جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 549

میانمار؛د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی

0

د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی دی.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آنګ هلائینګ، له هېوادونو څخه د زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

میانمار د سیمې یو له بېوزلو هېوادونو څخه دی، چې کورنۍ جګړې ځپلی او معلومات په‌کې سخت کنټرولېږي، له همدې امله د زلزلې د دقیقو تلفاتو او زیانونو راپور نشته.

د یادونې ده چې پرون جمعه په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

پولیتکو:امریکایي چارواکي له ټرمپ څخه د مایک والتز د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

0

پولیتیکو د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال او د هغه د دفتر مشر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې مایک والتز دې له دندې لرې کړل شي.

د چهارشنبې په ورځ، جی‌ډي ونس، سوزي وایلز او سرجیو ګور په یوه ناسته کې ټرمپ ته دا وړاندیز کړی.

ټرمپ منلې چې د هغه د ملي امنیت سلاکار ستونزه رامنځته کړې؛ خو د هغه ګوښه کول به د دیموکراتانو او پلوي رسنیو لپاره یو فرصت وي.

یو امریکايي چارواکي ویلي، والتز ښايي په راتلونکو اونیو کې له دندې ګوښه شي.

د یادونې ده چې د اتلانتیک مجلې مسؤل مدیر، جفري ګولډبرګ، په تصادفي ډول د سیګنال چټ‌ ګروپ ته ورشامل شوی و، چې پکې د امریکا لوړپوړي چارواکي غړي وو او د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره دا ګروپ جوړ شوی و.

بل لورته مایک والتز ویلي، چې د چټ‌ پیغامونو د افشا کېدو پوره مسؤلیت مني او دا یې یوه شرمونکې پېښه بللې.

د ایران دولتي رسنۍ:ایران له افغانستان سره د دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د افغانستان له پولې سره د ۵۵ کیلومتره دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې.

ایراني چارواکي وايي، دا اقدام د امنیت او سرحدي کنټرول د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی دی.

دوی ویلي، چې د جوړ شوي ديوال لوړ والی ۴ متره دی او پر پورتنۍ برخه یې کټارې هم جوړيږي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې د ایران او افغانستان د پولو بندول او دیوال جوړول د دوی تر ټولو مهم او ستراتیژيک پلان دی.

میانمار؛د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۴ ته لوړ شوی

0

میانمار کې د سختې زلزلې له کبله د تلفاتو شمېر لوړ شوی.

د یاد هېواد حکومت ویلي چې تر اوسه ۱۴۴ تنه وژل شوي او ۷۳۰ نور ټپیان دي.

د مسؤلینو په خبره، ښایي د دغو تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

د یادونې ده چې نن په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

خیبر پښتونخوا؛د پوځ لخوا په تازه پیل شویو عملیاتو کې ۷ پوځیان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

0

د خیبر پښتونخوا څخه رارسیدلي خبرونه وایي، چې د پوځ په عملیاتو کې ۱۳ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په سرکتي ماچي خیل کې د پوځ پیل شویو عملیاتو کې ۷ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ د پوځیانو د وژنې خبرونه خپرېږي.

د بلخ د طالبانو والي؛د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي یوسف وفا د یو لوړپوړي ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ.

د بلخ ولایت مقام ویلي، چې د دغه سفر هدف د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي امنیت په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

د یادونې ده چې اوزبیکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې تعامل لري.

ایران؛په تېرو ۱۲ ورځو کې د نوروزي سفرونو پر مهال ۴۱۹ کسان مړه شوي

0

د ایران د ټرافیکو مرستیال حسن مومني ویلي، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې ۴۱۹ کسان د نوروزي سفرونو پر مهال مړه شوي او ۹۷۷۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي د سړکونو د غیرمعیاري والي او د بې‌کیفیته داخلي موټرو یادونه نه ده کړې؛ خو د ټرافیکي پېښو اصلي عوامل یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، د وسایطو د کنټرول ناتواني او کیڼ لور ته انحراف بللی دی.

هغه ویلي، چې د ترافیکي پېښو ۴۵ سلنه عاملین مسافرین او ۵۵ سلنه یې ځایي خلک دي.

د کابل هوایي ډګر؛طالبانو څلور چینایي وګړي د سرو زرو د قاچاق په تور نیولي

د طالبانو سرحدي پولیس وایي د کابل په هوايي ډګر کې څلور چینايي وګړي د ۶۷۸ ګرامو خام سره زر چین ته د قاچاق په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ د طالبانو حکومت د سرو زرو د کانونو په ګډون د کانونو لوی قراردادونه چینايي شرکتونو ته ورکړي دي.

طالبانو ته د خرم کنایه؛ډېر بد لوري ته روان یوو او تاریخي مسؤلیت یې هم خورا دروند دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وایي، افغانستان له یو بد راتلونکي سره مخ او د دې تاریخي مسؤلیت بار ډېر دروند دی.

هغه د یونیسف هغه وړاندوینه فاجعه بللې، چې که تر ۲۰۳۰ کال پورې پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زده‌کړو بې برخې شي.

نوموړی وایي، د دغې تاریخي فاجعې جبران به ډېر وخت وغواړي.

ښاغلی خرم زیاتوي، افغانان به تر دې وروسته ډېره بدرنګه دنیا ولري او بشري حقونه، انکشافي مرستې، انساني ارزښتونه او نور مسائل به ان د شعار په حد کې هم نه راځي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره:د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره مو ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ویلي، چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو کلک ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په خبره، ۵ میلیونه نور ډالر به هم ملګرو ملتونو ته ځانګړي شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له دغې مرستې یې هدف افغان ښځو او نجونو ته د بیړني خدمتونو برابرول دي.