د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د کونړ پر وروستیو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې به د افغان زدهکړیالانو پر عزم او زدهکړو هېڅ اغېز ونه لري.
نوموړي په اسعداباد کې د یوې دیني غونډې پر مهال ویلي چې که څه هم وروستیو بریدونو مرګژوبله اړولې؛ خو افغان ځوانان به خپل تعلیمي مسیر ته دوام ورکړي او له ستونزو سره به مقابله وکړي.
ندیم، چې د ټپي شویو زدهکړیالانو د پوښتنې لپاره هم ورغلی و، ټینګار کړی چې افغانان کمزوري نه دي او د ده په وینا، د دې ډول بریدونو پر وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي وګړي او زدهکړیالان دي.

