د طالبانو حکومت سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
ددغې محکمې د میاشتو د لیدو کمېټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
د طالبانو حکومت سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
ددغې محکمې د میاشتو د لیدو کمېټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.
د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له راتلونکي پنځه او لس کالونه به په نړیواله کچه سخت کالونه وي او افغانان باید له بهرنیو مرستو تمې پرې کړي.
نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، افغانستان د ټولو دی او دردونه یې هم د ټولو یو دي.
ښاغلي غني زیاته کړې، نولسمه پېړۍ مو وبایلله، شلمه پېړۍ مو وبایلله او د یویشتمې پېړۍ لومړي ۲۵ کالونه مو هم وبایلل.
هغه دغه راز ویلي، اړتیا ده، چې مشروع اصول راوړل شي، ترڅو ټول لوري پکې ځان وویني.
سعودي عربستان اعلان کړی، چې میاشت یې ولیده او سبا په دغه هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
بل لورته تر اوسه د طالبانو حکومت رسمي اعلان نه دی کړی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي.
د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ورځ یې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې روزا اوتونبایوا سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو او د یوناما پر برنامو خبرې کړي دي.
په دې ناسته کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو تعلیم حیاتي ګڼلی او په دغه برخه کې یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې.
سعودي عربستان په دولس سیمو کې د میاشت لټون پیل کړی او اوس مهال د میاشت لیدلو د پرېکړې لپاره غونډه پیل شوې.
سره له دې چې لاهم سعودي د میاشت لیدلو اعلان نه دی کړی؛ خو یو شمېر هېوادونو دوشنبه د کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړې.
هند، پاکستان، مالیزیا، بنګلهدېش، اسټرلیا او برناوې هغه هېوادونه دي چې دوشنبه به پکې اختر وي.
په داسې حال کې چې مسلمانان په بېلابېلو هېوادونو کې د شوال د میاشتې د سپوږمۍ د لیدو په تمه دي، استرالیا، اندونیزیا او مالیزیا اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
د استرالیا د اسلامي فتوا شورا نن په یوه بیان کې ویلي: «د دوشنبې ورځ، د مارچ ۳۱مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، ځکه چې د شنبې په ماښام، د مارچ ۲۹مه، د شوال د میاشتې سپوږمۍ لیدل ناشوني دي.»
اندونیزیا هم په رسمي ډول اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، ځکه چې په دې هېواد کې هم د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده ثابته شوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ژر به د طالبانو له بنده یو بل امریکایي وګړی ازاد شي.
هغه دا خبرې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له قوله کړې دي.
خلیلزاد ویلي چې دغي بندی وګړی فای دي هال نومیږي.
لامعلومه نه ده چې د دغه بندي مقابل کې به د طالبانو حکومت ته څه ورکول شي.
تر دې وړاندې کابل ته د خلیلزاد له راتګ سره یو امریکایي وګړی ازاد شوی وو.
د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د پدي زر په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د موټر ترڅنګ چاودنه شوې، چې په پایله کې درې امنیتي سرتیري او یو ملکي کس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، دغه چاودنه تېره شپه د پاکستاني ځواکونو د موټر ترڅنګ رامنځته شوې، چې پکې درې سرتیري او یو ملکي وګړی وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
د سیمې خبریالان وايي، چې په برید کې هدف شوې موټر ته دروند زیان اوښتی دی.
د اسرائیل تلویزیون راپور ورکړی چې د حماس ځینې لوړپوړي غړي د اختر د اوربند په بدل کې د لږ شمېر اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو چمتووالی لري.
دوی ویلي، لا معلومه نه ده چې حماس به د یرغمل کسانو د خوشي کولو په بدل کې څه غوښتنه وکړي.
راپور زیاتوي چې د خوشي کېدونکو کسانو په ډله کې یو امریکایي ـ اسرائیلي سرتېری هم شامل دی، چې امریکا او قطر یې د آزادۍ غوښتنه کړې.
یاد تلویزیون ویلي، دا معامله تر ډېره د هغو اعتراضاتو له امله ده، چې په غزه کې د حماس پر ضد روان دي.
راپور وايي، چې حماس غواړي دا اعتراضونه کنټرول کړي، خو د اسرائیل د عملیاتو د دوام له امله یې مهارول ورته سخت شوي دي.
د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې د زلزلې له امله د مړو شمېر له زرو کسانو پورته شوی دی.
د میانمار د چارواکو په وینا، د ټپیانو شمېر ۲ زره او ۳۷۶ ته رسېدلی او لږ تر لږه ۳۰ کسان لا هم ورک دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې د زلزلې وړاندوینې ماډل اټکل کړی چې په میانمار کې د مړو شمېر ښايي له ۱۰ زرو پورته شي او اقتصادي زیانونه د دې هېواد د کلني تولید له کچې زیات شي.
د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آونګ هلائینګ، له نړیوالو څخه د بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې ده.