دوشنبه, جون 15, 2026
Homeکورپاڼهد هند او پاکستان؛د ښځینه لوبډلو ترمنځ د لاس نه ورکولو جنجال

د هند او پاکستان؛د ښځینه لوبډلو ترمنځ د لاس نه ورکولو جنجال

د ښځو شل اووریز نړیوال جام کې پرون شپه د هند او پاکستان لوبډلو له سیالۍ وروسته یو ځل بیا هېنډ شېک یا د لاس ورکولو دود نه دی ترسره کړی چې د یو شمېر پخوانیو پاکستاني لوبغاړو غبرګونونه یې راپارولي.

د کرکټ لوبې له پای ته رسېدو وروسته د ګټونکې او بایلونکې لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ د مبارکۍ لاس ورکول د سټورسمېنشېپ مهمه برخه بلل کیږي خو د هند او پاکستان ترمنځ د پروسږکال له سیاسي ترینګلتیاوو راهیسې د دواړو هېوادونو لوبغاړي د کرکټ په میدان کې هم سیاست کوي.

د لومړي ځل لپاره تېر کال د هند ملي لوبډلې آسیا جام کې پاکستانۍ لوبډلې سره هېنډ شېک ونه کړ، ورپسې د ښځو یو ورځني نړیوال جام کې د هند ښځینه لوبډلې هم ورته کار وکړو.

تراوسه د هند ټولې لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د لوبې په هر ډګر کې دغه پالیسي کاروي چې د پاکستاني مینه والو له توندو غبرګونونو سره مخ کیږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here