شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 665

د طالبانو پر حکومت؛د عباس ستانکزي نیوکې د نړیوالو رسنیو د بحث ټکی ګرځېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونو په نړیوالو رسنیو کې هم ځای موندلی، چې ځینو دا د دوی پر حکومت د یو لوړ پوړي چارواکي بې ساري نیوکې بللې دي.

عباس ستانکزي ویلي وو، چې افغانستان کې نیمايي نفوس سره بې عدالتي روانه ده، چې دا د شریعت لار نه ده.

د هغه د څرګندونو په اړه، اکنامیسټ ټایمز، سي ان ان، رویټرز او یو شمېر نورو رسنیو بېلابېل خبرونه لیکلي، چې ځینو یې ویلي، دا په خپل ذات کې د دومره لوړ پوړي چارواکي له لوري د طالبانو پر حکومت تر ټولو توندې نیوکې وې.

ډونالډ ټرمپ؛نن د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د دغه هېواد د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي.

نوموړی د دویم ځل لپاره امریکا کې واک ته ورسېد.

پوره څلور کاله وړاندې یې په همدې ورځ د ۴۵ ولسمشر په توګه دنده پای ته رسېدلې وه؛ خو اوس یې له کاملا هرېس ټاکنې وګټلې او نن به د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

هغه ویلي، لسګونه فرمانونه یې په میز پراته دي، چې د لوړې له کیدو سره سم به یې لاسلیک کړي.

ګوترېش؛غزه کې د اوربند پر ټینګېدو خوښي څرګنده کړې

0

ملګرو ملتونو غزه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ له اوربند هرکلی کړی.

د یاد سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتریش ویلي، چې دوی له غزې سره د مرستو زیاتوالي ته ژمن دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا اوربند به د مرستو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

د یادونې ده چې غزې کې له اوربند سره سم، دغې سیمې ته مرستې زیاتې شوې دي.

غزه کې د خلکو خوښي؛له ۱۵ میاشتو جګړو وروسته خلک په ارام زړه واټونو ته راوتلي

0

د اوربند له ټینګښت سره سم، د غزې زرګونه خلک لویو لارو ته راوتي او د ارام ساه اخلي.

دوی د خپلو خپلوانو قبرونو ته هم تللي او ځینې نور یې د خپلو ویجاړو شویو کورونو په پلټلو بوخت دي.

غزه کې څه باندې ۱۵ میاشتې جګړه وشوه؛ خو تېره ورځ پکې ۴۲ ورځنی اوربند ټینګ شو.

د یادونې ده چې تېره ورځ ناوخته د اسرائیل درې او د فلسطین ۹۰ بندیان ازاد شول.

خلیلزاد: د نجونو د زده کړو پر تړاو د عباس ستانکزي خبرې او د اسلامي همکاریو ناستې پریکړه لیک هیله بخښونکی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نجونو او ښځو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم پرانېستل شي.

هغه په دې اړه د عباس ستانکزي څرګندونې او د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پرېکړه لیک هیله بښوونکی بللی دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ عباس ستانکزي په یوه غونډه کې ویلي وو، چې دا د شریعت لار نه؛ بلکې خپل طبیعت دی، چې د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې دي.

سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر ټرمپ ورتګ؛ ټیکټاک له لږ ځنډ وروسته امریکا کې خپل فعالیت پیل کړ

0

وروسته له هغې چې دامریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې سپینې ماڼۍ ته له ستنیدو سره سم به د ټیک ټاک کاروونکي بیرته دغه اپلیکشن ته لاس رسی ومومي ، ټیک ټیک د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پدې هیواد کې د لنډ ځنډ وروسته یې خپل خدمات بیرته پیل کړی دی.

ټیک ټاک په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي: “د ولسمشر ټرمپ له هڅو څخه مننه کوي چې غواړي ټیک ټاک په دې هیواد کې فعاله شي.”

رینا امیري؛ د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې له خپلې دندې استعفاء ورکړه

‏د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري اعلان وکړ چې سبا د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته د خپلې دندې استعفاء کوي.

میرمن امیري د نړیوالو هیوادونو وغوښتل چې د افغان میرمنو ملاتړ ته دوام ورکړي.

منظور پښتین: ملتپاله ګوندونه له اصف منیر سره د پښتنو د وضیعت په ښه والي خبرې کوي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه ویډیويي پیغام کې چې نن شپه ناوخته د نوموړي له فیسبوک پاڼې خپور شوی، بیا ټینګار کړی چې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ښاغلي پښتین یو ځل بیا په ملتپاله ګوندونو غږ وکړ چې په ګډه د پښتنو د یوالې او اتحاد لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې په ګډه د روانې ناخوالې مخه ونیسي.

نوموړي وویل چې که سیاسي ګوندونه فکر کوي چې د «سرکار» څخه به د پښتنو حقوق او ازادي ترلاسه کړي، بده خبره نه ده، خو په وینا یې پاکستاني حکومت د خلکو وینې توییدو ته خوشاله دي او په دومره اسانۍ به خپلې تګلارې ته بدلون ورنکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډاډ ورکړ چې په هیڅ صورت د پښتنو له حقوقو او دفاع څخه نه تیریږي.

پاکستان:لویدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې او پر دوی فشار زیات شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لوېدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې، چې له دې کبله پر دوی د کډوالو فشار زیات شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغو افغانانو په قضیو کې پرمختګ ورو دی، چې د لویدیځو هېوادونو له لوري د بیا مېشتېدنې ژمنه ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، له دغه هېواد څخه اېستل شوي ټول کډوال غیر قانوني دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي وو، چې پاکستان او ایران نږدې یو میلیون افغان کډوال را ایستلي، چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

منظور پښتین؛ پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه د خیبر جرګې له پریکړو په شا شول

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین په یو ویډیويي پیغام کې په خیبر پښتونخوا کې د ملتپاله ګوندونو له مشرانو ګیله وکړه چې په لوی لاس یې د خیبر دلویې او تاریخې جرګې پریکړې وننګولې او بریالۍ جرګه یې ناکامه کړه.

ښاغلي پښتین وویل په داسې حال کې چې د جرګې ټولې پریکړې د ملتپاله ګوندونو د استازو په مشوره او تایید اعلان شوي وو خو د ناڅرګند دلیل له امله دوی له دې پریکړو په شاه شول او همدا ددې لامل شوه چې د جرګې پریکړې عملي نه شي.

منظور پښتین یو ځل بیا په پښتونخوا کې په سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې اوس هم شونې ده چې د جرګې ټولې پریکړې عملي شی خو شرط دادی چې په واقعې مانا سره راټول او د جرګې د پریکړې عملي کیدل وغواړو.