جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 544

پولیټکو:هسپانیا کې د طالبانو پخوانی سفیر امریکا کې ونیول شو

پولټیکو راپور ورکړی، چې هسپانیا کې د طالبانو پخوانی سفیر له خپلې مېرمنې سره یو ځای د جنايي جرمونو په تور په امریکا کې نیول شوی دی.

محمد رحیم واحدي د شنبې په ورځ له ترکیې څخه امریکا ته تر رسېدو وروسته نیول شوی.

د هغه مېرمن، ریم شاکر د امریکا تبعه ده چې د ویرجینیا په سټرلینګ کې اوسېږي.

د یادونې ده،چې د نوموړي دیپلوماتیک مصؤنیت هم د روانې میاشتې پیل کې د جنسي تورونو له کبله لغوه شوی وو.

ګلبدین حکمتیار:ژر به د نویو خوشالیو او بریاوو خبرونه واورو

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ډېر ژر به د نویو خوشالیو او بریایوو خبرونو واورئ.

هغه خپلو پلویانو ته له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته دا خبره کړې ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو له هغه کار ځای هم اخیستی او له سیاسي فعالیتونو هم منع شوی دی.

بل لورته د نوموړي پر یو ټلویزون هم بندیز لګول شوی.

سرګي ریابکوف:پر ایران برید به ناوړه پایلې ولري

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی، چې پر ایران به برید ناوړه پایلې ولري.

سرګي ریابکوف ویلي، چې دوی دا چاره غندي او نا مناسب اقدام یې بولي.

هغه د تهران په اړه د ټرمپ څرګندونې غندلې دي.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.

حوثیانو؛تېره شپه د امریکا بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

0

د یمن حوثیانو ویاند یحیی سریع وايي، چې ځواکونو یې تېره شپه د امریکا «MQ-9» بې‌پېلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه ډرون په مارب ولایت کې د دوی له لوري په جوړ شوي توغندي وېشتل شوې.

مارب ولایت د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري او وخت ناوخت د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري پرې بریدونه هم کېږي.

دنېشن:د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې

پاکستانۍ رسنۍ”دنېشن” راپور ورکړی، د ۲۰۲۴ کال له جولای د ۲۰۲۵ تر فېبرورۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ټرانزیټي سوداګرۍ کې ۶۶ سلنه کموالی راغلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه کمښت ارزښت څه باندې یو میلیارد او ۴۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د تورخم لار د نږدې یوې میاشتې لپاره تړلې وه.

وانګ یي:روسیه مو داسې دوست دی، چې هیڅ وخت مو ترمنځ دوښمني نه راځي

0

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي چې روسیه یې همېشنۍ ملګرې ده او هیڅ وخت دوی د یو بل دوښمنان نه شي کېدی.

هغه مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې د روسیې او امریکا د اړیکو بېرته عادي کېدو څخه هم هرکلی کړی دی.

وانګ يي د روسیې RIA دولتي خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې دوی د تل لپاره ملګري، هېڅ‌کله دښمنان نه دي او په لوړه کچه د ستراتیژیکو همکاریو د پرمختګ لپاره د یوه قوي قانوني اساس په توګه کار کوي

تمي بروس:تر هغې چې طالبان ټول بندیان را ازاد نه کړي، مونږ غلي نه پاتې کېږو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده تمي بروس وایي، د طالبانو له لوري د فای هال ازادول دا څرګندوي چې طالبان د ترمپ حکومت ته ژمن دي، ترڅو ټول امریکایي بندیان ور ازاد کړي.

نوموړې وایي، ترهغې چې طالبان ټول امریکایي بندیان ازاد نه کړي، امریکا لاس تر زنې نه کېني.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې فای هال د قطر په منځګړیتوب ازاد شو.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:امنیت شورا او انتوني ګوتریش باید د ټرمپ څرګندونو ته توند غبرګون وښیي

0

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي د یاد سازمان له امنیت شورا او انتونيو ګوترېش غوښتي چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ ګواښوونکو څرګندونو ته جدي غبرګون وښیي.

یادې استازولۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک کې لیکلي، چې دا ډول بې پروا څرګندونې د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

لیک کې راغلي، چې د ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو د منشور څلورمې مادې خلاف دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ چې یا توافق وکړئ او یا به بمبار شئ.

د علي خامنه‌یي مشاور:که امریکا یا اسرائیل پر موږ برید وکړ، موږ به اټوم بم تولید کړو

0

د ایران د رهبر مشاور علي لاریجاني ویلي، که امریکا یا اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ نو دوی مجبور دي چې اټوم بم تولید کړي.

نوموړی وايي، ایران وړتیا لري؛ خو اوس د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چې د اټومي وسلو د تولید پر لور نه ځي.

هغه زیاتوي، امریکا سهوه کوي، چې په دې برخه کې پر ایران فشار واردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اټومي وسلو پر سر د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي.

د اسرائیل پوځ:بیروت کې مو د حزب الله مهم غړی وژلی

0

د اسرائیل پوځ اعلان کړی، چې بیروت کې یې د یو برید پر مهال د حزب الله مهم غړی وژلی.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس په دې وروستیو کې حماس ته پر اسرائیل د برید په اړه طرحه ورکړې وه.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس یو بېړنی ګواښ هم بلل کېده.

تر اوسه د وژل شوي کس په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.