جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 662

د فرانسې ولسمشر؛احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سوریې انتقالي د حکومت مشر احمد الشرع ته بلنه ورکړې چې فرانسې ته راشي.

العربیه راپور ورکړی چې مکرون له احمد الشرع سره تلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې فرانسې ته سفر وکړي.

مکرون دغه راز ویلي، چې هغه د سوریې پر وړاندې د لویدیځ لخوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کار کوي.

که څه هم په سوریه کې د الشرع له واک ته رسیدو یوازې څو میاشتې تیریږي، خو له یو شمیر هیوادونو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي او هڅه کوي چې دغه هیواد له نړیوالې انزوا څخه وباسي.

ترکیه؛آنقره کې د افغانستان سفارت کوربه هیواد ته سپارل کیږي

د ترکېې په انقرې کې یو شمیر ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې پدې هیواد کې د افغانستان سفارت سبا کوربه هیواد ته په رسمي ډول سپارل کیږي.

یوې باخبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه سفارت کې افغان دیپلوماتانو د طالبانو استازو ته د سفارت له تسلیمولو ډډه کړې ده.

د دې سرچینې په وینا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په درېیمه نېټه دغه سفارت ته یو لیک استولی او له هغه یې د بندولو غوښتنه کړې ده.

طالب استخباراتو ته نږدې المرصاد:د داعش یو شمیر غړي وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي

د طالبانو استخباراتو ریاست اړوند المرصاد ادعا کړې چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې یې د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې یا داعش په پټنځایونو عملیات کړي، چې یو شمیر داعشیان یې وژلي او یو شمیر نور یې ژوندي نیولي.

المرصاد لیکلي چې دغه عملیات، په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې ترسره شوي.

طالبانو ویلي پدې عملیاتو کې د داعش څخه یو شمیر وسلې مو هم ترلاسه کړي دي.

سارا ادم د طالبانو حکومت ته په اشارې؛بي‌بي‌سي د تروریستانو ملاتړې رسنۍ ده

د سي آی ای پخوانۍ مامورې سارا ادم طالبانو ته په اشارې BBC اوNYT رسنۍ د تروریستانو پر ملاتړ تورنې کړې دي.

سارا ادم پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې NYT او BBC دواړه له USAID تمویلېدې او اوس چې دا اداره وتړل شوه؛ نو د دوی تمویل هم بند شو.

نوموړې زیاتوي، په ښکاره ډول د یوې تمویل سرچینې بندول بسنه نه کوي او پکار ده، چې د امریکا له حکومت د تروریزم ټول خواخوږي لرې شي.

عقاب حنفي:له موږ پرته څوک د طالبانو حکومت باندې د نېوکې حق نه لري

د طالبانو حکومت د عوایدو پخوانی رییس عقاب حنفي وایي، له دوی پرته بل څوک پر اوسني نظام د نیوکې حق نه لري.

نوموړي ویلي، چې طالب مجاهدین له درده اصلاحي نیوکې کوي؛ خو دوښمنان بیا عقدوي چلند کوي.

هغه نیوکه یوازې د طالبانو مسلم حق بللی.

نوموړی زیاتوي چې نظام د دوی دی، دوی یې د بدې ورځې ملګري دي او هیڅکله به یې بل چاته پرې نه ږدي.

حبیب الرحمن حکمتیار:موږ په نړۍ کې بې سواده او اړمن هېواد یوو؛ خو بیا هم طالبانو په ویاړ او حماقت سره ښوونځي تړلي

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار وایي، طالبانو د هېواد نیمایي نفوس یې په زوره په کور کېنولی او له زده کړو یې بې برخې کړی دی.

نوموړی زیاتوي، مونږ په نړۍ کې بې سواده او اړمن هېواد یوو؛ خو بیا هم طالبانو په ویاړ او حماقت سره ښوونځي تړلي.

نوموړي زیاته کړې، چې خدای تعالی بری هغوی ته ورکوي، چې ډېر زیار باسي.

ازبکستاني رسنۍ؛ازبکستان کې د افغانستان له الوتکو څخه اووه بلک هاک الوتکې امریکا ته ورکړل شوې

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پخواني افغان حکومت اووه بلک هاک الوتکې، چې ازبکستان ته وړل شوې وې؛ بېرته امریکا ته ورکړل شوې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پنټاګون ویلي، چې له دغو الوتکو څخه په نورو مناسبو ځایونو کې ګټه اخلي.

تر دې وړاندې بیا ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي وو، چې پخواني افغان حکومت ته د دوی ورکړل شوې ۲۲ نظامي او ۲۴ نورې الوتکې ازبکستان کې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت دفاع وزارت له ازبکستان غوښتي وو چې دغه الوتکې ور وسپاري.

د طالبانو حکومت؛له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې

د طالبانو حکومت د ډونالډ د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوې څرګندونې غندلې.

د طالبانو حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې راغلي، چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نړۍ با اثر هېوادونه باید ددې ډولو توطئو پر وړاندې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې پوځي تجهیزات د طالبانو د حکومت شتمني ده.

عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې خلک د خپلو ملي شتمنیو پر سر معامله نه کوي او نه یې کوم چاته پرېږدي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت غواړي د جګړې فصل ته د پای ټکی کېږدي او له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه چې طالبان دې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې پوځي تجهیزات د طالبانو د حکومت شتمني ده.

عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې خلک د خپلو ملي شتمنیو پر سر معامله نه کوي او نه یې کوم چاته پرېږدي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت غواړي د جګړې فصل ته د پای ټکی کېږدي او له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه چې طالبان دې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.

هلمند؛طالبانو د بهرامچې اوسېدونکو ته د پاکستاني پوله ساتو سره د احتمالي جګړې له امله د کورونو پرېښودو امر کړی

سرچینې وایي، چې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د احتمالي نښتې د رامنځته کېدو له امله ځایي طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي، چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د سیمې خلکو ته د کورونو د پریښودو ویلي او زیاته کړې یې ده چې پاکستاني پوله ساتو د طالبانو د یوې پوستې د جوړیدو ممانعت کړی چې له امله یې لفظي تاوتریخوالی منځ ته راغلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې خبر په تړاو څه نه دي ویلي.