چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:کابل کې د ۵جي...

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:کابل کې د ۵جي انټرنېټ ازمایښتي پړاو پیل شو

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۵جي انټرنېټي خدماتو ازمایښتي پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د ویاند عنایت‌الله الکوزي د معلوماتو له مخې، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري په ۷۴ مخابراتي انتنونو کې د انټرنېټ ظرفیت ۵جي ته لوړ شوی، چې دا به د انټرنېټ د سرعت او کیفیت په ښه‌والي کې مهم بدلون راولي.

د افغان بېسیم مسؤلینو ویلي چې دا پروژه اوس مهال ازمایښتي ده او تر بشپړې ارزونې وروسته به هڅه وشي چې دغه خدمات د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here