جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 543

زیلنسکي:اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پرځای کېدو په اړه خبرې پیلوو

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي، ټاکل شوې سبا به د امنیتي تضمین لپاره اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبرې پیل کړي.

نوموړي د المان د بهرنیو چارو وزیر سره خبرو کې ویلي، چې کیف په دې اړه د خپلو متحدینو ځواب ته په تمه ده.

د یادونې ده چې اوکراین غواړي بحري، هوایي او ځمکني ځواکونه د دوی خاوره کې مېشت شي.

وال سټریټ:که امریکا پر ایران برید وکړي؛ نو ایران به فارس خلیج کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړي

0

وال سټریټ ژورنال د یو ایراني چارواکي له قوله ویلي، که امریکا پر دوی برید وکړي؛ نو تهران به په خلیج فارس کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړي.

سرچینې ویلي، چې د برید په صورت کې به ان یو یو امریکايي سرتېری هم د دوی لپاره هدف وي.

بل لورته امریکا هم یو شمېر جنګي بېړۍ او تجهیزات منځني ختیځ ته لېږدولي.

وال سټریټ ویلي، چې ښايي د دغو تجهیزاتو لېږدول له ایران سره د جګړې لپاره وي.

رویټرز:ټرمپ له روغتیايي بنسټونو څخه د لس زره کسانو د اېستلو لړۍ پیل کړه

0

رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ د امریکا روغتیايي بنسټونو څخه د لس زره کارکوونکو د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کارمندان له خبرتیا څو ساعته وروسته کارځایونو ته له ورتګ منع شوي دي.

دا کسان د خوړو او درملو، د ناروغیو پر وړاندې د مخنیوي، او ملي روغتیا له بنسټونو اېستل شوي دي.

د یادونې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم له یو شمېر بنسټونو کارکوونکي اېستلي دي.

سرګي ریابکوف:اوس وخت کې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د امریکا غوښتنې نشو منلی

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف اعلان کړی، چې دوی اوس مهال نشي کولای، چې د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپار د امریکا شرایط ومني.

هغه ویلي، چې دوی د امریکا وړاندیزونه په جدي ډول نیسي؛ خو اوس نه شي کولای دا جګړه پای ته ورسوي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو وړاندیزونو کې د یادې ستونزې د حل لپاره اساسي ټکي نشته او د روسیې ټولو وړاندیزونو ته په کې په کمه سترګه کتل شوي.

المان؛د فلسطینیانو د ملاتړ کوونکو څلورو فعالانو د ایستلو حکم صادر کړ

0

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یهود ضد دریځ او د تروریزم د ملاتړ په تور د څلورو بهرنیانو د ایستلو پرېکړه وکړه.

په ایستل شویو کسانو کې د اروپایي اتحادیې درې اتباع او د امریکا یو تبعه شامل دي.

یاد فعالان تر ۲۱م اپرېل پورې وخت لري چې آلمان پرېږدي، که نه نو د المان د حکومت له لوري به په زور وایستل شي.

منظور پښتین، پښتنو ته:د ظلم خلاف ټول یو موټی شئ، د بل درد له یو څو ورځو تېرېدو وروسته مه هېروئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د ظلم خلاف د دوی د ملي دریځ قوت ځکه ډېر بریالی نه دی، چې خلک ملي احساس په سیمه‌ییز احساس بدلوي.

نوموړی وایي، که یوه سیمه کې ریاست ظلم وکړي؛ نو یوازې د همغې سیمې خلک غږ پورته کوي او د یو څو ورځو له تېرېدو وروسته هر څه بېرته ساړه شي.

د منظور په خبره، پاکستانی ریاست پښتنو ته هیڅ وخت حق نه ورکوي، له دوی سره به هیڅکله انصاف ورنکړي.

نوموړي له پښتنو غوښتي چې یو موټی شي او په هر وګړي او سیمې شوی ظلم پر خپل ورو او خپل کور شوی ظلم وګڼي.

پولیټکو:هسپانیا کې د طالبانو پخوانی سفیر امریکا کې ونیول شو

پولټیکو راپور ورکړی، چې هسپانیا کې د طالبانو پخوانی سفیر له خپلې مېرمنې سره یو ځای د جنايي جرمونو په تور په امریکا کې نیول شوی دی.

محمد رحیم واحدي د شنبې په ورځ له ترکیې څخه امریکا ته تر رسېدو وروسته نیول شوی.

د هغه مېرمن، ریم شاکر د امریکا تبعه ده چې د ویرجینیا په سټرلینګ کې اوسېږي.

د یادونې ده،چې د نوموړي دیپلوماتیک مصؤنیت هم د روانې میاشتې پیل کې د جنسي تورونو له کبله لغوه شوی وو.

ګلبدین حکمتیار:ژر به د نویو خوشالیو او بریاوو خبرونه واورو

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ډېر ژر به د نویو خوشالیو او بریایوو خبرونو واورئ.

هغه خپلو پلویانو ته له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته دا خبره کړې ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو له هغه کار ځای هم اخیستی او له سیاسي فعالیتونو هم منع شوی دی.

بل لورته د نوموړي پر یو ټلویزون هم بندیز لګول شوی.

سرګي ریابکوف:پر ایران برید به ناوړه پایلې ولري

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خبرداری ورکړی، چې پر ایران به برید ناوړه پایلې ولري.

سرګي ریابکوف ویلي، چې دوی دا چاره غندي او نا مناسب اقدام یې بولي.

هغه د تهران په اړه د ټرمپ څرګندونې غندلې دي.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې دي.

حوثیانو؛تېره شپه د امریکا بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې

0

د یمن حوثیانو ویاند یحیی سریع وايي، چې ځواکونو یې تېره شپه د امریکا «MQ-9» بې‌پېلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دغه ډرون په مارب ولایت کې د دوی له لوري په جوړ شوي توغندي وېشتل شوې.

مارب ولایت د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري او وخت ناوخت د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري پرې بریدونه هم کېږي.