جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 546

علي خامنه‌یي:په سیمه کې یوازې یو نیابتي ځواک شتون لري او هغه اسرائیل دی

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي ویلي، چې په سیمه کې یوازې یو نیابتي ځواک شتون لري، او هغه اسرائیل دی، چې د استعمارګرو په استازیتوب جنایتونه کوي.

هغه د ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلي چارواکو د وروستیو ګواښونو له یادولو پرته ویلي، موږ ته ګواښونه کوي، چې بمبار به وکړي؛ خو موږ ډاډه نه یو چې دوی به دا کار وکړي، خو که یې وکړ؛ نو متقابل سخت ځواب به وویني.

نوموړي زیاته کړې، که دوی دا فکر ولري، چې زموږ په هېواد کې فتنه جوړه کړي؛ نو ملت به خپله هغوی ته ځواب ورکړي.

علي خامنه‌یي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ وکړ چې یا توافق وکړئ او یا به بمبار شئ.

فلسطین؛له رفح سره نږدې د ۱۵ ژغورونکو مړي موندل شوي

0

له رفح سره نږدې د یوې ډله‌ییزې هدیرې څخه د ۱۵ ژغورونکو د مړو تر موندل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې دا پېښه هېڅکله باید نه وای شوې.

د دې ادارې په وینا، د قربانیانو په منځ کې اته تنه د فلسطیني سرې میاشتې غړي، شپږ تنه د فلسطین د ملکي دفاع غړي، او یو د ملګرو ملتونو کارکوونکی شامل دي.

دا مرستندویه کاروان د مارچ د ۲۳مې د سهار په لومړیو ساعتونو کې په رفح کې د درنو ډزو هدف ګرځېدلې وه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې په هماغه وخت کې یې د فلسطیني سرې میاشتې له ټیم سره تماس بایللی و.

اسراییلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ؛د مې میاشت کې په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پلان لري چې د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ په لومړي بهرني سفر کې د مې میاشتې په منځ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.

اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو او د ټرمپ د سفر له پلانونو څخه د یوه باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې دا احتمالي سفر د امریکایي لوړپوړو چارواکو او د سعودي عربستان د سیالانو ترمنځ، په ځانګړي توګه د اوکراین د جګړې په اړه د وروستیو اونیو خبرو اترو کې مطرح شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې سعودي عربستان ته د ټرمپ د سفر پرېکړه د خلیج د هیوادونو، په ځانګړي ډول د اقتصادي همکارۍ او پانګونې په برخه کې، د ټرمپ د ادارې د نږدې اړیکو ښکارندویي کوي.

دا راپور داسې مهال خپور شو، چې سعودي عربستان هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب لپاره امریکا سره مرسته وکړي.

سره صلیب:میانمار سره بیړنۍ مرستې ته اړتیا ده

0

د سره صلیب چارواکو میانمار کې د ۷.۷ درجې زلزلې له امله د بشري بحران خبرداری ورکړی.

یاده زلزله، چې تر ۱۶۰۰ زیات کسان یې وژلي، د میانمار مهمې زېربناوې یې هم ویجاړې کړې دي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، دا یوه پیچلې بشري فاجعه ده چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون د ۱۱۳ میلیونه ډالرو د راټولولو غږ پورته کړی دی.

د یادونې ده چې نړیوالې مرستندویه ډلې میانمار ته رسېدلي، ترڅو له زلزله‌ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران د اټومي پروګرام په اړه توافق ونه کړي، سخت به بمبار شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي، سخت به بمبار شي.

هغه ویلي، چې دا بمبار به داسې وي چې مخکې یې هیڅ ډول ساری نه وي لیدل شوی.

د یادونې ده چې ټرمپ له دې وړاندې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌ای په نوم لیک هم استولی و.

د تهران چارواکي وایي، د دې لیک ځواب یې د عمان له لارې امریکايي چارواکو ته رسولی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، چې علي خامنه‌ای د ټرمپ لیک ته په ځواب کې ویلي، له امریکا سره د غیرمستقیمو مذاکراتو لاره خلاصه ده.

احمد مسعود:د حق او ازادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وایي، چې د حق او آزادۍ لپاره مبارزه تر ټولو ستر عبادت دی.

هغه د کوچني د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي، چې د عدالت په لاره کې درېدنه، د لوړ اخلاقي تعهد، انساني ارزښتونو او د وجدان د بیدارۍ تر ټولو لوړه بڼه ده.

نوموړي پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي، خپل پلویان د عدالت د تامین لپاره مبارزې ته هڅولي دي.

شیخ هبت‌الله افغانانو ته:د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې لور ته بوځي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده ویلي، چې حکومت او ملت باید سره جلا نشي.

نوموړي خپله د اختر د لمانځه وروسته وینا کې پر اتحاد، اتفاق او د اسلامي نظام پر ساتنې ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې اسلامي نظام یوازې د اتحاد او اتفاق له لارې بریا ته رسېږي او ټول ولس، د حکومت غړي او نظام سره یو دي.

هبت الله دغه راز ویلي، چې دی د خلکو تر منځ د «امارتي او غیرامارتي» نومونو ایښودو مخالف دی.

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې چې د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې او شخړو لور ته بوځي.

عبدالرشید دوستم:د برخلیک بدلون رانږدې شوی او موږ به له دې سختو حالاتو بریالي راوځو

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم طالبان د افغانستان د اوسني بحران اصلي مسئول بللي.

ښاغلي دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د افغانستان شرایط حساس او پیچلي حالت کې دي.

نوموړی وايي، سیاسي شخړې او مرموزې لوبې د ملت برخلیک له خطر سره مخ کړی.

هغع ادعا کړې، چې په افغانستان کې فقر، بې‌کاري او د عدالت نشتوالی لا هم دوام لري.

دوستم دغه راز ویلي، چې طالبان د ملت پر وړاندې ولاړ دي او باید ځواب ووایي.

دوستم له خلکو غوښتي، چې اتحاد وساتي او د افغانستان د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.

زلمي خلیلزاد:د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی امریکایي وګړی کابل کې د “قطر ملګرو” سره دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی امریکایي وګړی کابل کې د “قطر ملګرو” سره دی.

خلیلزاد ویلي چې فې‌هال به ژر خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

هغه په دې برخه کې د قطر له دوامداره هڅو هم مننه کړې.

د طالبانو سترې محکمې؛سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو حکومت سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ددغې محکمې د میاشتو د لیدو کمېټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.