د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) مشرتابه چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د ژېجیانګ ولایت د بهرنیو چارو له ولایتي استازي سره لیدنه کړې، چې پکې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ همکاریو، نندارتونونو او ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي په دې لیدنه کې د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل هم ټینګار کړی او چینایي لوري د دې موضوع د تعقیب ډاډ څرګند کړی دی.
په ورته وخت کې، د ACCI مشرتابه د هانګژو د سوداګرۍ او صنعت خونې سره هم جلا غونډه ترسره کړې، چې پکې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو، نندارتونونو او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو (B2B) پر پیاوړتیا بحث شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د دې لیدنو په پایله کې د هانګژو خونې او د کندهار د سوداګرۍ خونې ترمنځ د تفاهم یو یادداشت (MoU) هم لاسلیک شوی، چې هدف یې د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته وده ورکول دي.

