شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 664

ټرمپ:امریکا به د روغتیا نړیوال سازمان له تړون څخه ووځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې هېواد یې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وځي.

نوموړي پر دې سازمان د بې غورۍ تور پورې کړی او ویلي یې دي، چې دوی د کرونا او نور بحرانونه په سم ډول مدیریت نشو کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تېره شپه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي و، چې د ګل‌خانه‌يي ګازونو له تړون څخه یې هم ځان ووېست.

د ټرمپ د لوړې مراسم؛۹ قاضیان او د کانګرس یو شمېر غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي

0

د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته ۹ قاضیان او د کانګرس غړي د کانګرس تالار ته رسېدلي.

ټاکل شوې چې د هغه د وینا ډېره برخه به پر امریکا د بیا باور په اړه ور ټوله وي.

په پام کې ده چې دا مراسم به راتلونکو ساعتونو کې پیل شي.

ډونالډ ټرمپ؛له خپلې مېرمن سره یو ځای سنت جان کلیسا ته تللی

0

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه وړاندې له خپلې مېرمنې سره یو ځای د سنت جان کلیسا ته تللی.

سنت جان له سپینې ماڼۍ سره نږدې کلیسا ده، چې د امریکا ولسمشران تر لوړې وړاندې ورځي.

امریکا کې دا دود له ۱۹۳۰کال وروسته پیل شوی.

ټرمپ خپلې مېرمنې سره یوځای؛د لوړې له مراسمو وړاندې بایډن او د هغه مېرمن سره لیدلي

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې له خپلې مېرمنې سره یوځای له ولسمشر جوبایډن او د هغه مېرمن سره کتلي.

ټاکل شوې، چې راتلونکو ساعتونو کې به ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړي.

لارا ټرمپ:ډونالډ ټرمپ د نړۍ د ساتلو لپاره راغلی

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اینګور او د اریک ټرمپ مېرمن لارا ټرمپ وايي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازې د امریکا نه؛ بلکې د نړۍ د ساتنې لپاره ولسمشر شوی.

نوموړې په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي، چې ټرمپ به د نړۍ د ساتنې لپاره کار وکړي.

تر دې وړاندې بیا ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې هڅه کوي په نړۍ کې جګړې ختمې کړي.

ایران:تمه لرو چې د بایډن پالیسي د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي

0

ایران وايي، تمه لري چې د امریکا نوې مشري به د سیمې په اړه یوه نوې تګلاره غوره او د هېوادونو ګټو ته به احترام وکړي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، هیله لري چې د امریکا د نوي حکومت تګلاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي.

نوموړي دغه راز پر بایډن نیوکه کړې، چې د حماس ملاتړ یې کړی؛ خو ویلي یې دي، چې ټرمپ له دوی سره د اټومي تړون په بیا احیا کولو کې هیڅ جدیت نه دی ښوودلی.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې واک ته له رسېدو وروسته به پر ایران د اعظمي فشار له پالیسي کار واخلي.

لینزي ګراهام:تر بل هر وخت زیات له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښونو احتمال زیات شوی

د امریکا د کانګریس غړي لینزي ګراهام یو وار بیا له افغانستان څخه امریکا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګراهام ویلي، چې دی هیڅ وخت خپل هېواد کې د برید په اړه دومره اندېښمن نه وو، لکه اوس وخت کې چې دی.

هغه زیاته کړې، د ټولې نړۍ جګړې ته په کتو، د دوی لپاره باید د سرحدونو امنیت او د اردو تمویل لومړیتوب وي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نشته.

مولانا فضل الرحمن:د کورمې ستونزه باید د جرګې له لارې حل شي

0

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي، غوره ده، چې په کورمه کې فرقه‌يي جګړې د جرګې له لارې حل شي.

هغه ویلي، د جرګې سیستم یو سنتي او پخوانی سیستم دی او د دا ډول ستونزو د هواري لپاره تر ټولو غوره لار ده.

فضل الرحمن ویلي، چې یو طرفه زور هیڅ پایله نه لري او دا چاره د ستونزې حل کېدو پر ځای ستونزه نوره هم لویوي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کورمه کې پاکستاني دولت د تروریزم ضد عملیات پیل کړي.

د طالبانو پر حکومت؛د عباس ستانکزي نیوکې د نړیوالو رسنیو د بحث ټکی ګرځېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونو په نړیوالو رسنیو کې هم ځای موندلی، چې ځینو دا د دوی پر حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي بې ساري نیوکې بللې دي.

عباس ستانکزي ویلي وو، چې افغانستان کې نیمايي نفوس سره بې عدالتي روانه ده، چې دا د شریعت لار نه ده.

د هغه د څرګندونو په اړه، اکنامیسټ ټایمز، سي ان ان، رویټرز او یو شمېر نورو رسنیو بېلابېل خبرونه لیکلي، چې ځینو یې ویلي، دا په خپل ذات کې د دومره لوړ پوړي چارواکي له لوري د طالبانو پر حکومت تر ټولو توندې نیوکې وې.

ډونالډ ټرمپ؛نن د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دغه هېواد د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي.

نوموړی د دویم ځل لپاره امریکا کې واک ته ورسېد.

پوره څلور کاله وړاندې یې په همدې ورځ د ۴۵ ولسمشر په توګه دنده پای ته رسېدلې وه؛ خو اوس یې له کاملا هرېس ټاکنې وګټلې او نن به د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

هغه ویلي، لسګونه فرمانونه یې په میز پراته دي، چې د لوړې له کیدو سره سم به یې لاسلیک کړي.