چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 586

میانمار؛د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا درې نیم زره تنو ته رسېدلی

0

د میانمار دولتي رسنیو ویلي، په دې هېواد کې د وروستي زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳،۳۵۴ تنو ته رسېدلی او ۴،۸۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، لا هم ۲۲۰ کسان ورک دي.

راپورونه زیاتوي چې د میانمار هېواد د پلونو، سړکونو، هوايي ډګرونو او پټلیو ډېرې مهمې زېربناوې د یادې زلزلې له امله ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده چې د میانمار په مرکزي سیمو کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د زرګونو کسانو د مرګژوبلې لامل شوی دی، د دې هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

ایران؛مولوي عبدالکبیر ته تهران ته د سفر بلنه ورکړې

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار رضا بهرامي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدلي دي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو، ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د بېرته راستنولو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشاره له کوربه هېوادونو غوښتي چې له کډوالو سره له زغم څخه کار واخلي او هغوی ته وخت ورکړي څو په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، مولوي عبدالکبیر ته د تهران د سفر بلنه ورکړې او تر سفر وړاندې یې ترې غوښتي چې د کډوالو د ستنولو په تړاو یوه طرحه برابره کړي.

د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونه:افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لرو

د اروپایي ټولنې او منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو په خپله لومړۍ غونډه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی ویلي، د افغانانو بشري ملاتړ ته به دوام ورکړي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې دغو هېوادونو د ټول‌ګډوني حکومت د رامنځته کېدو ملاتړ کړی دی.

اعلامیه کې د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندیتوب او له ګاونډیانو سره د سوله‌ییزو اړیکو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

امریکا: په کابل کې د سفارت پرانیستو ته چمتو نه یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا هېواد هیڅ ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژني.

د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، واشنګټن دا مهال کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستو پلان نه لري.

د واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي: « امریکا هیڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له همدې امله د خپل سفارت د پرانیستو پلان نه لري.»

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې له یوه امریکایي پلاوي سره یې د سفارتونو پر پرانیستو خبرې کړې دي.

یاد پلاوی کابل ته د امریکایي بندي جورج ګلزمن د خوشې کېدو په تړاو ورغلی و.

ډونالډ ټرمپ:حوثیان نور هېڅکله زموږ بېړۍ ډوبولی نشي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یمن د حوثیانو پر یوه هدف د امریکا د برید یوه ویډیو خپره کړې او ویلي چې حوثیان راټول شوي وو چې د برید لپاره تمرین وکړي؛ خو هغوی نور نشي کولای برید وکړي.

ټرمپ ویلي، حوثیان به نور هېڅکله ونه شي کولای چې زموږ بېړۍ ډوبې کړي.

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، یمن کې د ایران د ملاتړ لرونکو حوثیانو پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو لګښت په لږه موده کې، چې له درېو اونیو کم دی، نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

سرچینو ویلي، دا عملیات چې د مارچ له ۱۵مې نېټې پیل شوي، پکې د اوږد واټن کروزه توغندي، لیزري هدایت لرونکي بمونه، او تاماهاک توغندي کارول شوي دي.

طالبان:سعودي عربستان ته د متقي سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزریر امیر خان متقي سعودي عربستان ته تللی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سعودي عربستان ته د امیر خان متقي سفر د دواړو هيوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

علي امین ګنډاپور:پاکستان دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی، چې دغه هېواد دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې دغه طرحه په پاکستان کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې خېبر پښتونخوا له پراخو ننګونو، د امنیتي ستونزو او د روغتیايي او تعلیمي بنسټونو له کمزورۍ سره مخ ده.

د یادونې ده چې اوس مهال شاوخوا ۲.۱ میلیون افغان کډوال پاکستان کې اوسیږي چې ۵۲ سلنه یې خېبر پښتونخوا کې استوګن دي.

د احصایې نړیواله اداره:افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو په پلمه ۲۸ ځلې خپل بیرغ بدل کړی

د احصایې نړیواله اداره وایي، افغانستان د خپلواکۍ د اخیستو په پلمه ۲۸ ځلې خپل بیرغ بدل کړی.

دغې ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه د هغه هېوادونو لېست خپور کړی چې له خپلواکۍ وروسته یې دوه یا ډېر ځله خپل بیرغ بدل کړی.

په دغه لیست کې لېدل کېږي، چې عراق، ایران، لیبیا، میانمار، وینزویلا او جنوبي افریقا دوه دوه ځله خپل بیرغ بدل کړی؛ خو افغانستان ۲۸ ځله خپل بیرغ بدل کړی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې هر حکومت واک ته له رسېدو وروسته خپل بیرغ ته بدلون ورکړی.

چین:راتلونکې اونۍ پر ټولو امریکايي توکو ۳۴ سلنه تعرفې لګوو

0

چین د ډونالډ ټرمپ لخوا د تعرفو لوړولو ته په غبرګون کې اعلان وکړ چې د امریکايي توکو او ادارو پر ضد به د تعرفو او محدودیتونو اقدامات ترسره کړي.

د چین د مالیې وزارت ویلي، چې له شپږو ورځو وروسته به پر ټولو امریکايي توکو ۳۴ سلنه تعرفې ولګول شي.

بیجنګ دا هم ویلي، چې له جمعې ورځې به امریکا ته د منځنیو او درنو کمیابه فلزاتو د صادراتو کنټرول پیل کړي؛ چې پکې ساماریوم، ګادولینیوم، تربیوم، ډیسپروزیم، لوتیتیم، اسکاندیم او ایتریوم شامل دي.

چین همداراز ۱۱ ادارې د نه‌ باور وړ ادارو لیست ته زیاتې کړې دي او دغه اقدام یې پر دغه ادارو د بندیزولو د لګولو لپاره کړی دی.

امیرخان متقي؛د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، د ترانزیت پراختیا، افغانانو ته د ویزو د ورکولو آسانتیاوو او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د کابل او ابوظهبي اړیکې مثبتې بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د هغه د وروستي سفر پر مهال له اماراتو سره شوي توافقونه به پلي شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې لا پیاوړې شي.

په دې لیدنه کې د اماراتو استازي هم دوه‌اړخیزې اړیکې مثبتې بللې دي او د دې سفر هدف یې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د شويو توافقونو تعقیب بللی دی.