چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 587

د طالبانو د ټرافیکو عمومي ریاست:ټول هېواد کې د اختر ورځو کې ټرافیکي پېښو ۳۰ تنه وژلي

د روژې له ۲۹مې د کوچني اختر تر درېیمې پورې په ټول هېواد کې ۸۰ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ټرافیکو عمومي ریاست یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو پېښو کې ۳۰ تنه مړه شوي او ۱۵۵ نور ټپیان دي.

وژل شویو کسانو کې دوه ښځې او نهه ماشومان دي؛ خو په تپیانو کې بیا اته ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي.

د اسرائیل پوځ:لبنان کې مو د حماس یو بل قومندان حسن فرحات وژلی

0

د اسرائیل پوځ تائید کړه، چې لبنان کې یې د حماس یو بل قومندان حسن فرحات وژلی دی.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر نوموړي د لبنان جنوب صیدا کې برید شوی.

د پوځ د معلوماتو له مخې فرحات پر اسرائیلو د څو بریدونو طراح وو.

دوی ویلي، چې پر حماس ډلې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

مصطفی مهرآیین خامنه‌یي ته:نه زه ستا بنده یم او نه هم ته د ملت ارباب

0

ټولنپوه مصطفی مهر آیین د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ته په یو بل لیک کې لیکلي، چې نه زه ستا بنده یم او نه هم ته د ایران د ملت ارباب.

هغه چې د خپل لومړي پرانیستي لیک له امله څارنوالۍ ته غوښتل شوی و؛ خپل بل لیک کې ویلي، چې د ظلم او استبداد محکمه کې به حاضر نشي.

مهرآیین لیکلي، په هغه سیاسي نظام کې چې ټولې ادارې فلج او د فعالیت هیڅ نښه یې نه وي؛ خامنه‌یي هم باید خپل ظالمانه قضاوت بند کړي.

د یادونې ده چې مهرآیین ته څارنوالي کې قضایي دوسیه هم خلاصه شوې.

جنوبي کوریا؛د دغه هېواد محکمې د ولسمشر د لرې کولو حکم صادر کړ

0

د جنوبي کوریا محکمې د دې هېواد د استیضاح شوي ولسمشر، یون سوک یول د لرې کولو حکم صادر کړ.

دغه محکمې د ولسمشر د استیضاح لپاره د پارلمان پرېکړه هم تایید کړه.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې یون سوک یول د قوس په میاشت کې موقتي نظامي حکومت اعلان کړی و.

محکمې ویلي، د یول له‌خوا د نظامي حکومت اعلان د خلکو اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي او د هېواد ثبات ته یې جدي زیان رسولی دی.

هندي رسنۍ:د بالیووډ مشهور ستوری منوج کمار ومړ

0

د هند د سینما مشهور ستوری منوج کمار نن د ۸۷ کلونو په عمر په ممبۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د منوج کمار پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د ان‌ډي‌ ټي‌وي د راپور له مخې، د منوج کمار زوی کونال ګوسوامي د خپل پلار مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې له ناروغۍ کړېده.

منوج کمار، چې اصلي نوم یې «هري کرشناګري ګوسوامي» و، په ۱۹۳۷ کال کې په هند کې زېږېدلی و.

نوموړی د «روتي، کپرا او مکان»، «کرانتي» او «آدمی» په څېر فلمونو کې د پیاوړو رولونو لوبولو له امله د یوه افسانوي ستوري په توګه یادېده.

د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره؛د افغان میرمنو توهینونکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ ضد شعرونو ته لومړیتوب ورکول کیده

یو شمیر طالب پلوو شاعرانو د ننګرهار په نارنج ګل مشاعره کې د افغانو ښځو او پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد شعرونه او ترانې زمزمه کوي.

په داسې حال کې چې په مشاعره کې ټول شعرونه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له نظره تیره وي خو لیدل کېږي چې طالبان په لوی لاس دې ډول شعرونو ته اجازه ورکړې.

د نارنج ګل دودیزې مشاعرې ته د کوزې پښتونخوا څخه د راغلو شاعرانو له ډلې یې چې طالبانو سره همدردي لري د افغان میرمنو او پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد شعرونه وایي خو هیڅوک ورته څه نه وایي.

امریکایي خبریال:ښایي راتلونکو اوونیو کې د عمان په کوربه توب د ایران او امریکا خبرې پیل شي

0

امریکایي خبریال لورا روزن وایي، ښایي راتلونکو دوو یا درېیو اوونیو کې د عمان په کوربه توب د ایران او امریکا خبرې پیل شي.

نوموړي د یوې سرچینې په حواله ویلي چې دا خبرې به لومړی غیر مستقیمې وي او په اول پړاو کې به د مستقیمو د مذاکراتو پر چارچوب ورټولې وي.

د هغه په خبره، ښایي د ایران له لوري په دغه ټیم کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي او د یاد وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریب ابادي شامل وي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه:تېر کال افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۵۶۴ افغانان وژل شوي

سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دی.

د یادې کمېټې په دې اړه یو تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د چاودېدونکو توکو ۲۵۱ پېښو له امله ۵۶۴ کسان وژل شوي دي.

په دغه شمېر کسانو کې ۴۳۴ ماشومان شامل دي.

د روسیې دفاع وزارت:دونتسک کې مو سل اوکرایني سرتېري وژلي

0

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دونتسک کې یې سل اوکرایني سرتېری وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه یې د بې‌پیلوټه الوتکو په واسطه کړي دي.

اوکرایني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې امریکا د اوکراین جګړې د ختمولو هڅې روانې کړې دي.

مشهور ټوکمار؛میراوس د ژوند پور پرې کړ

نوموتی پښتون ټوکمار ميراوس له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.

خبريال فاروق فراق پر خپله فېسبوک‌پاڼه د هغه د مړینې خبر خپور کړی دی.

د یادونې ده چې میراوس له څو کلونو راهيسې له شکرې ناروغۍ کړېده او د وجود ځينې غړي يې هم د همدې ناروغۍ له امله پرې شوي وو.