یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 568

فاننشل ټایمز:د برېتانیا حکومت د بي‌بي‌سي بودجې د کمولو په لټه کې دی

0

د امریکا دولتي رسنیو د بودجې له لغوه کولو سره په یو وخت؛ فاننشل ټایمز راپور ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د بي بي سي د بودجې کمولو په لټه کې دی.

د بي بي سي عمومي مدیر ټیم دیوي ویلي، چې دوی په دې اړه د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې د برېتانیا چارواکو د دولت د لګښتونو بیا کتنې پروګرام کې ویلي، چې پر بي بي سي د بودجې کمول د دوی له انتخابونو څخه دی.

د یادونې ده، چې امریکا هم تېره ورځ د ټولو دولتي رسنیو کارکوونکو دندې وځنډولې.

روانه اوونۍ؛ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه له پوتین سره خبرې کوي

0

په پام کې ده، چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره روانه اوونۍ د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

رویټرز ویلي، ټرمپ هڅه کوي، چې د ۳۰ ورځني اوربند ټینګېدو لپاره د روسیې هوکړه تر لاسه کړي.

تر دې وړاندې مسکو منلې، چې اوکراین کې به دېرش ورځنی اوربند کوي.

بل لورته بیا ټرمپ ویلي، زیات امکان لري، چې دا خونړۍ جګړه ودریږي.

ګنډاپور:افغان کډوال باید له پاکستان څخه په زور ونه شړل شي

د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور افغان کډوالو ته د پاکستان د حکومت له لوري د ضرب الاجل په ټاکلو نیوکه کړې.

ګنډاپور ویلي، چې دی د دغې پرېکړې مخالف دی او افغان کډوال نباید د پاکستان له خاورې په زوره وشړل شي.

نوموړی زیاتوي، دا تګلاره په تېر کې هم عملي شوې وه، چې د بشري حقونو ضد وه.

د یادونې ده، چې پاکستان د مارچ تر وروستۍ نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي.

پر پاکستاني پوځ تر مرګونو ګذارونو وروسته؛د شهباز شریف حکومت د بلوڅ او ټي ټي پي پر وړاندې د چټکو عملیاتو خبرداری ورکړی

0

بلوچستان کې له وروستیو بریدونو وروسته؛ د شهباز شریف حکومت اوس په داسې تګلارې کار کوي، چې پر اساس یې پوځ، حکومت او سیاسي ګوندونه یوموټی او د وسله والو پر وړاندې مبارزه زیاته کړي.

د راپورونو له مخې، د شریف حکومت غواړي پرمختللې وسله تر لاسه او د بلوڅ او ټي ټي پي پر وړاندې عملیات چټک کړي.

اوس مهال نوموړی د دغه پلان د عملي کولو لپاره په کار بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بلوچستان په نوشکي کې ۹۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار:د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله یو وار بیا د طالبانو حکومت تورن کړی، چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

ثناءالله زیاتوي، چې دوی تل د افغانانو ملاتړ کړی او کوي یې.

هغه دغه راز هند تورن کړی، چې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید تر شاه د دغه هېواد لاس وو.

سرچینې:د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه نن ماښام مهال شوې ده.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

ځایي مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شمالي مقدونیه؛یو نایټ کلب کې د اورلګېدنې له کبله ۵۱ کسان وژل شوي

0

د شمالي مقدونیې یو نایټ کلب کې اور لګېدلی چې له امله یې ۵۱ کسان مړه شوي او تر سلو زیات نور ټپیان دي.

دا پېښه په کوکاني سیمه کې د اور لوبې له امله رامنځته شوې.

حکومتي چارواکو په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو د پیل خبر ورکړی.

خیبر پښتونخوا؛په بېلابېلو بریدونو کې دوه پولیس او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا په کرک او پېښور سیمو کې په جلا بریدونو کې دوه پولیس او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي.

د کرک د پولیسو قوماندان ویلي، چې بریدګرو د پولیسو پر مرکزونو او د ګاز پر تأسیساتو درانه بریدونه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی.

یادې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد به خپله جګړه دوامداره وساتي.

امیرخان متقي:موږ د یو هېواد د خوښۍ لپاره له بل هېواد سره جګړه نه کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، دوی د یو هېواد د خوښۍ لپاره له بل هېواد سره جګړه نه کوي.

هغه عمان کې له سوداګرو سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی یو متوازن سیاست غوره کړی، له نړیوالو سره غوره اړیکې غواړې او هڅه کوي افغانستان د منفي سیالیو پرځای د اقتصاد او ټرانزیټ په ډګر بدل کړي.

نوموړي ویلي، تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې ۴سوه زره کسان پر نشه‌یي توکو روږدي وو.

مجید بریګېډ ډله:د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان برید کې مو ۹۰ پوځیان وژلي

0

د بلوڅ ازادي غوښتونکو اړوند مجید بریګېډ ډلې د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان د برید مسؤلیت منلی دی.

دا فدایي حمله پر یو موټر شوې او تر هغې وروسته، ازادی غوښتونکو پر نورو موټرو برید کړی دی.

یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید کې یې تر اوسه ۹۰ پوځیان وژلي دي.

راپورونه وایي، چې د پاکستاني پوځيانو په دې کاروان کې اته لېږدوونکې بسونه وو چې د اختر د رخصتۍ لپاره يې پاکستاني پوځيان کورونو ته لېږدول.