جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 664

ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو سره لیدنه کې:امریکا غواړي چې د غزې تړانګه ونیسي

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې تړانګې کنټرول په غاړه واخلي.

ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا به د غزې واکداره وي او په سیمه کې د ټولو ناچاودو بمونو او نورو خطرناکو وسلو د خنثی کولو مسؤلیت به په غاړه واخلي.

د امریکا ولسمشر:په ایران د سخت فشار سند لاسلیک کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د سخت فشار راوستلو لپاره یو مهم سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې امریکا له ایران څخه نورو هیوادونو ته د تیلو د خرڅلاو مخه ونیسي.

راشد خان؛په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ د تکړه بالر ریکارډ خپل کړ

0

راشد خان د جنوبي افریقا په شل اوریز لیګ کې د دونیت ویلالاګي په اوټ کولو سره د ۶۳۳ ویکټو په پوره کولو د نړۍ لومړنی تکړه بالر اعلان شو.

د سویلې افریقا د کرکټ لیګ په لوبه کې د ممبۍ انډین کپټاون لوبډله د راشد خان په کپټانۍ کې د دې جام پای لوبې ته ووتله.

راشد خان په ۴۶۱ شل اوریزو لوبو کې ۶۳۳لوبغاړي سوځولي چې یاد مقام یې خپل کړ.

پاکستان؛په خیبر پښتونخوا کې د وژل شوي طالب بدرالدین یوسف جسد د ” خوارجي” په نوم تابوت کې د طالبانو حکومت ته وسپارلو.

د طالبانو حکومت د بادغیس د مرستیال والي بدرالدین زوی چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی و جسد یې طالباني چارواکو ته وسپارل شو.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د جسد له سپارلو انکار کړی و، او ویلي یې وو چې له موږ سره نشته، خو اوس یې جسد په داسې حال کې ور وسپارلو چې په تابوت یې ورته د خوارج نوم لیکلی دی.

د بدرالدین زوی په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو پر ټرینینګونو ګمارل شوی و، چې څو ورځې وړاندې د دیره اسماعیل خان په کلاچې سیمه کې ووژل شو.

ذبیح الله مجاهد:سراج الدین حقاني په خپل هېواد کې دی

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سفر څخه راستون شوی او اوس په خپل هیواد کې دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وویل چې سراج الدین حقاني ته یې د لسو ورځو لپاره معافیت ورکړی و چې د عمرې حج ادا کړي.

د یادونې ده چې عربستان ته تر تګ وړاندې سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او ددغه هېواد له مشر سره یې کتلي و.

کندز؛د طالبانو پر امنیه قومندانۍ چاودنه شوې

سرچینې وایي، چې په کندز ښار کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ چاودنه شوې.

سرچینې زیاتوي، چې دغه چاودنه نن ماښام ۷ بجې د طالبانو د امنیه قومندانۍ پر ودانې شوې.

تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان؛یو افغان کډوال د کډوالۍ بهیر د ځنډ له امله ځان وژلی

پاکستان کې یو افغان د کډوالۍ غوښتنې په بهیر کې د ځنډ له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې وایي، چې د دغه افغان کډوال کاناډا ته د تګ بهیر ځنډېدلی و، چې له امله یې بیګا شپه د اسلام اباد په یو ګېسټ هوس کې ځان‌ زندۍ کړی.

سرچینې زیاته کړې، چې دا افغان شېر نومېده او د پنجشېر اوسېدونکی و.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ډېر شمېر افغانان کډوالۍ ته مجبوره شوي او دوی په بهرنیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

احمد الشرع؛له سعودي عربستان څخه انقرې ته لاړ

0

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته لاړ.

د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې له احمد الشرع سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم ملګری دی.

د یادونې ده چې احمد الشرع ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د سویډن؛په یوه ښوونځي کې ۵ تنه زده کوونکي ويشتل شوي

0

سویډن کې په یوه ښوونځي کې پنځه تنه زده کوونکي په ډزو وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې برید د اوریبرو په ښار کې په یوه ښوونځي کې شوی دی.

د سویډن پولیسو ویلي، چې تر اوسه د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

ددغه برید د نوعیت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ملا عبدالغني برادر؛د یوناما له مرستیال سره کتلي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي.

په دې لېدنه کې ملا برادر له یاد بنسټ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي.

دغې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې دوی د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي او کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي.