دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 631

بیل ګیټس:له خپلې شتمنۍ څخه مې زیاته خیریه بنسټونو ته ورکړې او لا هم دا کار کوم

0

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بیل ګیټس وایي، چې هغه د خپلې ۱۰۰ میلیارد ډالرو شتمنۍ څخه ډېره شتمني خیریه بنسټونو ته ورکړې، چې په کې د ناروغیو سره مبارزه او د غربت کمول شامل دي.

بیل ګیټس ویلي، چې هغه لاهم ډیره شتمني لري او پلان لري چې په راتلونکي کې د خپلې شتمنۍ ډیره برخه خیریه کارونو ته ورکړي.

هغه دا هم ویلي، چې له دې خیریه کارونو سره به يې اولادونه په راتلونکي کې بېوزله نه وي او ښه ژوند به ولري.

بیل ګیټس له بي بي سي سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د خیرات روحیه او د ټولنیز مسؤلیت احساس د ماشومتوب څخه په هغه کې جوړ شوی و.

کارولین لیویت:ډونالډ ترمپ غزې ته د پوځي ځواکونو د لېږلو پرېکړه نه ده کړې

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت د غزې د نېولو او بیارغونې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ څرګندونې عادي وبللې او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر غزې ته د پوځي ځواکونو د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

لیویت ویلي، چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه غزې ته د ځمکنیو ځواکونو د استولو ژمنه نه ده کړې.

لیویت همدا راز ټرمپ په نړۍ کې تر ټولو ښه مذاکره کوونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې له لسیزو راهیسې ورته خلکو د دې ستونزې د حل لارې چارې وړاندې کړې، خو ولسمشر ته دا خبره ډېره څرګنده ده چې امریکا باید د بیارغونې په هڅو کې برخه واخلي چې په سیمه کې د ټولو خلکو لپاره ثبات تامین شي.

انتونیو ګوترېش:د غزې د هواري په لټه کې دا کړکېچ باید نور هم زیات نه کړو

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، د غزې د کړکېچ د هواري په لټه کې باید دغه کړکېچ نور هم زیات نه کړو.

ښاغلي ګوتریش په خپله ایکس‌پاڼه د نړیوالو قوانینو په رعایت ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې د هر ډول توکمیز چلند مخه باید ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې ویلي، چې د غزې اوسیدونکي به نورو سیمو ته انتقال کړي او دا سیمه به ونیسي.

د اسلامي همکاریو سازمان؛د غزې د نېولو او د فلسطینیانو د بېځایه کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې وغندلې

0

د اسلامي همکاریو سازمان د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د نیولو او هلته د خلکو د بېځایه کولو څرګندونې له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان غزه کې د اوربند د ټینګښت، د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د فلسطین د خلکو پر ضد د اسراییل د ټولو جنایتونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر؛احمد الشرع ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سوریې انتقالي د حکومت مشر احمد الشرع ته بلنه ورکړې چې فرانسې ته راشي.

العربیه راپور ورکړی چې مکرون له احمد الشرع سره تلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې فرانسې ته سفر وکړي.

مکرون دغه راز ویلي، چې هغه د سوریې پر وړاندې د لویدیځ لخوا د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کار کوي.

که څه هم په سوریه کې د الشرع له واک ته رسیدو یوازې څو میاشتې تیریږي، خو له یو شمیر هیوادونو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړي او هڅه کوي چې دغه هیواد له نړیوالې انزوا څخه وباسي.

ترکیه؛آنقره کې د افغانستان سفارت کوربه هیواد ته سپارل کیږي

د ترکېې په انقرې کې یو شمیر ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې پدې هیواد کې د افغانستان سفارت سبا کوربه هیواد ته په رسمي ډول سپارل کیږي.

یوې باخبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه سفارت کې افغان دیپلوماتانو د طالبانو استازو ته د سفارت له تسلیمولو ډډه کړې ده.

د دې سرچینې په وینا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په درېیمه نېټه دغه سفارت ته یو لیک استولی او له هغه یې د بندولو غوښتنه کړې ده.

طالب استخباراتو ته نږدې المرصاد:د داعش یو شمیر غړي وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي

د طالبانو استخباراتو ریاست اړوند المرصاد ادعا کړې چې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې یې د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې یا داعش په پټنځایونو عملیات کړي، چې یو شمیر داعشیان یې وژلي او یو شمیر نور یې ژوندي نیولي.

المرصاد لیکلي چې دغه عملیات، په تخار، کندز، بغلان او سمنګان ولایتونو کې ترسره شوي.

طالبانو ویلي پدې عملیاتو کې د داعش څخه یو شمیر وسلې مو هم ترلاسه کړي دي.

سارا ادم د طالبانو حکومت ته په اشارې؛بي‌بي‌سي د تروریستانو ملاتړې رسنۍ ده

د سي آی ای پخوانۍ مامورې سارا ادم طالبانو ته په اشارې BBC اوNYT رسنۍ د تروریستانو پر ملاتړ تورنې کړې دي.

سارا ادم پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې NYT او BBC دواړه له USAID تمویلېدې او اوس چې دا اداره وتړل شوه؛ نو د دوی تمویل هم بند شو.

نوموړې زیاتوي، په ښکاره ډول د یوې تمویل سرچینې بندول بسنه نه کوي او پکار ده، چې د امریکا له حکومت د تروریزم ټول خواخوږي لرې شي.

عقاب حنفي:له موږ پرته څوک د طالبانو حکومت باندې د نېوکې حق نه لري

د طالبانو حکومت د عوایدو پخوانی رییس عقاب حنفي وایي، له دوی پرته بل څوک پر اوسني نظام د نیوکې حق نه لري.

نوموړي ویلي، چې طالب مجاهدین له درده اصلاحي نیوکې کوي؛ خو دوښمنان بیا عقدوي چلند کوي.

هغه نیوکه یوازې د طالبانو مسلم حق بللی.

نوموړی زیاتوي چې نظام د دوی دی، دوی یې د بدې ورځې ملګري دي او هیڅکله به یې بل چاته پرې نه ږدي.

حبیب الرحمن حکمتیار:موږ په نړۍ کې بې سواده او اړمن هېواد یوو؛ خو بیا هم طالبانو په ویاړ او حماقت سره ښوونځي تړلي

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار وایي، طالبانو د هېواد نیمایي نفوس یې په زوره په کور کېنولی او له زده کړو یې بې برخې کړی دی.

نوموړی زیاتوي، مونږ په نړۍ کې بې سواده او اړمن هېواد یوو؛ خو بیا هم طالبانو په ویاړ او حماقت سره ښوونځي تړلي.

نوموړي زیاته کړې، چې خدای تعالی بری هغوی ته ورکوي، چې ډېر زیار باسي.