پنجشنبه, جولای 9, 2026
Home Blog Page 61

د امریکا د کانګرس غړی:له ایران سره د واشنګټن تفاهم له مخکې نه د ماتېدو په حال کې دی

د امریکا د کانګرس دیموکرات غړي جاني اولشوسکي ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تفاهم له مخکې نه د سقوط په حالت کې دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، نوموړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران پر وړاندې د جګړې د مدیریت په اړه سختې نیوکې کړې او هغه یې د جګړې انتخاب بللی دی.

اولشوسکي ویلي چې دغه جګړه یوه فاجعه ده او د امریکا اوسنی سیاست یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د يادونې وړ ده چې امریکا او ایران څو ورځې وړاندې د پاکستان په منځګړیتوب د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یو تفاهم لاسلیک کړی و؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي او ټاکل شوې چې نن په سویس کې نوي مذاکرات پیل شي.

ډونالډ ټرمپ:له هرمز تنګي د تېرېدو لپاره به تعرفه نه اخیستل کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د ۶۰ ورځني لنډمهاله اوربند پر مهال یا وروسته به د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو لپاره هېڅ ډول تعرفه یا ټکس نه اخيستل کېږي.

هغه زیاته کړې چې که د سولې خبرې ناکامې شي، نو امریکا کولی شي په راتلونکي کې د اړتیا پر مهال بیا تعرفه ولګوي.

د یادونې ده چې هرمز تنګی د نړۍ د تیلو د انتقال یو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، او د دې لارې په اړه هر ډول سیاسي پرېکړې د نړیوالو انرژۍ بازارونو ته مستقیم اغېز رسوي.

هیئت‌های ایران و آمریکا برای گفت‌وگوهای فنی وارد سوئیس شدند

هیئت ایرانی به سرپرستی محمدباقر قالیباف برای شرکت در گفت‌وگوهای فنی با آمریکا وارد سوئیس شد. در این سفر عباس عراقچی نیز قالیباف را همراهی می‌کند.

همزمان، جی‌دی ونس در راه سوئیس است تا به استیو ویتکاف و جرد کوشنر بپیوندد.

ونس اعلام کرده که برنامه هسته‌ای ایران و آتش‌بس در لبنان، دو محور اصلی این مذاکرات خواهند بود.

بر اساس گزارش‌ها، شهباز شریف و عاصم منیر نیز در این نشست حضور خواهند داشت.

مقام‌های سوئیسی گفته‌اند که این گفت‌وگوها در اقامتگاه بورگن‌اشتوک و در چارچوب اجرای یادداشت تفاهم میان تهران و واشنگتن برگزار می‌شود؛ نشستی که در شرایط حساس منطقه‌ای و در بحبوحه تحولات لبنان و پرونده هسته‌ای ایران از اهمیت ویژه‌ای برخوردار است.

صداوسیما از پیگیری قانونی اظهارات نبویان درباره مکاتبات محرمانه خبر داد

سازمان صداوسیمای جمهوری اسلامی ایران اعلام کرد که اظهارات اخیر محمود نبویان در یک برنامه زنده تلویزیونی درباره بخشی از مکاتبات محرمانه منتسب به مجتبی خامنه‌ای و بازخوانی محتوای آن در ارتباط با مذاکرات ایران و آمریکا، تحت پیگیری قانونی قرار گرفته است.

بر اساس گزارش‌ها نبویان در جریان این برنامه به بخش‌هایی از اسناد و مکاتباتی اشاره کرده بود که گفته می‌شود دارای ماهیت محرمانه بوده‌اند. در پی این اظهارات صداوسیما اعلام کرده است که موضوع از مسیرهای قانونی و مراجع ذی‌صلاح مورد بررسی قرار خواهد گرفت.

تاکنون جزئیات بیشتری درباره ماهیت این پیگیری‌ها و یا واکنش رسمی نهادهای مسئول به محتوای مطرح‌شده منتشر نشده است.

هیئت بلندپایه ایرانی برای گفت‌وگوهای دیپلماتیک راهی سوئیس شد

رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که هیئت مذاکره‌کننده جمهوری اسلامی ایران به ریاست محمدباقر قالیباف و با همراهی عباس عراقچی عازم سوئیس شده است.

خبرگزاری فارس به نقل از یک منبع نزدیک به تیم مذاکره‌کننده اعلام کرده که علی باقری کنی نیز در این سفر حضور دارد.

پیش از این اسماعیل بقایی گفته بود که هدف این سفر «پیگیری اجرای تعهدات طرف مقابل» است و نباید به‌عنوان آغاز مرحله دوم مذاکرات تلقی شود.

این سفر در حالی انجام می‌شود که قرارگاه مرکزی خاتم‌الانبیا پیش‌تر اعلام کرده بود در واکنش به آنچه «عهدشکنی طرف مقابل» در حملات به جنوب لبنان خوانده شده، تنگه هرمز را مسدود کرده است.

این تحولات در شرایطی رخ می‌دهد که تنش‌های منطقه‌ای و تلاش‌های دیپلماتیک برای کاهش بحران همچنان ادامه دارد.

کابل او تاشکند؛د ګډو پانګونو پر زیاتوالي ټینګار کړی

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې خونې مشر له ازبکستاني سوداګرو او پانګه‌والو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو پانګونو د زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث کړی دی.

همداراز ټینګار شوی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړول او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.

ګډونوالو د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو د پراخېدو او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

راپورونه:د بریټانیا لومړي وزیر د واک پرېښودو ته چمتووالی نېولی

راپورونه وایي چې د بریټانیا لومړی وزیر ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړي.

د راپور له مخې، نوموړي له خپلو کابینې غړو، سلاکارانو، سوداګریزو مشرانو او د کارګر ګوند له ملاتړو سره تر سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په اوسنیو شرایطو کې د واک دوام ورته اسانه نه ښکاري.

ویل کېږي چې هغه پوهېدلی په ګوند کې د واک د ساتلو لپاره کافي ملاتړ نه لري، خو غواړي د مشرتابه د لېږد بهیر په منظم ډول ترسره شي او له ناڅاپي سیاسي بې‌ثباتۍ څخه مخنیوی وشي.

راپور همداراز زیاتوي چې پر نوموړي سیاسي فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې د هغه سیال په یوې منځ‌مهاله ټاکنه کې پارلماني څوکۍ وګټله او د کارګر ګوند دننه یې خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړ.

سي‌بي‌اېس:د سویس د سولې خبرو اترو په اجنډا کې د لبنان کړکېچ ته ځانګړې بېړنۍ ناسته ورزیاته شوه

امریکایي خبري شبکې سي‌بي‌اېس په يو راپور کې ويلي، په سویس کې د روانو مذاکراتو یوه ګډونوال ډیپلومات ویلي چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ د شخړې د ارزونې او حل لپاره یوه بېړنۍ ناسته د سولې خبرو اترو د لومړۍ ورځې پروګرام ته ورزیاته شوې ده.

دغه ډیپلومات ویلي چې تمه ده دا موضوع د امریکایي او ایراني پلاوو ترمنځ د لومړۍ رسمي غونډې پر مهال هم مطرح شي او د دواړو لورو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د راپور له مخې، د لبنان د وضعیت، د اوربند د ټینګښت او د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو په اړه اندېښنې د خبرو اترو د ګډونوالو د پام وړ موضوعات ګرځېدلې دي.

پاکستاني مشران؛د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې د پلي کېدو په اړه د خبرو لپاره سویس ته ولاړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شريف او د پوځ مشر عاصم منير د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌نامې د پلي کېدو په تړاو د مذاکراتو د ګډون لپاره د سویس بورګن‌اشتوک سیمې ته تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې تفاهم‌نامې د عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې تمه ده لومړی وزیر د مذاکراتو تر څنګ له ګډونوالو پلاوو سره هم دوه‌اړخیزې لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي.

کابل کې؛د طالبانو حکومت د یو شمېر خصوصي رسنیو امنیتي تدابیر سخت کړې دي

سرچینې وایي، په پلازمېنه کې د طالبانو حکومت د داعش بریدونو د ګواښ له امله د یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو امنیتي تدابیر سخت کړې دي.

د سرچینو په وینا، پر شمشاد او طلوع نیوز ټلوېزیونونو د داعش د بریدونو د مخنیوي او ګواښ له منځه وړلو لپاره ځانګړي امنیتي کسان ګومارل شوې دي.

له شمشاد ټلوېزیون یو شمېر سرچینو هم د نوم نه ښودلو په شرط حماسه مېډیا ته تایید کړې چې د څو ورځو لپاره د یاد ټلوېزیون لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو له تیرې یوې ورځې راهیسې امنیتي مسولین بیرته خپلو کمپونو ته تللي او د ټلوېزیون ودانۍ سره ولاړې رینجرې او پوځي موټرونه بېرته غوښتل شوې دي.

د یادو سرچینو په وینا، امنیتي ګواښ لا هم موجود دی، همکاران په وېره کې کار ته راځي او ټول د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

تراوسه د طالبانو له حکومت سرچینو او طلوع نیوز او شمشاد ټلوېزیونونو مسوولینو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هېواد کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له نورو بېلابېلو امنیتي ننګونو، د خوندیتوب ستونزو او ګڼو محدودیتونو سره هم مخ دي.