سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 646

سپینه ماڼۍ؛ټرمپ چمتو دی، چې پر کاناډا او مکسیکو تعرفې ولګوي

0

سپينه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ چمتو دی چې چې د فبروري پر لومړۍ ورځ پر کاناډايي او مکسیکوي وارداتو تعرفې ولګوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، ټرمپ اوس هم پر چین د نویو تعرفو لګولو موضوع په جدي توګه څاري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ پر خپلو کمپایني منډو ترړو کې هم ویلي وو، چې پر کاناډا او مکسیکو به تعرفې لوړې کړي.

خوست؛وسله والو د یوې کورنۍ لس غړي وژلي

د خوست علیشرو ولسوالۍ بوخانې سیمې کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ لس کسان په ډزو وژلي.

وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سیمه‌ییز مسؤلین وایي چې پېښه د شخصي دوښمنۍ له کبله رامنځته شوې.

د اسرائیل لومړی وزیر؛د فبروري په څلورمه واشنګټن ته ځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته بلنه ورکړې، چې د فبروري په څلورمه ورسره په واشنګټن کې وګوري.

د یادې ناستې محور تر ډېره غزې کې پر اوربند او سوله، د سیمې هېوادونو او د ګډ دوښمن پر وړاندې مبارزه ښودل شوې.

د نتنیاهو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت لپاره ترسره کېږي.

د یادونې ده، چې واک ته د ټرمپ له بیا رسېدو ورسته به بنیامین نتنیاهو لومړنی بهرنی مېلمه وي، چې واشنګټڼ ته ځي.

د افغانانو د تخلیې پروګرام مسوول؛د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر یوه ټیلفوني اړیکه د افغان متحدینو برخلیک ټاکلی شي

د افغانانو د تخلیې پروګرام مسوول یو وار بیا د افغانانو د ژوند پر ژغورولو ټینګار کړی.

شان وان ډایور ویلي، چې د افغان متحدینو ژوند باید همدا اوس وژغورل شي.

نوموړی زیاتوي، افغانان د یوې سیاسي پرېکړې له کبله د تخلیې پروګرام کې لاهم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

وان ډایور ویلي، باور لري چې دا چاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له یوې ټیلیفوني اړیکې سره هم بدلېدلی شي.

طالبانو ته د پکتیا د پخواني والي حلیم فدایي پرانیستی لیک

لیکوال: حلیم فدایي

‏الله جل جلاله فرمایي:
‏يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ۝ يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
‏(سورة الأحزاب: 70-71)

ژباړه:
‏ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله ویره وکړئ او سمه خبره وکړئ. نو هغه به ستاسو کړنې سمې کړي او ستاسو ګناوې به در وبښي، او څوک چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي، هغه په لوی بریا بریالی شو.

‏نو زه له همدې آیت څخه په الهام او رهنمایي تاسو ته لاندې مهمې مشورې درکوم او په جدي ډول یې رعایت کړئ:
‏۱. د بین الافغاني مذاکراتو پیل او پیاوړي کول.
‏۲. د دې مذاکراتو په نتیجه کې د یوه ټول‌ګډونه او ټول‌منلي اسلامي نظام جوړول چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
‏۳. د مېرمنو په ګډون د ژوند په هره برخه کې د بشري حقونو درناوی او رعایت.
‏۴. د انحصار، استبداد، حذف سیاست، جهالت، افراطیت او بې‌عدالتۍ پای ته رسول.
‏۵. د ملا له قشر پرته هر قوم، هره ژبه، هر مذهب او هر افغان نر او ښځه باید په سیاسي نظام کې خپل استازی او حق وویني.
‏۶. له هر ډول نړېوالو تروریستي شبکو او افرادو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو سره اړېکې وشکوئ او داسې سیاست ونیسئ چې هم له افغانانو او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړئ.

یاد ساتئ:
‏دا افغانستان دی، نه کچلاغ او نه دارالعلوم حقانیه. یوازې د نجونو تعلیم د افغانستان د بحران یوازینی حل نه دی.

‏ځینې ساده‌لیدي او سطحي نظر لرونکي خلک د افغانستان ټولې ستونزې یوازې په ښځو کې را لنډوي؛ داسې نه ده.

‏که چېرې پورته شپږ خبرې ومنئ، ستاسو د تورلیسټ، د نړېوالو بندیزونو، ملي مشروعیت او نړېوال رسمیت مشکل په خپله حلېږې. د پورته ستونزو د حل لپاره دا شرطونه او موانع مه ږدئ.

‏که دا مشوره منئ، کور مو ودان. که نه، نو یاد ولرئ: لکه څنګه چې په ۱۹۹۸ کې مې ستاسو د برخلیک په اړه وړاندوینې ټکي په ټکي رښتیا شوې، دا ځل هم په ډاډ وایم:
‏که همداسې روان یاست، په خدای قسم چې په کلیو او بانډو کې به خلک ستاسو لونګې په لغتو ووهي، او چې یوازې “ملا” مختاړی یا وروستاړی درسره وي، ځای به نه لرئ.

‏په صراحت وایم: موږ د قدرت او واک په شریکۍ کې هېڅ شخصي ګټه نه لرو. موږ هیڅ واک نه غواړو.

‏نور که غوړه مالان راته شکنځلې کوي، وایې چې زما مشورو ته اړتبا نلري، دروغ راباندې تړي او په کبر او غرور سپاره یاست، وبه ګورو چې تاریخ ستاسو په خوا درېږي که زموږ په خوا.
‏وما علینا الا البلاغ!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

بلوچستان؛پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

د بلوچستان په قلعه عبدالله سیمه کې تېره شپه د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، پر یوې امنیتي پوستې په برید کې د دوو ځانمرګو په ګډون پنځه وسله وال او دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

رویټرز زیاته کړې، چې لومړی په دغه امنیتي پوسته موټر بم برید ترسره شوی او وروسته د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت:د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله په هېواد کې د ۵۰ موسسو فعالیتونه په ټپه درېدلي

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د څه باندې ۵۰ موسسو فعالیتونه په ټپه درېدلې دي.

یاد وزارت ویلي، چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو د ځنډېدو لامل د بهرنیو مرستو ځنډېدل دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د امریکا په ګډون له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې د بشري مرستو په برخه کې دې سیاست نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډونالډ ټرمپ له اسرائیل او مصر پرته پر ټوله نړۍ هر ډول مرستې بندې کړې.

مولوي عبدالکبیر:نړۍ پوهېږي چې د طالبانو حکومت د افغانانو ښه استازولي کولای شي

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو حکومت د علماوو او مشرانو سلا مشورو ته ضرورت لري.

مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته په سفر کې له علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی حکومت خپلې چارې د ولس په مشورو مخته وړي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه له‌منځه وړي.

هغه ویلي، نړۍ پوهېږي، چې د طالبانو حکومت د افغانانو ښه استازولي کولای شي.

نورالله نوري:دا یوازې د طالب نظام نه دی

د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر نورالله نوري ویلي، چې دا نظام یوازې د طالب نه؛ بلکې د ټولو افغانانو دی.

هغه ویلي، افغانان اصلي« فاتحین» دي او دوی ته یې میدان ګټلی.

نوموړي یو وار بیا د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کړی؛ خو ویلي یې دي، چې په افغانستان کې تل فکري اختلافونو انقلابونه راوستي دي.

د یادونې ده، چې نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل کې د نظام د ثبات او د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره ناسته رابللې وه، چې نورالله نوري هم په کې خبرې وکړې.

د امریکا سنا؛اسکاټ بسنټ ددغه هېواد د خزانې وزیر په توګه ومانه

0

د امریکا سنا مجلس اسکاټ بسنټ د دغه هېواد د خزانې وزیر په توګه ومانه.

هغه تېره ورځ ۶۸ موافقې او ۲۹ مخالفې رایې تر لاسه کړې.

نوموړی د امریکا د پخواني ولسمشر بایډن له منتقدینو څخه شمېرل کېده، چې ویل یې د امریکا لګښتونه هم له کنټرول وتلي دي.

یاد وزیر دغه راز د امریکا د اضافي لګښتونو پر کنټرول هم ټینګار کوو.