په ګډون په خپل کور کې وژل شوي وو.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، چې د زیلنسکي قانوني دوره ختمه شوې او هغه نور د اوکراین د برخلیک ټاکلو صلاحیت نه لري.
پوتین زیاتوي، دا واک باید د اوکراین پارلمان ولري، چې له مونږ سره د سولې هوکړه کوي او که جګړې ته دوام ورکوي.
پوتین تر دې وړاندې ویلي وو، چې د اوکراین جګړې په اړه له امریکا سره خبرو ته چمتو دی.
د یادونې ده چې د زیلنسکي د ولسمشرۍ دوره په ۲۰۲۴ کال کې ختمه شوه؛ خو هلته د جګړې له کبله د ولسمشرۍ ټاکنې نه دي ترسره شوي.
سپينه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ چمتو دی چې چې د فبروري پر لومړۍ ورځ پر کاناډايي او مکسیکوي وارداتو تعرفې ولګوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، ټرمپ اوس هم پر چین د نویو تعرفو لګولو موضوع په جدي توګه څاري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ پر خپلو کمپایني منډو ترړو کې هم ویلي وو، چې پر کاناډا او مکسیکو به تعرفې لوړې کړي.