د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له امریکا سره هوکړې ته د رسېدو سربېره، واشنګټن ته لا هم اوږده لاره په مخ کې ده څو د تهران باور ترلاسه کړي.
په ورته وخت، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی له امریکا سره د شوې هوکړې مهمه برخه ده.
نوموړي زیاته کړې چې په دې هوکړه کې د سیمې د ثبات او د لبنان د خپلواکۍ د خوندي ساتلو پر موضوعاتو ټینګار شوی دی.
بقایي همداراز ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د وروستي کېدو لپاره چمتووالی روان دی، خو د ایران او امریکا ترمنځ د اوږدې بېباورۍ له امله به د باور د بیا رغونې بهیر وخت ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره هوکړه «بشپړه» شوې ده او په لنډ وخت کې لاسلیک کیږي.
تهران ټینګار کوي چې هر ډول هوکړه باید د سیمې د هېوادونو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او متقابل درناوی تضمین کړي او امریکا باید د باور د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

