چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 588

ماریا زاخارووا:مسکو هر ډول نظامي اقدام پر ایران غیرقانوني بولي

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې مسکو هر ډول نظامي اقدام پر ایران غیرقانوني بولي.

نوموړې ویلي: «موږ داسې حل‌لارې لټوو چې د ایران مشروع ګټې په پام کې ونیسي او د لویدیځ له‌خوا د دې هېواد د اټومي پروګرام پر ضد شته تعصبونه له منځه یوسي.»

زاخارووا ټینګار کړی چې د ایران د اټومي تأسیساتو بمبار به د ټولې نړۍ لپاره ناوریني پایلې ولري او زیاته کړې چې ایران حق لري له اټومي انرژۍ سوله‌ییزه ګټه پورته کړي.

بخت‌الرحمان شرافت:ګلبدین حکمتیار خپل ټول ارزښتونه د څو موټرو او یو کور لپاره قرباني کړل

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال بخت‌الرحمان شرافت، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته مشوره ورکړې چې د سیاست، مدیریت او حکومتولۍ زده‌کړه له شیخ هبت‌الله څخه وکړي.

شرافت له حکمتیار څخه غوښتنه کړې چې په خپلو پخوانیو پرېکړو پښیماني څرګنده کړي او توبه وباسي.

شرافت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«حکمتیار هم د اسلامي دولت او هم د جمهوري نظام پر مهال ماته وخوړه. د نجیب حکومت له سقوط وروسته، د نوي حکومت په جوړولو کې ناکام شو. د ده قومندانانو، چې یو مهال یې کابل چور کړی و، بالاخره د داسې حکومت تابعیت ته غاړه کېښوده چې پخوا یې ورسره مخالفت درلود.»

نوموړي حکمتیار ته په تونده لهجه ویلي، چې په تېر جمهوري نظام کې ناکام شوی او خپل ټول ارزښتونه یې د څو موټرو او یوه کور لپاره قرباني کړي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ګلبدین حکمتیار له سیاسي فعالیتونو منع کړی دی؛ خو د طالبانو د بندیزونو سره سره بیا هم نوموړی له خپلو پلویانو او د یو شمېر ګوندونو له مشرانو سره لیدنې کوي.

د پاکستان متقاعد جنرال:د حقاني شبکه له شیخ هبت‌الله سره د ټي‌ټي‌پي په تړاو اختلاف لري

د پاکستان متقاعد جنرال انعام الحق ویلي، چې د سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د حقاني شبکه له کندهار مېشتي طالب مشرتابه سره د ټي‌ټي‌پي په تړاو اختلاف لري.

نوموړي اکسپرس ټریبیون ته په یوه مقاله کې ویلي، چې د کندهار طالبان نه غواړي ټي‌ټي‌پي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې خرابې کړي، خو د حقاني شبکې د نفوذ له امله یې د مقابلې توان هم نه لري.

د مقالې له مخې، د حقاني شبکه ټي‌ټي‌پي د احتمالي کورنۍ جګړې لپاره یو بالقوه نظامي ځواک ګڼي، چې کار ته راتلی شي.

هغه ویلي، چې د کندهار طالبان او د حقاني شبکه د نجونو د زده‌کړو د بندیز، له پاکستان سره د اړیکو او کورنیو سیاستونو په اړه اختلاف لري.

په مقاله کې راغلي چې سراج‌الدین حقاني په وروستیو کې د عامه صحنې څخه نادرکه شوی، چې د کندهار د مشرتابه سره د هغه د اختلاف ښکارندویي کوي.

ذبیح الله مجاهد:شوکت میرضایف د افغانستان واقیعتونه درک کړي

د طالبانو حکومت د شوکت میرضایف له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی.

د طالباتو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ازبکستان ولسمشر واقیعت درک کړی دی.

مجاهد ویلي چې دوی له ازبکستان سره ښې اړیکې لري او غواړي چې دا اړیکې لا پراختیا پیدا کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ شوکت میرضایف ویلي وه چې طالبانو افغانستان کې امن ټینګ کړی.

اورزولا فن:اروپایي کمېسیون به د هغو کسانو ترڅنګ ودریږي چې د امریکا له تعرفو اغېزمن شوي

0

د اروپایي کمېسیون مشره، اورزولا فن در لاین، د امریکا تعرفې د نړیوال اقتصاد لپاره یو سخت ګوزار بللی او ویلي یې دي چې دا به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونو خلکو ته ناوړه پایلې ولري.

هغې د تعرفو پر ضد د یووالي ټینګار کړی او ویلي چې اروپا به د هغو کسانو تر څنګ ودرېږي چې د امریکا د تعرفو تر مستقیم اغېز لاندې راغلي دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې زیاته کړې چې له فولاد، موټرو جوړونې او روغتیایي برخو سره ستراتیژیکې خبرې اترې به ترسره شي، او په راتلونکي کې به نور سکتورونه هم پکې شامل شي.

د ګرځندوی او سفر سایټ:افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر کم شوی

د ګرځندوی او سفر په نوم یو سایټ ویلي، چې د امنیتي اندېښنو او بشري حقونو د نقض له کبله افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر کم شوی دی.

یاد سایټ افغانستان ته د کاناډایي وګړو د سفر په اړه ویلي، چې تاوتریخوالی او د بې ثباتي زیاتېدل د دې چارې سبب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وایي، د دوی له راتګ سره افغانستان ته د بهرنیو سیالانیانو د راتګ شمېر زیات شوی.

خلیلزاد:د پاکستان اوسنی حکومت په دغه هېواد کې د درې لویو بحرانونو اصلي لامل دی

0

افغان سولې لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان حکومت اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان اوسنی نظام په دغه هېواد کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو اصلي لامل دی.

هغه یو وار بیا د عمران خان په ازادولو، د تحریک انصاف ګوند، حکومت او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ په خبرو ټینګار کړی.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې که د پاکستان حکومت عمران خان له بنده ازاد نه کړي؛ ښايي ژر سقوط شي.

لانګ وار ژورنال:له طالبانو سره د ټرمپ تعامل دا ښیي چې دا ډله د القاعده په اړه له حساب کتابه پاکه شوې

د لانګ وار ژورنال ویب‌سایټ ویلي چې د سراج‌الدین حقاني د نیولو لپاره د جایزې لغوه کول د ټرمپ ادارې د طالبانو سره د تعامل د پخوانۍ تګلارې دوام ښيي.

په مقاله کې د زلمي خلیلزاد د افغانستان سیاسي ډګر ته د بېرته راستنېدو یادونه هم شوې ده.

د لانګ وار ژورنال مدیر ویلي، چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره تعامل دا ښيي چې دغه ډله به القاعدې ته د پټن‌ځای برابرولو لپاره حساب ورنکړي.

د مقالې له مخې، که څه هم د ټرمپ اداره لومړۍ اداره نه ده چې ترهګرو ته امتیازات ورکوي؛ خو دا پرېکړه د حقاني شبکه پیاوړې کولی شي.

د لانګ وار ژورنال مطلب وايي چې د دوحې تړون د طالبانو سره د مذاکراتو پایله وه، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سبب شو.

چین:که امریکا تعرفې لغوه نه کړي؛ نو زمونږ د متقابل اقدام انتظار دې وباسي

0

د چین د سوداګرۍ وزارت له امریکا حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو اړخیز تعرفې لغوه کړي او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بیجینګ د واشنګټن له دې اقداماتو سره مخالف دی او د خپلو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره به متقابل اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې، بلکې د چین پر اجناسو یې ۳۴ سلنه او د اروپايي توکو پر اجناسو یې ۲۰ سلنه تعرفه هم وضع کړې ده.

حماس:د اسرائیل له لوري د اوربند جوړې شوې طرحې ته به ځواب ورنکړو

0

حماس وایي چې د اسرائیل له لوري وړاندیز شوي اوربند طرحې ته به ځواب ورنه کړي.

حماس زیاتوي چې د منځګړو هیوادونو، لکه مصر او قطر، له طرحې څخه ملاتړ کوي.

د حماس له لوري د قطر او مصر د موافقې تر منلو وروسته، اسرائیل ویلي چې د امریکا په همکارۍ د غزې لپاره پر نوې اوربند طرحه کار کوي.

رویټرز ویلي، چې دا طرحه د جنورۍ د ۱۷مې نېټې پر توافق ولاړه ده او اوربند به د ۵۰ ورځو لپاره غځوي.

په دې موده کې، د پاتې بندیانو د تبادلې تر څنګ، د راتلونکو مسایلو په اړه هم خبرې اترې کیږي.