جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 615

کندهار؛د ۵۰ کلنو څخه د زیات عمر سپین‌ږیري ته جبري نکاح شوې نجلۍ ځان وژنه وکړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په کندهار ولایت کې یوې ځوانۍ نجلۍ له جبري نکاح وروسته ځان وژنه کړې ده.

د کندهار ولایت څخه په راغلو معلوماتو کې ویل شوي چې دغه نجلۍ د خپلې کورنۍ لخوا په جبري ډول د یو سین‌ږیري سره نکاح شوې چې یادې نجلۍ د زهرو په خوړلو سره ځان وژلی دی.

سرچینې زیاته کړې، یاده نجلۍ تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ مرکز کې د ۵۰ کلونو څخه د زیات عمر سړي ته واده شوې وه، چې د زهرو په خوړلو یې د دغه ښار په میرویس روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو حکومت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

شاون وان ډایور: د امریکا د له بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک دفتر د تړلو پریکړه نه ده کړې

‏وروسته له دې چې وړمه ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکا ته پر شرایطو برابرو کسانو د لېږد دفتر ته امر شوی چې د اپریل تر میاشتې تړل کېدو ته چمتوالی ونیسي، تازه د افغان ایواک مشر شاون وان ډایور ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دفتر د دایمي تړلو پریکړه نه ده کړې.

شاون وان ډایور په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د افغان ایواک د دفتر تړلو پر طرحه غور کوي چې د امریکا دغه څاروونکی دفتر وتړي او که پرېږدي.

هغه ویلي چې په رسنیو کې د دغه دفتر د تړل کېدو اوازې ناسمې دي، خو که موږ ته له وزارت کومه پریکړه منظور شوه معلومات به شریک کړو.

هېره دې نه وي، که د ټرمپ د کابینې دا پریکړه لیک تصویب او پلی شو شا او خوا ۲۰۰ زره پر شرایطو برابر افغان کډوال امریکا ته له تلو پاتې کېږي.

علي خامنه‌یي:د غزې نیول د امریکا احمقانه پلان دی، له اسرایل دې عبرت واخلي!

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د ډونالډ ټرمپ او د هغه کابینې ته په اشاره ویلي، د غزې د نیولو په تړاو یې پلان احمقانه رنګ لري.

د ایراني رسنۍ “ایرنا” خبري اژانس د یو راپور له مخې علي خامنه‌یي وړمه ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد عمومي منشي سره په کتنه کې ویلي چې د اسرایل او د هغوي د ملاتړو په مقابل کې مو روحیه نه هېرېدونکي ده، او د امریکا لخوا پر غزې د مجموعي تسلط فکر یې یو احمقانه او بې شعوره فکر دی.

د دغه اژانس له قوله خامنه‌یي په خپلو خبرو کې اسرایل شکسته منونکی هیواد یاد کړی او ویلي یې دي هغه چا چې په کُلي شکل د مقاومت د له منځه وړلو ادعا کوله نن د هغوی په خوله هماغې وړې ډلې ته احتیاج دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ تر واکمنېدو راوروسته یاد ولسمشر پر ایران د بندیزونو سخته پالیسي پرلاره اچولې ده.

احمد مسعود:د طالبانو حکومت د پرځېدو لپاره باید ټرمپ ته په تمه نشو

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وایي، د ټرمپ په راتګ سره د افغانستان په اړه د امریکا سیاست او د افغانستان ازادي خیالي او یو بې ځایه تحلیل دی.

احمد مسعود ویلي، د طالبانو حکومت د سقوط لپاره باید ټرمپ او د دوی داخلي اختلافاتو ته منتظر نه شو.

هغه د ویانا ناسته کې ویلي، چې د امریکا مرستو له بندېدو وروسته له نظامي اړخه طالبان ضعیف شوي دي.

بلوچستان؛نامعلومه وسله والو په برخان سیمه کې ۷ تنه پنجابیان وژلي.

0

بلوچستان کې نامعلومه وسله والو د یو مسافر وړونکي موټربس څخه ۷ تنه د پنجاب ایالت اوسېدونکي راښکته کړي او په ډزو یې وژلي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان په برخان سیمه کې دغه موټربس چې ۴۵ تنه پکې سپاره وو، د کوټې ښار څخه د فیصل اباد سیمې ته پر لار و، د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغلی او اووه تنه پنجابیان یې په زور کیباسلي او وژلي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې وسله وال مخ پوښلي وو او شمیر یې په عیني حالت کې ۱۲ تنه و.

د دغې برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

اسحق ډار: باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ اړتیا ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، سوله‌ییز افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره اړتیا ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، سره له دې، چې افغانستان څخه په امنیتي برخه کې وېره شته؛ خو بیا هم ورسره دوی تعامل ته دوام ورکوي.

هغه ویلي، هېواد یې افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ته ویلي وو، چې افغانستان سره مرستې ته دوام ورکوي.

نړیوال بانک:غزه د بیارغونې لپاره له ۵۰ میلیارده زیاتو ډالرو ته اړتیا لري

0

یوه ارزونه ښیي چې د غزې د بیا رغونې لپاره له ۵۰ میلیاردو ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا ده.

دا ارزونه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړۍوال بانک له لوري په ګډه شوې ده.

ارزونه کې راغلي، د فلسطین په غزې سیمه کې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې بیا رغونه شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

د ارزونې له مخې دغه بیارغونه ۱۰ کلونه وخت ونیسي.

روانه اوونۍ؛د غزې اوربند دویم پړاو خبرې پیلیږي

0

رویټرز راپور ورکړی، روانه اوونۍ به د حماس غورځنګ او اسرائیل ترمنځ د اوربند په دویم پړاو خبرې اترې په مستقیم ډول پیل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، حماس به د دغو خبرو پر مهال یو شمېر نور اسرائیلي بندیان هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل څو ځله اوسنی اوربند هم نقض کړی او د غزې په یو شمېر سیمو یې بریدونه کړي دي.

یونسیف:۳.۵ میلیونه افغان ماشومانو سره مو د ښوونیزو توکو مرسته کړې

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویلي، چې تېر کال یې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومانو سره د ښوونیزو توکو مرسته کړې.

یونسیف ویلي، په دغو توکو کې قلمونه، کتابچې، بکسې او یو شمېر نور توکي شامل دي.

یونسیف دا مرسته داسې مهال کوي، چې هېواد کې له څه باندې درې کالو راهیسې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.

سپینې ماڼۍ؛د هغه دفتر د تړلو امر کړی، چې د افغانانو د بیامېشتېدو څارنه کوي

سپینې ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو و زارت د هغه دفتر د تړلو امر کړی، چې د افغانان د بیا مېشتېدو نظارت کوي.

سره له دې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو رویټرز ویلي، دغه دفتر ته ویل شوي، چې تر اپریل میاشتې پورې د تړل کېدو پلان چمتو کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې که دا دفتر وتړل شي؛ نو امریکا ته به د نږدې ۲۰۰ زرو هغو کسانو د ورتګ قضیې وتړل شي، چې له تېرو درې کالو راهیسې تګ ته په تمه دي.