یکشنبه, جون 21, 2026
Homeکورپاڼهجی‌دي ونس؛سویس ته د ایران سره د خبرو لپاره خپل سفر لغوه...

جی‌دي ونس؛سویس ته د ایران سره د خبرو لپاره خپل سفر لغوه کړ

د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې نوموړي سویس ته خپل پلان شوی سفر، چې ټاکل شوې وه له ایران سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي، لغوه کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راتلونکو تخنیکي خبرو اترو پروګرامونه لا هم وروستي شوي نه دي او امریکایي پلاوی چمتو و چې په لومړي مناسب فرصت کې سفر وکړي؛ خو د دغو مذاکراتو لوژستیکي او همغږي چارې تل پېچلې او د وړاندوینې وړ نه وې.

خبرپاڼه زیاتوي: «د راتلونکو تخنیکي خبرو اترو پلانونه لا تر اوسه نهايي شوي نه دي. امریکایي پلاوی د سفر لپاره چمتو و، خو د دغو مذاکراتو د تنظیم او همغږۍ بهیر ساده نه دی. له همدې امله، مرستیال ولسمشر به نن شپه خپل سفر ترسره نه کړي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here