یکشنبه, جولای 12, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:لیندسي ګراهام به د امریکا په تاریخ کې د درناوي وړ...

زلمی خلیلزاد:لیندسي ګراهام به د امریکا په تاریخ کې د درناوي وړ ځای ولري

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د سناتور لیندسي ګراهام په اړه ویلي، هغه به تل د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د جان مک‌کېن او جو لیبرمن ترڅنګ د هغو درېیو اغېزناکو سیاستوالو په ډله کې یادېږي چې د امریکا د نړیوال مشرۍ کلک ملاتړ یې کاوه.

خلیلزاد ویلي، دغه درې واړه ګډ ځواک و او د امریکا د یووالي، د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو او ملي ګټو استازیتوب یې کاوه.

هغه زیاته کړې چې په عراق او افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال یې د دغو سناتورانو له نږدې لیدنې او سفرونه تجربه کړي او د هغوی فعالیتونه یې له نږدې لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد په خپل پیغام کې لیندسي ګراهام ته په خطاب کې ویلي: «لینډسي، تا امریکا ته په عزت او امتیاز خدمت وکړ. ته، سناتور جان مک‌کېن او سناتور جو لیبرمن به د امریکا په تاریخ کې تل د درناوي وړ ځای ولرئ.‌روح دې ښاد وي، زما ملګريه.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here