چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 514

سراج الدین حقاني؛ کابل کې له نږدې دوه میاشتنې ځنډ وروسته نن وزارت ته ورغلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کابل کې له نږدې دوه میاشتنې ځنډ وروسته نن دغه وزارت ته ورغلی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې کورنیو چارو وزارت د رهبري غونډه نن د وزارت د سرپرست وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

قانع زیاته کړې، چې په دغه ناسته کې د وزارت معینانو او اړوند لویو رئیسانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې سراج الدین حقاني ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت ټول منسوبین د ولس د خدمت لپاره توظیف شوي او باید د خلکو هوساینه او د هغوی امنیت خپل لومړیتوب وبولي.

نوموړي د امنیتي ځواکونو د مثبت تعامل، مکلفیتونو ته ژمنتیا او ولس سره همغږي ضروري بللې.

خالد حنفي:دعوت، امارت او جهاد تر فردي عبادتونو غوره ټولنیز عبادتونه دي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وايي، چې دعوت، امارت او جهاد ټولنیز عبادتونه دي او ټینګار یې کړی، چې دا عبادتونه تر فردي عبادتونو غوره دي.

هغه په دې غونډه کې د طالبانو مسوولین او عالمان د ټولنې رهبران بللي دي.

حنفي دغه راز ټینګار کړی، چې هغه خلک هم باید ونیول شي، چې خپلې لوڼې په زوره په نکاح ورکوي.

د یادونې ده، چې دغې ناستې کې د ویډیو اجازه نه وه ورکړل شوې.

اوکراین کې اوربند؛مسکو او کیف کې د یو بل ۵۰۰ بندیان خوشې کړي

0

د روسیې دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۹۲ جنګي اسیرانو د تبادلې خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې دواړو هېوادونو د یو بل ۲۴۶ بندیان خوشې کړي دي.

دا بندیان د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ازاد شوي.

د بندیانو دا تبادله په داسې حال کې کېږي، چې دمګړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د عیسویانو د اختر په مناسبت ۳۰ ساته اوربند هم ټینګ شوی.

بنین هېواد؛القاعده ددې هېواد په نظامي اډو برید کړی، او نږدې ۷۰ پوځیان یې وژلي

0

القاعده پورې تړلې یوې ډلې بنین هېواد کې پر دوو نظامي اډو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یې په کې ۷۰ پوځیان وژلي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د نا امنیو شاهد دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په شمالي ساحل سیمه کې د داعش ډلې حضور پیاوړی شوی دی.

بنین لویدیځه افریقا کې پروت هېواد دی، چې ډېر وګړي یې مسلمانان او عیسویان دي.

نایجریا؛نامعلومه وسله والو ۵۶ کسان وژلي

0

نا معلومو وسله والو د نایجریا په مرکز کې شپږپنځوس کسان وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې دا پېښه په بنو ایالت کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د نایجریا حکومت ویلي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د طالبانو حکومت؛د ترانسفورت او هوایي چلن وزارت یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر لاړ

د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت اړوند یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر تللی دی.

دا پلاوی د یاد وزارت د پروژو د پلان، څېړنې او تطبیق د رییس په مشرۍ دغه هېواد ته تللی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د دغه سفر موخه دواړو هېوادونو کې د ټرانزیټي موټرو د تیرپارک او د ټرانسپورټي زېربناو د پراختیا لپاره د ځمکې مالومول ښودلي دي.

زیلنسکي:پر روسیې باور نشي کېدای او له دې مخکې یې څو ځله د اوربند طرحه رد کړې

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، پر روسیې باور نشي کېدلای او دوی څو ځله د اوربند طرحه رد کړې ده.

هغه دا خبرې وروسته تر هغې کوي، چې ولادمیر پوتین د عیسویانو د اختر له کبله اوکراین کې دېرش ساته اوربند اعلان کړ.

پوتین هیله څرکنده کړې، چې اوکرایني ځواکونه به هم دغه لنډ مهالي اوربند ته ژمن پاتې شي؛ خو په ورته مهال یې بیا خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې احتمالي برید ته چمتو وي.

دا اوربند تېر ماښام پیل او د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.

غزه؛له تېرې ورځې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۵۴ تنه وژل شوي

0

له تېرې ورځې راهیسې پر غزې د اسرائیل د بریدونو پر دوام ۵۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

بل لورته الجزیرې راپور ورکړی، چې د دغو بریدونو پر مهال شپږ اسراییلي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینې زیاته کړې، له دې منځه یو تن وژل شوی، پنځه ټپیان دي، چې د درې تنو وضعیت نازک دی.

په ورته مهال د اسرائیل لومړي وزیر پر غزه د فشار زیاتولو امر کړی دی.

اکسپریس ټریبون:طالبانو د امریکا له پاتې وسلو ۵ زره میله په ترهګرو ډلو پلورلې دي

اکسپریس ټریبون راپور ورکړی، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، په افغانستان کې له پاتې وسلو څخه پنځه زره میله یې په غیر قانوني ډول په ترهګرو ډلو پلورلې ده.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو هم ویلي، چې له دغې وسلو یوه برخه یې القاعده پورې تړلې ډلې ته ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت په سمدستي ډول دا راپور رد کړی؛ خو لاهم دا ډله په افغانستان کې د وسلو په کره شمېر او موجودي نه پوهېږي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د وسلو ډېرې ډېپوګانې په خپل سرې ډول سپړل شوې او د وسلو د وېش او خرڅ په اړه یې هیڅ معلومات نشته.

په امریکا کې؛د ټرمپ د تګلارو پر ضد پراخ لاریونونه شوي

0

زرګونه امریکایانو پرون ورځ د هېواد په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او یو شمېر نورو ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارو پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.

لاریونوالو د سپینې ماڼۍ مخې ته د ټرمپ پر هغو پرېکړو نیوکې کړې، چې د کډوالو ایستل، د دولتي دندو له منځه وړل، او د اوکراین او غزې په جګړه کې د امریکا لاسوهنه پکې شامله ده.

دا لاریونونه داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال د جنورۍ میاشتې له لوړې وروسته د دولت د موثریت څانګې له رییس او امریکایي میلیاردر ایلن ماسک سره په ګډه، څه باندې ۲۰۰ زره دولتي دندې ختمې کړې دي.

لاریونوال وايي، دا تګلارې د عامو امریکایانو پر ژوند منفي اغېز لري او د نړیوالو شخړو لا ژورېدو ته لاره هواروي.