دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 65

ډیورینډ فرضي کرښه؛په لومړي ځل د کندهار او بلوچستان، د کلاسیف الله په سیمه کې هم درنه نخښته رامنځته شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په دوام، د کندهار او بلوچستان فرضي کرښې ته څېرمه د کلا سیف‌الله په سیمه کې په لومړي ځل درنه نښته رامنځته شوې.

راپورونه ښيي چې دا د تاوتریخوالي په اوسني پړاو کې د پاکستان د لوېدیځې غاړې پر محور لومړنۍ ثبت شوې نښته ده.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی بلل کېږي.

فضل محمود فضلي:د ټرمپ په څرګندونو ملي ضد څېرې او پنجابي جنرالان خوشحاله دي

د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې د نوموړي له دریځونو خوښي څرګندوي، باید د تاریخ له تجربو عبرت واخلي.

فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، ځینې “ملي‌ضد څېرې او پنجابي جنرالان” د ټرمپ له وروستیو خبرو خوښ ښکاري، خو د ده په وینا، تاریخ ښيي چې امریکا له کوم هېواد سره په ورته بڼه ملاتړ کړی، هماغه هېواد وروسته له جدي سیاسي او امنیتي بحرانونو سره مخ شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې بهرنی ملاتړ که د لنډمهالي سیاسي امتیاز په توګه وکتل شي، پایلې یې ډېر وخت د اوږدمهالو بې‌ثباتیو او داخلي شخړو په بڼه راڅرګندېږي.

فضلي خبرداری ورکړی، که څوک دا ډول ملاتړ د ویاړ او خوښۍ موضوع بولي، باید د احتمالي پایلو مسوولیت هم ومني.

تازه خبر؛تیرا کې د داعشیانو پر مرکزونو دقیق بریدونه روان دي

د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د روانو انتقامي عملیاتو په لړ کې د تیرا په سیمه کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

د امنیتي سرچینو د راپورونو له مخې، چې د تیرا د توره درې په سیمه کې د داعش خراسان مرکزونه دا مهال د لېزري هدایت شوو وسلو په وسیله تر دقیقو بریدونو لاندې دي.

د سرچینو په وینا، د عملیاتو له پیل سره سم یو شمېر داعشیان د سیمې پرېښودو او تېښتې هڅه کوي.

ویل کېږي چې یاد عملیات د وروستیو امنیتي تحولاتو په غبرګون کې ترسره کېږي او هدف یې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو ځپنه او د ګواښونو له منځه وړل دي.

تر دې مهاله د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو سرچینې ټینګار کوي چې عملیات په دقت او هدفي ډول روان دي.

ایران؛د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ژر تر ژره خبرو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د وروستیو تاوتریخوالو له امله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه باید سمدستي خبرې پیل کړي او د کړکېچ د کمولو لپاره تعامل وکړي.

د اعلامیې له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه نه یوازې د انساني تلفات او مادي زیان سبب شوې، بلکې په ګاونډي سیمو کې ناامني هم زیاتوي او د ټولې سیمې پر امنیتي او بشري وضعیت منفي اغېز لري.

ایران د دواړو هېوادونو له لوري د یو بل د ملي حاکمیت او بشپړتیا درناوی غواړي او ټینګار کوي چې هېڅ اقدام باید د کړکېچ د پراختیا سبب نشي.

ایران وړاندیز کړی چې، د دې توان لري چې د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د جګړې د بشپړ ختمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم لپاره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات:امیر خان متقي او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ټلیفوني خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان، سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو اړیکې، سیمه‌ییز امنیت، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو پېښېو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزرات په وینا، متقي د سعودي عربستان د فعال ديپلوماتیک رول او د سیمه‌ییز ثبات په برخه کې د هڅو قدرداني وکړ او ټینګار یې وکړ چې افغانستان خپل امنیتي تدابیر یوازې د دفاع او د وضعیت د مهارولو لپاره نیسي.

شهزاده فیصل بن فرحان د تاوتریخوالي د کمولو، د زغم د فضا د پیاوړتیا او د مسایلو د ډیپلوماتیک حل اهمیت یادونه کړې، او ډاډ یې ورکړی چې سعودي عربستان به د شخړو د اواري او ټیکاو هڅې دوامداره وساتي.

ډونالډ ټرمپ؛د افغانستان او پاکستان د جګړې په تړاو پاکستان سره د خپلو ښو اړیکو یادونه وکړه

د فاکس نیوز یو خبریال لخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې امریکا به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بیا راژوندیو شویو کړکېچونو په صورت کې لاسوهنه وکړي که نه؟

ټرمپ په خپل ځواب کې د پاکستان له مشرتابه سره خپلې «ډېرې ښې اړیکې» یادې کړې او ویې ویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې همکاري او تفاهم تل په مثبته فضا کې روان دی.

نوموړي د پاکستان صدراعظم، پوځي مشرتابه او د هېواد د «نوښت او پرمختګ» ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې پاکستان په سیمه کې مهم رول لري.

خو ټرمپ په څرګنده توګه ونه ویل چې که کړکېچ پراخ شي، امریکا به مستقیمه مداخله وکړي که نه.

ځایي سرچینې:په خوګیاڼو کې څلور پاکستاني ډرون الوتکې غورځول شوې

یو شمېر ځایي سرچینو ویلي چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې طالب ځواکونو تر اوسه د پاکستاني لوري څلور ډرون الوتکې غورځولې دي.

سرچینو ویلي چې د طالبانو ځواکونو د ډرون الوتکو د شنډولو لپاره نوې طریقه او ټکنالوژي کارولې او هغه بې‌پیلوټه الوتکې یې په نښه کړې چې غوښتل یې نظامي مرکزونو ته نږدې شي یا بریدونه ترسره کړي.

شمالي وزیرستان؛میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

0

ځایي سرچینې وایي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اوسېدونکو په وینا، د چاودنې هدف پاکستاني ځواکونه وو، خو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي تلفاتو په اړه لا نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته، د خېبر ولسوالۍ د قمبرخېل په سیمه کې پر یوه نظامي مرکز جګړه روانه ده.

پاکستاني خبریالانو د سختو نښتو خبر ورکړی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کره او بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

حمدالله فطرت:په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني بریدونو له امله ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري یو ځل بیا په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د عامو ولسي وګړو کورونه په قصدي ډول په نښه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فطرت د وژل شویو لپاره د فردوس جنت او د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ:ډنډ پټان کې پاکستاني لوري نن ماښام د ۲ ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي وژلي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ (IHRF) اعلان کړی چې داسې انځوریز شواهد یې ترلاسه کړي چې ښيي پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پکتیا ولایت اړوند سیمې د ماښام شاوخوا اووه بجې تر درنو ګولیو لاندې نیولي دي.

د یاد بنسټ په وینا، برید په قصدي ډول د ډنډپټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ملکي وګړو شوی، چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د راپور له مخې چې پکې ۱۶ ملکي وګړي ټپیان شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ ملکي وګړي نور وژل شوي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې دا پېښه عادي سرحدي نښته نه ده، بلکې د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه ده.

بنسټ دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ملکي وګړو پر ژوند مستقیم تېری بللی دی.

یاد بنسټ د پولې دواړو غاړو ته د توغندیزو او توپچي بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې باید یوه روڼ او خپلواکه څېړنه ترسره شي څو عاملین یې حساب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې او د ملکي وګړو خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.