جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 548

میانمار؛د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته لوړ شوی

0

د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې د زلزلې له امله د مړو شمېر له زرو کسانو پورته شوی دی.

د میانمار د چارواکو په وینا، د ټپیانو شمېر ۲ زره او ۳۷۶ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۳۰ کسان لا هم ورک دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې د زلزلې وړاندوینې ماډل اټکل کړی چې په میانمار کې د مړو شمېر ښايي له ۱۰ زرو پورته شي او اقتصادي زیانونه د دې هېواد د کلني تولید له کچې زیات شي.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلائینګ، له نړیوالو څخه د بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د ولسمشر مرستیال:طالبان د نړۍ له بدترینو ترهګرو ډلو څخه یوه ده

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي ونس طالبان د نړۍ له بدترینو ترهګرو ډلو څخه وبلل.

نوموړي د ګرینلنډ په شمالي برخه کې د دې هېواد له یوه نظامي اډې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره نظامي تجهیزات یوې له بدترینو ترهګریزو ډلو ته وسپارل شول.

هغه ویلي، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې، د جو بایډن د حکومت پر مهال، د کابل په هوایي ډګر کې د داعش په برید کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدل «یوه فاجعه‌باره تېروتنه» وبلله.

جې‌ډي ونس دا څرګندونې داسې مهال کوي ، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا پاتې شوي وسلې د طالبانو ملکیت دي او بېرته به ورنه کړل شي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران مذاکرات راسره ونکړي؛ نو ډېرې بدې پایلې به ورته ولري

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د ایران په وړاندې یې لومړیتوب مذاکرات دي.

ټرمپ ویلي، که چیرې له ایران سره دغه خبرې ونه شي؛ نو ډېر بدې پایلې به ورته ولري.

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د ایران چارواکو اعلان وکړ چې د ټرمپ د لیک ځواب یې عمان ته سپارلی دی.

ایران د دې ځواب د جزئیاتو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.

عبدالقهار بلخي د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون:په افغانستان کې د امريکا پاتې شوي وسلې د طالبانو ملکيت دی او بېرته نه درکول کېږي

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا پاتې شوي وسلې د طالبانو د حکومت ملکيت دی او بېرته نه ورکول کېږي.

بلخي ویلي، چې په افغانستان کې پاتې شوي امريکايي تجهيزات د جګړې غنيمت دی او بېرته به يې ورنه کړي.

نوموړي په عين حال کې د طالبانو حکومت او امريکا ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره وړانديز کړی، چې متحده ايالات کولی شي د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي.

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ويلي وو، چې کېدای شي واشنګټن په افغانستان کې پاتې امريکايي تجهيزات بېرته واخلي.

هغه همداراز په يوه وينا کې ويلي وو، چې طالبان د امريکايي تجهيزاتو سره پوځي رسم ګذشتونه ترسره کوي، چې دا صحنه يې سخت غوسه کوي.

د طالبانو حکومت؛د شیخ هبت‌الله په لارښوونه ۲ زره او ۴۶۳ بندیان له زندانونو ازاد کړي دي

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي، چې د شیخ هبت‌الله په لارښوونه او د کوچني اختر په مناسبت، ۲ زره او ۴۶۳ بندیان له زندانونو ازاد شوي دي.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه حکم پر اساس د ۳ زره او ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه طرزالعمل د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ د یو مؤظف پلاوي لخوا جوړ شوی و.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې پلاوي کې د سترې محکمې، زندانونو ادارې، کورنیو چارو وزارت، جنايي تحقیقاتو، استخباراتو او نورو ادارو استازي هم شامل وو.

اسرائیل؛حزب‌الله پر ضد د اوربند له ماتېدو وروسته خپله لومړنۍ لویه هوایي حمله بیروت کې ترسره کړه

0

اسرائیل پرون جمعه د حزب‌الله پر ضد د اوربند له ماتېدو وروسته خپله لومړنۍ لویه هوایي حمله د بیروت سویل ته، په ضاحیه سیمه کې ترسره کړه، چې د حزب‌الله مرکز ګڼل کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا برید د هغو توغندیو د غچ په توګه ترسره شوی چې له لبنان څخه د اسرائیل پر لور توغول شوې وه.

اسرائیلي ځواکونو د بیروت په جنوبي څنډه کې یو ودانۍ په نښه کړه، چې اسرائیل ادعا کوي دا د حزب‌الله د ډرون الوتکو د ساتلو مرکز و.

حزب‌الله د دغو توغندیو د توغولو مسؤلیت نه‌دی منلی.

پاکستان کې د روسیې سفیر:روسیه چمتو ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي

پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ پي خوروف وایي، د پاکستان او افغانستان د ترینګلو اړیکو حل د کابل او اسلام‌اباد مسوولیت دی.

نوموړي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، روسیه چمتو ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان او افغانستان د مسکو مهم شریکان ګڼل کیږي.

په ورته وخت کې بیا ‏د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایي، د ترهګرۍ مسله د افغاستان له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کېدای شي او په خبره یې، د ترینګلو اړیکو سربېره یې، له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې کولې.

میانمار؛د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی

0

د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی دی.

د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آنګ هلائینګ، له هېوادونو څخه د زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

میانمار د سیمې یو له بېوزلو هېوادونو څخه دی، چې کورنۍ جګړې ځپلی او معلومات په‌کې سخت کنټرولېږي، له همدې امله د زلزلې د دقیقو تلفاتو او زیانونو راپور نشته.

د یادونې ده چې پرون جمعه په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

پولیتکو:امریکایي چارواکي له ټرمپ څخه د مایک والتز د ګوښه کېدو غوښتنه کوي

0

پولیتیکو د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال او د هغه د دفتر مشر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې مایک والتز دې له دندې لرې کړل شي.

د چهارشنبې په ورځ، جی‌ډي ونس، سوزي وایلز او سرجیو ګور په یوه ناسته کې ټرمپ ته دا وړاندیز کړی.

ټرمپ منلې چې د هغه د ملي امنیت سلاکار ستونزه رامنځته کړې؛ خو د هغه ګوښه کول به د دیموکراتانو او پلوي رسنیو لپاره یو فرصت وي.

یو امریکايي چارواکي ویلي، والتز ښايي په راتلونکو اونیو کې له دندې ګوښه شي.

د یادونې ده چې د اتلانتیک مجلې مسؤل مدیر، جفري ګولډبرګ، په تصادفي ډول د سیګنال چټ‌ ګروپ ته ورشامل شوی و، چې پکې د امریکا لوړپوړي چارواکي غړي وو او د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره دا ګروپ جوړ شوی و.

بل لورته مایک والتز ویلي، چې د چټ‌ پیغامونو د افشا کېدو پوره مسؤلیت مني او دا یې یوه شرمونکې پېښه بللې.

د ایران دولتي رسنۍ:ایران له افغانستان سره د دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د افغانستان له پولې سره د ۵۵ کیلومتره دیوال د لومړني پړاو جوړولو چارې بریالۍ بشپړې کړې.

ایراني چارواکي وايي، دا اقدام د امنیت او سرحدي کنټرول د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی دی.

دوی ویلي، چې د جوړ شوي ديوال لوړ والی ۴ متره دی او پر پورتنۍ برخه یې کټارې هم جوړيږي.

ایراني چارواکو دا هم ویلي، چې د ایران او افغانستان د پولو بندول او دیوال جوړول د دوی تر ټولو مهم او ستراتیژيک پلان دی.