د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي چې د اسلامي نظام مسؤلیت د شریعت پلي کول دي او ټولو مسؤلینو ته لازمه ده چې د خپلو دندو اړوند شرعي زدهکړه ترلاسه کړي.
نوموړي له طالب چارواکو غوښتي چې د علماوو مشورې واوري، درناوی یې وکړي او د دیني ارزښتونو په پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړي.
هغه همداراز د بیتالمال پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ګمرکونو کې راټولېدونکې عواید د خلکو مال دی، نو باید له ډېر احتیاط سره مصرف شي او یوازې د عامه ګټو لپاره وکارول شي، نه د شخصي موخو لپاره.
نوموړي زیاته کړې چې چارواکي باید ځانونه د خلکو خادمان وبولي، د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولنې خدمت وکړي.

