چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 6

مايک والتز:ایران به د اټومي انرژۍ نړيوال پلټونکو ته تهران ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مايک والتز ویلي چې ایران به د اټومي انرژۍ نړیوالو پلټونکو ته اجازه ورکړي چې بېرته ایران ته ستانه شي، او دا یې د یوې پراخې پروسې لومړی ګام بللی دی.

هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا بهیر د ایران له پخواني اټومي تړون (برجام) سره پرتله کړ او ویې ویل چې د پخواني تړون له مخې ایران پر پلټنو ډېر کنټرول درلود.

والټز ویلي:«د اوباما د دورې له ایران سره د تړون بله ستونزه دا وه چې ایران کولای شول وټاکي چې پلټونکي کومو ځایونو ته ولاړ شي.»

د امریکا سفیر په ملګرو ملتونو کې څرګنده کړې چې ډاډ لري پلټنې به هر وخت او هر ځای ترسره شي.

هغه ټینګار کړی چې دا تفاهم‌لیک لا هم یوازې یو چوکاټ دی او وروستۍ هوکړه نه ده.

والټز ویلي:«دا یو ۱۴ مادو لرونکی تفاهم‌لیک دی. د هغه جزئیات—که د هغو ځایونو په اړه وي چې پلټونکي ورته تللی شي، د تګ وخت او شرایط وي، یا دا چې کنګل شوې شتمنۍ به څنګه کنټرولېږي—همدا اوس د خبرو اترو په حال کې دي.»

هغه زیاته کړې:«د دغو جزئیاتو ډېره برخه به په تخنیکي مذاکراتو کې حل او فصل شي.»

د ایران او امریکا؛د مذاکراتو له پیل سره د نفتو بیې نږدې درې سلنه راټیټې شوې

د انرژۍ یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له پیل او د هیله بښونکي پرمختګ له اعلان وروسته د نفتو نړیوالې بیې نږدې درې سلنه کمې شوې دي.

د راپور له مخې، د برېنټ نفتو بیه هر بېرل ۷۷.۹۰ ډالرو او د امریکا د نفتو بیه ۷۴.۸۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

راپور وايي چې د ایران پر نفتو د محدودیتونو له لنډمهالي نرمېدو او د صادراتو له بیا پیل سره شاوخوا شپږ میلیونه بېرله نفت بازار ته داخل شوي دي.

همداراز، د امریکا او ایران د مذاکراتو له پرمختګ سره د هرمز تنګي له لارې د نفتو د ټانکرونو تګ راتګ زیات شوی او متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق هم د نفتو عرضه لوړه کړې ده.

له غزني تر فضا؛د عبدالاحد مومند د ژوند سفر پای ته ورسېد

د افغانستان لومړنی ستورمزلی او د هېواد د فضايي تاریخ مخکښ شخصیت، عبدالاحد مومند، د ۶۷ کلونو په عمر د جرمني په شتوتګارډ ښار کې ومړ.

د هغه د کورنۍ د معلوماتو له مخې، نوموړی له څه مودې راهیسې د سرطان ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې و او د یکشنبې په ورځ یې ساه ورکړه.

د ژوند پیل او زده کړې

عبدالاحد مومند په ۱۹۵۹ کال کې د غزني ولایت د سردې په کلي کې وزېږېد.

لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي، وروسته د غزني په سلطان شهاب‌الدین ښوونځي او بیا د کابل په حبیبیې لېسه کې ترسره کړې.

له هغې وروسته یې د کابل پولي تخنیک انسټیټیوټ کې زده کړې پیل کړې، خو د پیلوټۍ د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ.

هغه د هوايي چلونې په برخه کې درې کلنې زده کړې بشپړې کړې او هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۴ کلونو ترمنځ د بګرام په هوايي اډه کې د پوځي پیلوټ په توګه دنده ترسره کړه.

وروسته د لوړو زده کړو لپاره د اوکراین د کییف هوايي انجینرۍ پوهنتون ته واستول شو.

فضا ته د سفر تاریخي بریا

مومند د شوروي فضايي پروګرام له سختو ازموینو بریالی راووت او د فضايي سفر لپاره غوره شو.

نوموړي د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه د «میر» فضايي مرکز پر لور خپل تاریخي سفر پیل کړ او د سپتمبر په اوومه بېرته ځمکې ته راستون شو.

هغه نږدې ۹ ورځې په فضا کې تېرې کړې او د ستورو فزیک، طب او بیولوژۍ اړوند څېړنیزو تجربو کې یې برخه واخیسته.

همدارنګه یې له فضا څخه د افغانستان انځورونه واخیستل او علمي معلومات یې راټول کړل.

قرآن کریم او پښتو ژبه په فضا کې

عبدالاحد مومند لومړنی مسلمان ستورمزلی و چې فضا ته یې له ځان سره قرآن کریم یووړ او هلته یې تلاوت وکړ.

د هغه بل تاریخي ویاړ دا و چې له فضايي مرکز څخه یې خپلې مور سره په پښتو ژبه ټیلیفوني اړیکه ونیوله.

د همدې خبرو له امله پښتو د نړۍ څلورمه ژبه وګرځېده چې په فضا کې ویل شوې وه.

له هېواده کډوالي

مومند د ۱۹۹۲ کال د کورنیو جګړو پر مهال له افغانستانه ووت او له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډوال شو.

نوموړي هلته د شتوتګارډ پوهنتون د فضايي څېړنو په انسټیټیوټ او ځینو خصوصي شرکتونو کې هم کار کړی و.

د افغانانو لپاره یو تلپاتې ویاړ

عبدالاحد مومند د افغانستان د علمي او فضايي تاریخ یو روښانه نوم و.

هغه د داسې نسل استازی و چې د جګړو او ستونزو ترمنځ یې نړیوالو علمي ډګرونو ته لاره وموندله او د افغانستان نوم یې فضا ته ورساوه.

د هغه مړینه نه یوازې د کورنۍ لپاره، بلکې د افغانستان د علمي او اکاډمیکې ټولنې لپاره هم ستره ضایعه بلل کېږي.

نوموړی به د افغانستان د فضايي سفر د مخکښ او د پښتو ژبې د نړیوال استازي په توګه تل یاد ساتل کېږي.

ډ‌ونالډ ټرمپ:د ایران يو څه کنګل شوې شتمنۍ مې ازادې کړې؛ خو له امريکا به خوراکي توکي پېري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او دا پیسې به د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وکارول شي.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران به غلې دانې، سویا او نور اړین توکي له امریکايي کروندګرو څخه ترلاسه کړي، هغه څه چې د ده په وینا د امریکا د کرنیز سکتور لپاره ګټور دي.

بل لور ته، د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي ویلي چې د ازادو شویو پیسو د لګښت څرنګوالی د پخوانۍ هوکړې له مخې ټاکل شوی او ایران د توکو د پېرلو په برخه کې خپلواک تصمیم نیسي.

همداراز، د امریکا او ایران ترمنځ د سویس په مذاکراتو کې د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي او دواړو لورو د خبرو اترو لومړنۍ پایلې مثبتې بللې دي.

د ایران چارواکو ویلي چې له نړیوالو ادارو سره به تعامل د هېواد د قوانینو او ملي پرېکړو له مخې دوام ولري.

په کابل کې؛د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه غونډه جوړه شوه

په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د قطر سفیر، د یوناما لوړپوړو چارواکو او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت استازو ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

همدارنګه په غونډه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ د پراخولو او د تعامل د زیاتولو پر اهمیت هم ټینګار وشو.

واردات نفت خام عراق به آمریکا به صفر رسید

جدیدترین داده‌های اداره اطلاعات انرژی آمریکا نشان می‌دهد که واردات نفت خام عراق به ایالات متحده در هفته منتهی به ۱۲ ژوئن به صفر رسیده است.

بر اساس این آمار برای نخستین‌بار در ماه‌های اخیر هیچ محموله نفت خام از عراق وارد بازار آمریکا نشده است موضوعی که هم‌زمان با افزایش تنش‌ها و نگرانی‌ها درباره امنیت عبور و مرور نفتکش‌ها در تنگه هرمز مورد توجه قرار گرفته است.

کارشناسان معتقدند هرگونه اختلال در مسیرهای انتقال انرژی در منطقه می‌تواند بر صادرات نفت کشورهای تولیدکننده خاورمیانه و بازارهای جهانی انرژی تأثیر بگذارد.

هنوز مقام‌های عراقی و آمریکایی درباره دلایل دقیق توقف واردات نفت عراق به آمریکا در این بازه زمانی اظهارنظر نکرده‌اند.

سند کې پر اوښې د ظلم پېښه؛د فصلونو د زیان په پلمه سترګې ترې ویستل شوې

د پاکستان د سند ایالت په بنګل رند سیمه کې د حیواناتو پر وړاندې د سخت ظلم یوه پېښه ثبت شوې، چې پکې د یوې اوښې دواړه سترګې ایستل شوې دي.

د اوښې مالک لیلو میګواړ ویلي، اوښه یې څو ورځې ورکه وه، خو وروسته یې په یوه کرنیزه ځمکه کې وموندله.

د هغه په وینا، اوښه يې په داسې حالت کې وه چې پښې یې تړل شوې، سخت وهل شوې او دواړه سترګې یې له منځه وړل شوې وې.

د مالک د څرګندونو له مخې، د کروندې ځینو مالکانو ادعا کړې چې اوښې د دوی فصلونو او حاصلاتو ته زیان رسولی و، او همدې ته په غبرګون کې یې دا ظالمانه چلند ورسره کړی دی.

بلخوا، سیمه‌ییزو پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي او د څلورو نورو د نیولو هڅې روانې دي.

چارواکي وایي چې د حیواناتو پر وړاندې د ظلم په دې قضیه کې به قانوني اقدامات ترسره شي.

د حیواناتو د حقونو ملاتړو ډلو دغه پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې چې ښکېل کسان دې عدالت ته وسپارل شي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

جی‌ډي ونس:د عباس عراقچي د روغبړ چلند بې‌احترامي نه وه، له ایران سره خبرې مخته روانې دي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي چې د سویس د مذاکراتو په پیل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له لوري د روغبړ او لاس نه ورکولو موضوع یې بې‌احترامي نه ده ګڼلې.

ونس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې یې له ایراني چارواکو سره ډېر وخت په خبرو اترو تېر کړی او ځینې وختونه یې هغوی مبهم او پېچلي مذاکره کوونکي بللي دي.

هغه زیاته کړې چې له لنډې مطبوعاتي ناستې وروسته دواړو لورو څو ګټورې غونډې ترسره کړې او د لومړنۍ لیدنې تر پای وروسته یې شاوخوا نهه ساعته نورې هم خبرې وکړې.

د امریکا د ولسمشر مرستیال و
ویلي، کله چې د مذاکراتو د پرېښودو اوازې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، بیا هم خبرو دوام وکړ او د پرمختګ احساس موجود و.

ونس رسنیو ته سپارښتنه کړې چې د ایران په ټولنیزو شبکو کې خپرېدونکو معلوماتو ته په احتیاط وګوري، ځکه د ده په وینا، د مذاکراتو بهیر د هغو راپورونو په پرتله ډېر متفاوت و.

قالیباف او عراقچي؛د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د چارو د بحث لپاره عمان ته تللي

راپورونه ښیي، د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر او د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سویس عمان ته تللي دي.

د راپورونو له مخې، دواړه ایراني چارواکي به د عمان له چارواکو سره د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ او بار وړونکو بېړیو د تردد د ترتیباتو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لومړی پړاو په سویس کې پای ته ورسېد.

په ورته وخت، سبا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په یو ورځني سفر پاکستان ته ځي.

محمدباقر قالیباف رئیس مجلس ایران پس از بازگشت از سوئیس، در سفری فوری عازم عمان شد

به گزارش رسانه‌های ایران قالیباف به همراه عباس عراقچی، وزیر امور خارجه این کشور، برای گفت‌وگو درباره «ترتیبات مربوط به مدیریت تنگه هرمز» و تقویت همکاری‌های دوجانبه به مسقط سفر کرده است.

قرار است این هیئت در جریان این سفر با هیثم بن طارق، سلطان عمان دیدار و درباره موضوعات منطقه‌ای و همکاری‌های سیاسی و اقتصادی گفت‌وگو کند.

این تحرکات دیپلماتیک در حالی صورت می‌گیرد که دور نخست مذاکرات ایران و آمریکا در سوئیس پایان یافته و هیئت ایرانی ساعاتی پیش به تهران بازگشته است.

هم‌زمان، دفتر مسعود پزشکیان، رئیس‌جمهور ایران اعلام کرده است که او فردا (دوم تیر) در سفری یک‌روزه به پاکستان خواهد رفت.

هدف از این سفر، قدردانی از نقش میانجی‌گرانه پاکستان در گفت‌وگوهای ایران و آمریکا و همچنین توسعه روابط اقتصادی میان دو کشور عنوان شده است.