چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 647

د یوناما راپور ته د امربالمعروف غبرګون:ستاسې راپور د غربي لید لوري له مخې جوړ شوی، چې هیڅ اساس نه لري

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د ښځو په اړه د یوناما وروستی راپور بې اساسه بللی.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه راپور د غربي لیدلوري په اساس جوړ شوی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د طالبانو حکومت د اسلامي اصولو، دیني او افغاني ارزښتونو او ټولنیزو حساسیتونو په پام کې نیولو سره د ښځو ټول حقونه خوندي کړي.

دوی له یوناما غوښتي چې خپلو راپورونو کې د افغانستان دیني او کلتوري ارزښتونو ته پام وکړي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې دوی د اسلام په رڼا او شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

امیرخان متقي:له عباس عراقچي سره د بېلابېلو برخو په اړه مهمې خبرې وشوې

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر سر ستونزې د وچکالۍ له امله دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته له سفر وروسته په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت به د دغه حق د خوندي کولو په لاره کې هیڅ ډول خنډ رامنځته نه کړي.

د امریکا دفاع وزیر؛له افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کړی

د امریکا دفاع وزیر پیت هګسېت له افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کړی.

هغه امریکا ته د افغان کډوالو د ورتلو په اړه ویلي، چی دی د خپلو افغان همکارانو په خوا کې ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ له راتګ سره امریکا ته د ورتلونکو کډوالو د ورتګ د ځنډېدو امر وکړ.

د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره؛د افغانستان بانک سبا ۲۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی چې د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره به د چهارشنبې په ورځ ۲۷ میلیونه ډالر لیلام کړي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې څویم ځل دی، چې افغانستان بانک ډالر لیلاموي.

پر نړۍ او افغانستان د امریکا مرستو له بندېدو وروسته ډالر د افغانیو پر وړاندې پورته شول؛ خو افغانستان بانک وایي چې د افغانیو ثبات ساتنې لپاره کافي سرچینې واک کې لري.

کابل کې د ایران سفیر:کابل ته د عباس عراقچي سفر د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی

افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وايي، کابل ته د عباس عراقچي سفر د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

علي رضا بېکدلي ویلي، چې رسمیت پېژندنه یوه حقوقي موضوع ده، چې خپل نړیوال حقونه او ځانګړتیاوې لري.

هغه د کابل او تهران ترمنځ نږدې اړیکې اړینې بللې دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یو ورځني سفر کابل ته راغلی وو، چې دلته یې د طالبانو حکومت له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.

عبدالسلام ضعیف؛د یوه لیک له لارې له شیخ هبت‌الله د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه کړې

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د طالبانو حکومت په مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده غږ کړی، چې نور د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

عبدالسلام ضعیف د یو لیک له لارې له شیخ‌ هبت‌الله اخوندزاده غوښتي، چې د نجونو د زده کړو په اړه یوه دیني اجماع جوړه کړي.

د نوموړي په خبره، دا یوه مهمه اړتیا ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ کابل کې د دیني عالمانو په یوې غونډې کې هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو خلاصولو غوښتنه شوې وه.

عباس ستانکزی:له شیخ هبت‌الله سره دوښمني نه لرم، د ناروغۍ د علاج لپاره بهر لاړم

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې دی د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره بهر وتلی.

عباس ستانکزي ویلي، چې د طالبانو حکومت له مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده سره هیڅ راز دوښمني نه لري.

ښاغلي ستانکزي یو غږیز کلیپ کې ویلي، چې کرونا ته ورته ناروغي یې وه؛ نو ځکه بهر ته وتلی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګواکې دی له شیخ هبت الله سره تر جنجال وروسته دوبی ته تللی.

ډونالډ ټرمپ؛له نریندرا مودي سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د هند له لومړي وزیر، نرېندرا مودي، سره ټلیفوني خبرې کړې.

رویټرز ویلي، چې دواړو لوریو په دې خبرو کې د عادلانه دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

رویټرز زیاته کړې، سپینې ماڼۍ دغه ټلیفوني اړیکه مثبته بللې او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو مشرانو د ژورې همکارۍ د پراختیا او د آرام سمندر، منځني ختیځ او اروپا د امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې ته د شیخ هبت الله ځواب:د شرق او غرب له ګواښونو وېره نه لرم

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د جرمونو نړیوالې محکمې د یو څارنوال له لوري د ده د نیولو غوښتنې ته غبرګون ښودلی.

هبت الله اخوندزاده ویلي چې هیڅ ګواښ ته ارزښت نه ورکوي.

د ښاغلي اخوندزاده په خبره، نړیواله ټولنه یې رژیم ته هیڅ زیان نشي رسولی.

نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې هیڅ غوښتنه نه مني او د شرق او غرب ګواښونه ورته بې ارزښته دي.

د ډالرو لوړېدو سره د طالبانو دعوه؛د افغانیو ثبات مو په ښه ډول ساتلی

په داسې حال کې چې د ډالرو پر وړاندۍ د افغانۍ کچه تېره یوه اوونۍ کې زیاته لوړه شوه؛ خو د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي چې د افغانۍ ارزښت یې ساتلی.

د یاد بانک رییس نور احمد اغا د خصوصي بانکونو مشرانو سره په یوه غونډه کې ویلي چې د پولي سیاست له کبله یې بازار عادي حالت ته راګرځولی.

هغه له خصوصي بانکونو غوښتي چې معاملاتو کې افغانۍ وکاروي.