یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستانیونیسف:په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه کوچني ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ...

یونیسف:په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه کوچني ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د خوړو او تغذیې د ناامنۍ له شاخصونو سره په ګډه ارزول شوی، څو د ماشومانو د تغذیې د ستونزې بشپړ انځور وړاندې شي.

د «ډېر لږ، ډېر ناوخته؛ په افغانستان کې د کوچنیو ماشومانو د خوړو کړکېچ» تر سرلیک لاندې راپور کې راغلي، چې افغانستان د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ د پراخېدو له یوه جدي او اندېښمن پړاو سره مخ دی.

د راپور له مخې، د خوړو کمښت، اقتصادي ستونزې، د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو محدود لاسرسی او د بشري مرستو کمېدل هغه مهم عوامل دي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو لامل شوي دي.

یونیسف ټینګار کړی چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو بشري مرستو، اغېزمنو تغذیوي پروګرامونو او دوامدار نړیوال ملاتړ ته جدي اړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here