جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 550

طالبانو ته د خرم کنایه؛ډېر بد لوري ته روان یوو او تاریخي مسؤلیت یې هم خورا دروند دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وایي، افغانستان له یو بد راتلونکي سره مخ او د دې تاریخي مسؤلیت بار ډېر دروند دی.

هغه د یونیسف هغه وړاندوینه فاجعه بللې، چې که تر ۲۰۳۰ کال پورې پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زده‌کړو بې برخې شي.

نوموړی وایي، د دغې تاریخي فاجعې جبران به ډېر وخت وغواړي.

ښاغلی خرم زیاتوي، افغانان به تر دې وروسته ډېره بدرنګه دنیا ولري او بشري حقونه، انکشافي مرستې، انساني ارزښتونه او نور مسائل به ان د شعار په حد کې هم نه راځي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره:د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره مو ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ویلي، چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو کلک ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په خبره، ۵ میلیونه نور ډالر به هم ملګرو ملتونو ته ځانګړي شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له دغې مرستې یې هدف افغان ښځو او نجونو ته د بیړني خدمتونو برابرول دي.

عباس عراقچي:د ډونالډ ټرمپ لیک ته مو رسمي ځواب د عمان له لارې لېږلی

0

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې تهران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته خپل رسمي ځواب د عمان له لارې لېږلی دی.

ښاغلي عراقچي ویلي، چې دا ځوابي لیک د روان وضعیت او د ټرمپ د لیک د منځپانګې په اړه د ایران دریځ تشریح کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د زیات فشار او پوځي ګواښ تر شرایطو لاندې مخامخ خبرو ته حاضر نه دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د ایران دریځ لا هم پر خپل ځای دی؛ خو غیرمستقیمې خبرې دوام موندلی شي.

حرمین:د سعودي ولیهد محمد بن سلمان د روژې پاتې ورځې مکې مکرمې کې تیروي

0

د سعودي الحرمین پاڼې لیکلي، چې د دې هیواد ولیهد محمد بن سلمان نن د روژې په ۲۸مه بیت الله شریف ته نږدې په شاهي ماڼۍ کې میشت او پاتې ورځې مسجدالحرام ته نږدې تیروي.

پیغام کې ویل شوي، محمد بن سلمان د روژې مبارکې میاشتې پاتې ورځې د خدای کور ته نږدې تیروي.

د ملا هبت الله اختریز پیغام:د شریعت تطبیق او د حدود او قصاص پلي کیدل راته لومړیتوب لري

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې، یوځل بیا د شریعت په تطبیق او د حدودو او قصاص پلي کیدل د خپل حکومت لومړیتوب بللی.

ښاغلي اخوندزاده د طالبانو محکمې مکلفې کړي چې د «شریعت مطهرې په مطابقت کې فیصلې وکړي، او د الله تعالی حدود جاري کړي.»

نوموړي په پیغام کې “یووالی او اتحاد” د خپل نظام د بریا راز بللی او له افغانانو یې غوښتي، چې خپلمنځي یوالی ټینګ کړي؛ ځکه چې ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر شوي.

پیغام زیاتوي، “د دښمنانو دسیسو ته مو باید پام وي او په هر ډګر کې له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیته په کلکه دفاع کوو او د همدې نظام تر سیوري لاندې به افغانان متحد وساتو.”

کونړ؛د پشد ویجاړشوی پل چې طالبانو یې د جوړونې چارې پیل کړې وې، سیلاب وړی دی

د افغانستان له ختیځ کونړ ولایت څخه حماسه میډیا ته سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي، چې د دې ولایت د پشد ویجاړ شوی پل چې تازه یې د بیا جوړېدو چارې پیل شوې وې، سېلاب وړی دی.

دغو اوسیدونکو ویلي، چې طالبانو غوښتل چې دغه پل په نږدې ورځو کې ګټنې اخیستنې ته وړاندې کړي؛ خو له هغه وړاندې پل سیلاب یوړ.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو په طنزیه شکل په طالبانو نیوکه کړې.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي عارف الله صافي لیکلي:«پل یې نه دی وړی؛ خو کارونه سیلاب وځنډول.»
یوه بل کارونکي ارمان شینواري لیکلي:«دا قوي وو کلک یی جوړ کړی وو؛ خو اوبه راغلې نو قسمت خبره»

د یادونې وړ ده چې په طالبانو نیوکه ده چې د روغتیا، انجینیرۍ او ګڼو نورو تخصیصو ځایونو کې د ملایانو مقرري ددې لامل شوې چې د حکومتدارۍ چارې او عامه خدمات په ټپه ودریږي او یاهم نیمګړي ترسره شي.

ذبیح الله مجاهد:د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني د شیخ هبت الله په مشرۍ غونډه کې ګډون وکړ

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د استخباراتو رئیس ملا عبدالحق وثیق، د دفاع او کورنیو چارو مرستیالانو قیوم ذاکر او مولوي محمد نبي عمري د شیخ هیبت الله اخوندزاده په مشرۍ په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ او د هیواد امنیتي راپور یې وړاندې کړ.

ذبېح الله مجاهد لیکلي، په دې غونډه کې شیخ هبت الله اخوندزاده د امنیتي ادارو مسولینو ته د چارو د تنظیم او د طالب وسله والو د تجهیز او ظرفیت لوړونې په اړه سپارښتنې کړې.

له تیرو نږدې دریو میاشتو دا لومړی ځل دی چې سراج الدین حقاني د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د دفاع وزیر؛هغه عکس چې د «کافر» کلمه یې پر خپل لاس خالکوبي کړې، ګڼ غبرګونونه راپارولي

0

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هېګست، داسې عکسونه خپاره کړي چې د بدن خالکوبۍ یې پکې ښکاري.

د دې خالکوبیو له جملې څخه یو، چې په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړې توګه په ایکس کې ډېر پام ځانته را اړولی، د عربي «کافر» کلمه ده، چې د هغه پر ښي لاس ټټو شوې ده.

همداراز، د صلیبي جګړو شعار، «خدا غواړي» (Deus Vult)، د هغه پر بازو لیکل شوی او د اورشلیم صلیب د هغه پر لاس لیدل کېږي.

د پیټ هېګسټ دغه عکس خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي.

د یادونې ده چې«خدا غواړي» (Deus Vult) د صلیبي جګړو مشهور شعار و، چې لومړی ځل په ۱۰۹۵ میلادي کال کې د پاپ اوربان دوهم له خوا د کلرمونت په شورا کې د لومړۍ صلیبي جګړې د اعلان پر مهال وکارول شو.

صلیبیانو دا شعار د خپلو جګړو الهي مشروعیت باله او د اورشلیم او سپېڅلو ځمکو د نیولو لپاره یې د خدای اراده ګڼله.

ډونالډ ټرمپ:له طالبانو د نظامي تجهیزات اخیستو ته ښایي اړ شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د ښځو یوې غونډې ته ویلي، چې ښايي دوی اړ شي هغه نظامي تجهیزات چې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلي، بېرته واخلي.

هغه د امریکا پر پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکه کړې او ویلي یې دي چې بایډن میلیاردونه ډالره نظامي تجهیزات افغانستان ته پرېښي.

هغه دا نه ده روښانه کړې چې امریکا به دا تجهیزات له طالبانو څنګه بېرته اخلي.

ټرمپ تر دې مخکې هم څو ځله د افغانستان د جګړې پر پای ته رسېدو او د امریکایي تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

بي‌بي‌سي:د ترکیې حکومت زموږ یو خبریال له ۱۷ ساعته بند وروسته له هیواده ایستلی

0

بي‌بي‌سي په یوه بیان کې ویلي چې د ترکیې حکومت د دې رسنۍ یو خبریال، مارک لوون، له ۱۷ ساعته بند وروسته له هیواده ایستلی دی.

بي‌بي‌سي ویلي، مارک لوون چې د مظاهرو د پوښښ لپاره استانبول ته تللی و، د چهارشنبې په ورځ له خپل هوټل څخه ونیول شو.

د بي‌بي‌سي نیوز اجرائیه مشرې، ډبورا تورنس، ویلي، چې دا یوه ډېره د اندېښنې وړ پېښه ده او موږ به د ترکیې د مقاماتو پر ضد اعتراض وکړو.

هغې زیاته کړې، چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپلې دندې د ترسره کولو او د خبرونو د پوښښ له امله له داسې چلند سره مخ نشي.