سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 674

محمد محقق هند ته:له پاکستان مو شرموونکې ماتې وخوړه

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ یو وار بیا جګړه پیل شوې؛ د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق لیکلي، چې پاکستان هند ته شرمونکې ماتې ورکړه.

محقق پر پاکستان د هند برید ته د تجاوز نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه تجاوز هم له ماتې سره مخ شو.

د هغه په خبره، هند په دې اړه فاحشه تېروتنه کړې وه.

نوموړي دغه راز لیکلي، چې د اټومي طاقت لرونکو له لوري جګړه د سیمې امنیت ته ګواښ ده.

پاکستان؛اوربند مات او د هند یو شمېر سیمې یې په نښه کړې

پاکستان د کنټرول کرښې (LoC) په اوږدو کې په RS پوره، اکه نور، چمب او بهيمبر سيمو کې مزایئل ویشتلي دي.

تر اوسه د تلفاتو په اړه هیڅ جزیات نشته.

بل لورته د هند حکومت هم څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازیګر د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان اوربند شوی وو.

زلمی خلیلزاد:امریکا د هیوادونو ترمنځ د جګړې مخالف دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هند ترمنځ د جوړجاړي او اوربند په تړاو د ټرمپ اداره ستایلي او د هغوی هڅې یې ګټورې بللې.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ټرمپ اداره د دغې تړون د اسانتیا لپاره د اعتبار وړ ده او امریکا تل هڅه کوي چې د جنګ مخه ونیسي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د هند او پاکستان ترمنځ د څو ورځو تاوتریخوالي وروسته د اوربند موافقه وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي د فوري اوربند پرېکړه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړې چې اسلام‌اباد او نوي‌ډیلي د فوري اوربند پرېکړه کړې ده.

هغه ویلي، پاکستان تل د سیمې د سولې لپاره هڅه کړې، پرته له دې چې د خپلې خاورې پر حاکمیت معامله وکړي.

تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی و چې دا اوربند د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوی دی.

دغه اوربند په داسې حال کې شوی چې تېرو څلورو ورځو کې دواړو هېوادونو یو بل ته توغندیز او ډرون بریدونه کړي وو.

راپورونه ښيي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ ملکي وګړي د دواړو خواوو پر پوله وژل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:خوشاله یم، چې هند او پاکستان له یو بل سره اوربند وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د هند او پاکستان ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب د اوږدو خبرو وروسته، دواړو هېوادونو پر یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړه کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې پر خپلې رسنۍ سوشل تروت کړې دي.

هغه خوښي څرګنده کړې، چې دواړه لوري اوربند ته رسېدلي.

د یادونې ده، چې له څو ورځو راهیسې، دواړو لوریو پر یو بل سخت بریدونه پیل کړي وو.

مارکو روبیو:هند او پاکستان اوربند ته غاړه ایښې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې، ده او د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د هند او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره جلا جلا خبرې کړې دي.

روبیو ویلي، چې دا اړیکې د دواړو هېوادونو صدراعظمانو نریندرا مودي او شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر، او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران اجیت دووال او عاصم ملک سره نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو خبرو پایله کې، دواړو هېوادونو سمدستي اوربند ته غاړه ایښې او هوکړه یې کړې چې د یوه بې پرې ځای په ټاکلو سره به د ټولو مهمو موضوعاتو په اړه رسمي خبرې پیل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ؛د بیجنګ، کابل او اسلام اباد ترمنځ درې اړخیزه ناسته شوې

نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې.

دغه غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب ترسره شوه، چې پکې د دواړو ګاونډیو هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی و.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا غونډه یوه مهمه موقع وه چې درې واړه هېوادونه پکې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراخېدو او د سیمې پر ثبات خبرې اترې وکړي.

صادق زیاتوي، دا ډول غونډې کولای شي د سیمې هېوادونه د ګډو اهدافو لپاره نږدې کړي، د اړیکو نوی باب پرانیزي او د ستونزو د حل لپاره همغږي رامنځته کړي.

د غونډې نور جزییات تر اوسه نه‌دي خپاره شوي.

پر نور خان هوایي ډګر تر برید وړاندې؛ټول بهرني لوبغاړي او تخنیکي کارکوونکي د پوځ په ملتیا یوې چارتر الوتکه کې وتلي

پر نور خان هوايي ډګر د هند تر برید څو ساعته وړاندې د پاکستان پي ایس ایل لیګ ته راغلي بهرني لوبغاړي په یوه چارتر الوتکه کې اېستل شوي دي.

دغه لوبغاړي او نور اداري او تخنیکي کارکوونکي د هوايي ځواک په ملتیا اېستل شوي دي.

که څه هم پاکستان پرېکړه کړې چې د پي ایس ایل پاتې لوبې به دوبۍ کې ترسره کړي؛ خو هندي رسنیو ویلي، چې اماراتو د دغو سیالیو له کوربه توب انکار کړی.

خواجه اصف:د شهباز شریف په مشرۍ د ملي قومندې ادارې غونډې رابلل حقیقت نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي قومندې ادارې غونډې رابلل رد کړي دي.

تر دې وړاندې، د رویټرز خبري آژانس د پاکستان د پوځ له قوله راپور ورکړی و چې شهباز شریف غواړي د ملي قومندې ادارې غونډه راوبلي، څو پکې د ځمکنیو، هوایي او سمندري عملیاتو پلانونه او د اټومي وسلو د کارولو یا نه کارولو په اړه پرېکړې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند د پاکستان یو اټومي مرکز هم په نښه کړی وو.

د طالبانو د دفاع وزارت:د پاکستان دا ادعا بې بنسټه ده چې ګواکې هند د افغانستان خاوره په نښه کړې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پاکستان هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې هند د افغانستان خاوره هم په نښه کړې.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي، چې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعا له حقیقت لرې ده.

تر دې وړاندې بیا هند هم دا ادعا بې اساسه او خندونکې بللې وه.

پاکستان ویلي وو، چې هند د افغانستان یو شمېر سیمې هم په نښه کړې دي.