جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 514

عمر داودزی هبت الله ته:‬‫که عمري عدالت وي او عوام فریبي نه وي؛ نو د عابدې د ځان سوځولو قضیه څه ده؟

د جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي په غور ولایت کې د عابدې د ځان سوزولو قضیې ته په اشارې لیکلي:«تاسې وایئ د قدرت جزیرې ختمې شوي. پاټکونه نشته. زورواکي پای موندلې. د امیر فرمان په ټول هېواد کې نافذ دی.»

ښاغلي داودزي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي که واقعا دا هرڅه شته او عوام فریبي نشته؛ نو د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کې د #عابدې د ځان سوزولو قضیه باید وڅیړل شي.

ښاغلي داودزي لیکلي:«ګورو چې عمري عدالت شته که هسې عوام فریبي ده.»

د یادونې وړه ده چې د عابدې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې ځان سوځولی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خیبر پښتونخوا؛په چارسده کې نامعلومو وسلوالو یو پولیس افسر وژلی او یو بل تن یې ټپي کړی

0

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې کې د غني خان سړک پر سر نامعلومو وسلوالو د پولیسو یو افسر په ډزو وژلی او د صحت څانګې یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی.

پېښه د سټي پولیس تاڼې په ساحه کې رامنځته شوې.

پاکستاني پولیسو د پېښې د پلټنو لپاره سیمه کلابنده کړې.

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

د سویلي کوریا استخباراتي اداره:د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري د اوکراین جګړه کې مړه او ټپیان شوي

0

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې راپور ورکړی چې د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا نږدې ۴۷۰۰ سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغې ادارې د پارلمان یوې پټې ناستې ته ویلي چې تر دې دمه ۶۰۰ د شمالي کوریا سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۱۰۰ نور ټپیان دي.

شمالي کوریا تازه منلې چې د کورسک په ځینو سیمو کې یې له روسي ځواکونو سره پوځي مرسته کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي هم تر دې وړاندې پر شمالي کوریا تور لګولی و چې پوځیان یې د روسیې په ملاتړ جنګېږي.

امریکایي رسنۍ:په امریکا کې پخوانی افغان سرتېری د لفظي شخړې له امله په ډزو وژل شوی

امریکایي رسنیو په امریکا کې د مېشت پخواني افغان سرتېري، عبدالرحمن وزیري، د وژنې راپور ورکړی دی.

هغه د ټکساس ایالت د هیوستون ښار په یوه استوګنیز کمپلکس کې د موټر پارک کولو پر سر له یوه کس سره لفظي شخړه کړې، چې په پایله کې پرې ډزې شوې او وژل شوی دی.

نوموړی له خپلې مېرمن او دوو کوچنیو لوڼو سره هلته اوسېده.

د هغه ورور وایي، وزیري له ځانګړو ځواکونو سره کار کړی و او دوی امریکا ته د امن لپاره راغلي وو؛ خو اوس هم خوندي نه دي.

پولیسو ویلي، شکمن کس خپله تسلیم شوی، وسله یې ضبط شوې او پلټنې ترې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ:که زه نه وای، پوتین به ټول اوکراین نیولی وای

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سره له دې چې روسیه پر اوکراین بریدونه کوي؛.خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې کړې.

هغه ویلي: «پوتین غواړي سوله راولي، که زه دلته نه وای، هغه به غوښتل چې ټول اوکراین تر کنټرول لاندې راولي.»

نوموړي زیاته کړې چې زما په اند د پوتین اصلي هدف د ټول اوکراین نیول و؛ خو زما له امله به هغه دا کار ونه کړي.

امیرخان متقي؛د قطر د بهرنيو چارو مرستیال وزیر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د طالباتو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

دواړو لوریو د افغانستان د روان سیاسي او بشري وضعیت تر څنګ، د اقتصادي ثبات، بشري مرستو، او د سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو د اغېزمنتیا په اړه بحث کړی دی.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې باید د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د افغانانو د امنیت او دوامدار پرمختګ لپاره ګډه همغږي او همکاري روانه وساتل شي.

ایران:محسن لنگرنشین د موساد سره د همکارۍ په تور مو اعدام کړ

0

د ایران قضائیه قوې نن اعلان کړی چې محسن لنگرنشین، د موساد استخباراتي شبکې سره د جاسوسۍ او همکارۍ په تور، اعدام شوی دی.

د قضائیه قوې په اعلامیه کې راغلي چې لنگرنشین د اسرائیل د استخباراتي ادارې له افسرانو سره نږدې اړیکې درلودې او د دوی له لوري ورکړل شوي ماموریتونه یې پلي کول.

ویل شوي چې هغه د ترهګریزو عملیاتو په ملاتړ او د سپاه پاسداران د لوړپوړي غړي، حسن صیاد خدایي، د ترور په صحنه کې هم حضور درلود.

صیاد خدایي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه په ختیځ تهران کې په ډزو ووژل شو.

د میزان خبري آژانس په وینا، نوموړی پخپلو جرمونو اعتراف کړی و او دوه ځله یې په ګرجستان او نپال کې د موساد له افسرانو سره لیدلي وو.

په غور کې د عابدې ځان‌وژنه؛د ښځو د آزادۍ غوښتونکو غورځنګ د عدالت او نړیوال غبرګون غوښتنه کړې

د ښځو د آزادۍ غوښتونکو غورځنګ په غور ولایت کې د عابدې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د زړه‌بوږنوونکې ځان‌ وژنې پېښه سخته غندلې ده.

دغه غورځنګ وایي، دا پېښه د طالبانو د ظلم، د ښځو ضد چلند او د بشري حقونو د مدافعو ادارو د چوپتیا څرګند ثبوت دی.

د دوی په وینا، عابده د کورني تاوتریخوالي او نارینه‌محورې ټولنې پر وړاندې د ژوند پر ځای مړینه غوره کړه او ځان یې وسوځوو.

یاد غورځنګ د یوه بې‌طرفه، شفاف او خپلواکه تحقیق غوښتنه کړې او له نړیوالو ادارو یې غوښتي چې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي او د طالبانو جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

امریکا د هند او پاکستان ترمنځ؛د تاوتریخوالي کمېدو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته زور ورکړی

0

وروسته له هغې چې د کشمیر په پېښه کې ۲۶ تنه ووژل شول او د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارامولو لپاره ډیپلوماټیک گامونه پورته کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي، دا هڅې د دې لپاره کېږي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو مخنیوی وشي او دواړه هېوادونه د زغم له لارې ستونزې حل کړي.

امریکا د اپرېل ۲۲مې د پهلګام پېښې د پلټنو لپاره پر بې‌طرفه نړیوال تحقیق هم ټینګار کړی، کوم چې پاکستان هم ورته چمتووالی ښودلی.

د هند او پاکستان اړیکې تر دې پېښې وروسته خرابې شوې دي؛ خو واشنګټن وایي چې له دواړو هېوادونو سره تماس لري او د سیمې ثبات ته ژمن دي.

عمران خان: د نریندرا مودي د یرغل پر وړاندې یو موټی ملت یوو

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، ویلي چې پاکستان که څه هم له داخلي اختلافونو سره مخ دی؛ خو د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د جنګ‌خوښۍ او یرغل پر وړاندې متحد او یو موټی ملت دی.

نوموړي دا څرګندونې د وکیلانو یوې ډلې ته د خبرو پر مهال کړې او ویلي یې دي چې د مودي خطرناک ارمانونه د سیمې ثبات ته ګواښ دي؛ خو پاکستان به ورته کلک ځواب وایي.

دا څرګندونې له هغه وروسته شوې چې په کشمیر کې د سیلانیانو پر موټر برید وشو او هند یې پړه پر پاکستان واچوله؛ خو اسلام‌آباد دا تورونه رد کړي او د بې‌طرفه تحقیق غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان حکومت ویلي، که هند هر ډول یرغل وکړي، سخت ځواب به ورکړي.