چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 648

ملګري ملتونه:تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې بېلابېلو بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي

ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي، چې په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د بېلابېلو بریدونو له کبله د ۱۴ غیر نظامیانو په شمول ۱۸ تنه وژل وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان دي.

ملګري ملتونه زیاتوي، چې په ټپیانو کې ۶۱ یې ملکیان دي.

دا بریدونه د داعش او مقاومت په نوم جبهې له لوري شوي دي، چې ماشومان هم په کې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزه؛اسراییلو فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې د غزې شمال ته ورشي

0

غزه کې تر اوربند او تازه د درې اسراییلي بندیانو له خلاصون وروسته، اسرائیل فلسطینیانو ته اجازه ورکړه، چې د غزې شمال ته ورشي.

ټولنیزو رسنیو کې لیدل کیږي چې زرګونه کورنۍ د غزې شمال ته روانې دي.

یو شمېر فلسطینیانو بیا رسنیو ته ویلي چې خپلو کورونو ته د بېرته ور ستنېدو هیله لري.

کریم خرم د طالبانو حکومت ته:چې فرصت درنه تېر شو، بیا اصلاحات هم بې معنی دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وايي، چې نظامونه تر یوې ټاکلې مودې پورې د اصلاحاتو لپاره وخت لري؛ خو که دا فرصت یې له لاسه ورکړ؛ نو بیا اصلاحات بې ګټې دي.

هغه د طالبانو حکومت ته په کنایوي ډول ویلي، وړاندې تر دې چې ناوخته شي؛ پیاوړي نظامونه خپل ځانونه اصلاح کوي.

نوموړي زیاته کړې، کله چې د ولس باور پای ته ورسیږي؛ نو بیا اصلاحات هم کومه پایله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت له سختو نیوکو سره مخ دی.

برېټانیا؛د هغو افغان کډوالو قضیې رد کړې چې په پاکستان کې مېشت دي

د برېټانیا دولت وايي، د هغو افغان کډوالو قضیې نه مني، چې اوس مهال په پاکستان کې ایسار دي.

ډیلي ټېلګراف ویلي، د امریکا له لوري د دوی د غوښتنو له نه منلو وروسته، دا کډوال برېټانیا ته د تګ لپاره هیله من شوي وو؛ خو د دغه هېواد د دوی قضیې رد کړې دي.

د ټرمپ حکومت د ۱۶۶۰ هغو افغان کډوالو پروزاونه لغوه کړل، چې امریکا ته د تګ لپاره په نورو هېوادونو کې مېشت وو.

بل لورته بیا پاکستان کې یاد کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا؛عظمت الله عمرزی د ۲۰۴۲ کال غوره الرونډر لوبغاړی اعلان کړ

0

د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال غوره الرونډر لوبغاړی اعلان کړ.

هغه ته په ان لاین بڼه رایه اچونه کېدله.

عظمت عمرزی د افغان لوبډلې له منځه د یوازیني لوبغاړي په توګه دغې سیالۍ ته نوماند وو.

۲۴ کلن عمرزي په ۲۰۲۴ کال کې له رحمن الله ګربز وروسته دویم ډېر منډه جوړونکی او له الله محمد غضنفر وروسته دویم افغان لوبغاړی دی چې تر ټولو ډېرې وېکټې یې اخیستې دي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت؛په تحصیلي بورسونو کې د نجونو د ونډې په اړه له پاکستان سره د شوې هوکړې ادعا رد کړه

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له پاکستان سره د هوکړې په اړه هغه راپورونه رد کړل چې افغان ښځینه محصلینو ته یې د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه کړې وه.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت ټینګار کوي چې دا خبر حقیقت نه لري او تر اوسه افغان ښځینه محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په اړه د پاکستان په ګډون له کوم هېواد سره هوکړه نه ده شوې.

یاد وزارت په دې برخه کې د طالبانو حکومت د همغږۍ خبره بې اساسه او تبلیغاتي بللې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې د ۵۰۰۰ نجونو په ګډون څه باندې ۲۰ زره کسانو د پاکستان د بورسونو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

کریستي نوم؛د امریکا د کورني امنیت وزیره وټاکل شوه

0

د امریکا سنا کریستي نوم د دغه هېواد د کورني امنیت د وزیرې په توګه ومنله.

هغې له سنا څخه ۵۹ موافقې او ۳۴ مخالفې رایې تر لاسه کړې وې.

۵۳ کلن نوم تر دې وړاندې د کډوالو او امریکا د پولو په اړه د ټرمپ د دریځ ملاتړې وه او تمه کېږي، چې نوموړې به د امریکا د پولو امنیت خوندیتوب ته خپل پام زیات کړي.

کریستي نوم د ټرمپ له وفادارو ملګرو څخه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:له یو شمېر سوداګرو سره د ټک‌ټاک کمپنۍ د اخیستو په اړه خبرې کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې اوس مهال له یو شمېر سوداګرو سره د ټک ټاک کمپنۍ د اخیستو په اړه خبرې کوي او په راتلونکې یوه میاشت کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاتوي، په دې اړه یې له زیاتو پانګوالو سره خبرې کړې او لېوالتیا هم ورته زیاته ده.

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې د ټرمپ حکومت د ټک ټاک کمپنۍ اخیستلو په اړه غور کوي.

امرالله صالح:د طالبانو هر څه د ډونالډ ټرمپ له شفقت سره تړلي

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، چې د طالبانو هر څه د ټرمپ له امضا، رحم او شفقت سره تړلي.

ښاغلي صالح پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پر طالبانو د ټرمپ د مرستو له بندېدو سره سم، د دولتي کارکوونکو معاشونه هم وځنډول شول.

د صالح په خبره، دولتي کارکونکي راتلونکو درې میاشتو پورې له معاش څخه بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس وخت کې د طالبانو حکومت خپلو کارکونکو ته ویلي چې تر نامعلوم وخت پورې د معاشونو غوښتنه ونه کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال؛د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې د افغانانو پروازونه یې وځنډول

‏د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي وېنس د ډونالډ ټرمپ د هغه پرېکړې ملاتړ کړی چې د افغان کډوالو د لېږد پروګرام یې وځنډوه.

جي‌ډي وېنس له CBS شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ځینو کډوالو دوسیې امریکا ته تر راننوتلو مخکې په سمه توګه نه دي ارزول شوي.

هغه ویلي، چې د کډوالو د دوسیو نه ارزولو او امریکا ته د ننوتلو موضوع د دوی جدي اندېښنې را ولاړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې زه نه غواړم چې زما ماشومان په داسې سیمه کې ژوند وکړي چې خلک یې پرته له لازمې ارزونې موجود وي او په وینا یې څرنګه چې دا وضعیت زه د خپلو ماشومانو لپاره نه غواړم، د نورو امریکايي وګړو لپاره هم د منلو نه ده.

د یادونې ده چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو وروسته د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو الوتنې یې وځنډولې.