دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 630

ترکیه کې؛د افغانستان سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو

په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د ترکیې پر حکومت د طالبانو د فشار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پرېکړې وروسته د جمهوري ریاست د دورې ټولو ډیپلوماټانو خپل ماموریتونه پای ته رسولي دي.

دغه سفارت ویلي چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه مشروع حکومت د نه شتون په صورت کې دغه سفارت د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

د یادونې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ په درېیمه نېټه دغه سفارت ته یو لیک استولی او له دوی یې د بندولو غوښتنه کړې وه.

کندهار؛د یو سپین ږیري سړي سوځېدلی جسد موندل شوی

هېواد کې د مرموزو وژنو د پېښو له زیاتوالي سره تازه کندهار کې د یو سپبن ږیري کس سوځېدلی جسد موندل شوی.

د کندهار ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسولین وایي، چې د پنجوابې ولسوالۍ اړوند سیمه خیبر غره کې یې د یو سپین ږیري جسد پیدا کړی چې اور ورته اچول شوی او سوځولی یې دی.

د سوځېدلي جسد د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه ددې پېښې علت هم نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو د مخابراتو وزارت:زمونږ د ګڼو ادارو ویب سايټونه هیک شوي

د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تایید کړه چې د دوی د حکومت د ځینو ادارو ویبسایټونه هک او افشا شوي دي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په رسنیو کې د ویبسایټونو د هک کولو موضوع رېښتیا ده.

یاد وزارت زیاته کړې، چې ډېری له دې هیک شوو ویبسایټونو یې هغه وو چې کوم خاص سیستم مو ورته نه درلود.

د مخابراتو وزارت دغه راز ویلي، چې داخلي او مرکزي ډیټابیسونه مو خوندي دي او د هیک کېدو اوازې یې دروغ دي.

هند؛د هوایي ځواک یوه جنګي الوتکه رانسکوره شوې

0

د هند د هوايي ځواک یوه جنګي الوتکه را غورځېدلې.

راپورونه وایي، چې د هند په مدهیا پردیش ایالت کې د هند د هوايي ځواک یوه ۲۰۰۰ ډوله جنګي الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال نسکوره شوې.

راپورونو کې ویل شوي، چې د الوتکې دواړه پیلوټان ​​یې ژوندي پاتې شوي.

تر اوسه ددغې الوتکې د نسکورېدو علت نه دی معلوم.

مصر؛د قرانکریم په نړیواله سیالۍ کې یو افغان دویم مقام ګټلی

د قران کریم د تلاوت او حفظ په نړیواله سیالۍ کې چې د ۳۳ هېوادونو د تکړه قاریانو په ګډون په مصر کې ترسره شوه، له افغانستان څخه قاري سید راشد کاظمي د قرآن کریم د تلاوت په برخه کې د دویم مقام په ګټلو بریالی شو.

دغه سیالۍ د مصر د لومړي وزیر او د بورسعید ښار د والي په مدیریت ترسره شوه.

دغې سیالۍ ته د اسلامی نړۍ د مشهورو دیني او علمي شخصیتونو په ډله کې د مصر د مفتي اعظم، د حج او اوقافو وزیر، پوهانو، د قرآن کریم استادانو او سترو نړیوالو قاریانو ګډون کړی وو.

حمدالله فطرت:د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تاجکستان کې د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو د ناستې په تړاو ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې دوام لري.

نوموړي د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت سره همکاري وکړي.

فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت د نړۍ له هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

د یادونې ده چې تاجکستان پرون چهارشنبه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو د شپږمې غونډې کوربه و.

د امریکا دفاع وزیر:اوس مهال غزې ته د امریکایي پوځیانو لېږل له امکان لرې خبره ده

0

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسيټ ویلي، چې غزې ته د امریکایي پوځیانو د لېږلو په اړه خبرې ډېر وخت نیسي.

نوموړي ویلي چې اوس مهال غزې تړانګې ته د امریکايي پوځیانو لېږل له امکان څخه ډېره لیرې خبره ده.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د غزې په اړه د خپلو اقداماتو لپاره پر ټولو ممکنه لارو چارو غور کوي او تر اوسه یې کومه مشخصه پریکړه نه ده اعلان کړې.

د هکرانو لخوا افشا شوي سندونه؛شیخ هبت الله امر کړی چې زما له اجازې پرته دې بهرنیو هیوادونو ته څوک د زده کړو لپاره نه پریښودل کېږي

د طالبانو حکومت د ډیټابیس د اسنادو له مخې چې د هکرانو یوې ډلې افشا کړي، د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده دولتي څانګو ته امر کړی چې د ده له اجازې پرته دې څوک بهر ته د زده کړو لپاره نه استوي.

شیخ هبت‌الله دغه فرمان د روان کال د چنګاښ په ۱۶ مه صادر کړی.

د دې مکتوب په یوه کاپي کې چې د طالبانو د عامه چارو وزارت ته استول شوی، شیخ هبت الله له طالبانو غوښتي چې: «ستاسو په استازیتوب که څوک بهر ته د زده کړو، ظرفیت لوړونې، سیمینارونو او یا نورو زده کړو لپاره لیږل کېږي، د هغوی بشپړ معلومات د کورنیو چارو وزارت له لارې موږ ته ولېږئ او زموږ له منظورۍ وروسته به یې په اړه اقدام وشي.»

خیبر پښتونخوا؛ټي‌ټي‌پي ډلې دوه پاکستاني پولیس وژلي

0

په خیبر پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي ډلې دوه پاکستاني پولیس وژلي.

د خیبر پښتونخوا په داود شاه تحصیل سیمه کې تېره شپه وسله والو پر یوه چیک پواینټ برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالب لیکس په نوم؛د هیکرانو یوې ډلې د طالبانو حکومت د ۲۱ ویبسایټونو معلومات رسنیز کړې

د طالب لیکس په نوم د هکرانو یوې ډلې د طالبانو حکومت ۲۱ اداري ویبسایټونه هک کړي او معلومات یې ټولنیزو رسنیو کې نشر کړي دي.

د یادو معلوماتو له مخې، د رسمي داخلي او خارجي بندیانو شمیر هم په ډاګه شوی.

معلوماتو کې ویل شوي، چې دا مهال د طالبانو حکومت سره په بند خونو کې ۱۸۸۷۵ تنه بندیان دي؛ چې نشر شوي معلومات د ۱۴۳۷ بندیانو د رازونو افشاګري ښایي.

د دې بندیانو له ډلې ۱۳۷۴ افغانې ښځې چې په بیلابیلو سیاسي قضیو کې تورنې شوي طالبانو له ځانه سره په بندخونو کې ساتلي.

همدا رنګه له دې مجموعې ۶۳ تنه بهرنیان هم په بندیانو کې شتون لري چې شپږ پکې ښځې او نور یې نارینه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.