د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې خونې مشر له ازبکستاني سوداګرو او پانګهوالو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو پانګونو د زیاتوالي، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث کړی دی.
همداراز ټینګار شوی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړول او د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.
ګډونوالو د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو د پراخېدو او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

