د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي چې په لندن کې د چهارشنبې ورځې د چاقو برید، چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي، ژور اندېښمنوونکی دی.
نوموړي په پارلمان کې د استازو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې دا پېښه د ټولو لپاره د اندېښنې وړ ده او زیاته کړې چې د پارلماني غونډې تر پیل مخکې د پېښې په اړه خبر شوی و.
استارمر ټینګار کړی چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي او ویلي چې ټول باید له دې بهیر سره مرسته وکړي، څو حقیقت روښانه شي.
هغه همداراز څرګنده کړې چې حکومت د دا ډول جرمونو پر وړاندې جدي دریځ لري او ټینګار یې کړی چې په وروستیو کې د دې ډول پېښو زیاتوالی د لا قوي اقداماتو اړتیا ښيي.

