جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 513

د پاکستان د پلان جوړونې وزیر:هند نشي کولای له اندس د اوبو تړون څخه يو طرفه وتل اعلان کړي

د پاکستان د پلان جوړونې وزير احسن اقبال ويلي، چې هند نشي کولای له اندس د اوبو له تاريخي تړون څخه يو طرفه وتل اعلان کړي.

نوموړي دا څرګندونې په دوبۍ کې د پاکستان د قونسلګرۍ له‌خوا یوې جوړې شوې غونډې ته کړې.

هغه ويلي، نړيوال بانک د تړون تضمين کوونکی دی او د دې مسؤليت لري چې د تړون پلي کېدل يقيني کړي.

اقبال زياته کړې چې پاکستان به دیپلوماتيکې هڅې جاري وساتي او د اوبو پر حق به هېڅ ډول معامله ونه کړي.

نوموړي د هند وروستيو تحريکاتو ته په اشارې سره ويلي، که هند تېری وکړي؛ نو زيات تاوان به هم دوی وويني.

هند؛د پاکستان پر ټولو الوتنو فضايي بنديز ولګاوه

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان پر ټولو الوتنو یې د خپلې فضايي حريم دروازې تړلې دي.

دغه اقدام وروسته له هغه وشو چې په کشمير کې د سېلانيانو پر کاروان مرګونی برید وشو، چې له امله يې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ بې‌سارې زیات شوی دی.

پاکستان ویلي، باور لري چې هند ښايي په نږدې ورځو کې نظامي برید وکړي او وايي د هر ډول مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند د بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره د دواړو هېوادونو د کړکیچ پر کمېدو خبرې کړې.

ملګري ملتونه:پر افغانستان د مرستو بندېدل به ناورين رامنځته کړي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بشري مرستو د بندېدو له امله به د مرستو بهير له سختو ستونزو سره مخ شي او د ميليونونو کسانو ژوند به خطر کې واچوي.

ملګرو ملتونو ويلي، دا مهال ۲۳ ميليونه افغانان مرستو ته اړتيا لري؛ خو د مالي سرچينو له کمښت سره يوازې نيمايي ته به رسېدنه وشي.

یاد سازمان همداراز ویلي، چې د بوديجې د کمښت له امله تر ۴۰۰ ډېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي او درې ميليونه کسان له لومړنيو روغتيايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

امريکا او اوکراين؛د منرالونو یو مهم تړون لاسليک کړ

امريکا او اوکراين د چهارشنبې په ورځ د منرالونو يو مهم تړون لاسليک کړ، چې له اوږده ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ نوې ژمنتيا بلل کېږي.

د امريکا د خزانې وزير سکاټ بيسنټ ويلي، دا تړون د اوکراين د سولې او هوساينې لپاره د دواړو لوريو ژمنتيا څرګندوي.

بل لور ته اوکراين ويلي، د تړون له مخې به د خپلو نادره زېرمو بشپړ کنټرول وساتي، او دواړه هېوادونه به يو شريک د بيا رغونې صندوق جوړوي.

اوکراين دا تړون د اوږدمهاله پانګونې لپاره مهم ګام بللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، امريکايي حضور به د ناوړه عناصرو مخه ونيسي.

مارکو روبيو:هند او پاکستان دې د کړکېچ کمولو لپاره ګډ کار وکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو له هند او پاکستان غوښتي چې د جمو او کشمير د وروستۍ ترهګريزې پېښې وروسته، د تاوتريخوالي د کمولو لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي د پاکستان له لومړي وزير شهباز شريف او د هند د بهرنيو چارو له وزير سبرامنیم جېشنکر سره جلا جلا ټليفوني خبرې کړې دي.

روبيو د اپرېل په ۲۲مه د پاهلګام بريد غندلی او له پاکستان يې د پلټنو په برخه کې د بشپړې همکارۍ غوښتنه کړې.

هغه دواړه هېوادونه هڅولي چې مستقيمې خبرې پيل کړي او د سولې لپاره ګډې هلې‌ځلې وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د هند کړنې “پارونکي” بللي او ويلي يې دي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړي دي.

هغه د پېښې د نړېوالې، روڼې او بې‌طرفې پلټنې غوښتنه کړې او له امريکا يې غوښتي چې هند ته د مسؤلانه چلند مشوره ورکړي.

اسحاق ډار:د هند سیاسي هڅونې سیمه له جدي ګواښ سره مخ کړې

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي، هند چې د پاهلګام برید پړه پرته له ثبوته پر پاکستان اچوي، غواړي له خپلو امنیتي ناکامیو او د کشمیر له مسلې پام واړوي.

اسحاق ډار د پوځ د ویاند او د بهرنیو چارو وزارت له ویاند سره یو ځای په یوه خبري ناسته کې ویلي، پاکستان د سیمې ثبات ته ژمن دی؛ خو د هر ډول برید په صورت کې به پرېکنده ځواب ورکړي.

ډار زیاته کړې چې د ترهګرۍ قرباني پاکستان دی او له همدې امله د ملکي وګړو وژنې غندنه کوي؛ خو هند باید د ثبوتونو پر بنسټ خبرې وکړي، نه د سیاست پر بنسټ.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هند له خوا د اسلام‌ضد نفرت، دروغجنو تورونو، او د اوبو تړون د یو اړخیز لغوه کولو په څېر ګامونو ته باید جدي پام وکړي.

د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ؛په سرحدي سیمه کې نښتې شوي

0

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د هندي ځواکونو ترمنځ په سرحدي کیني او منډل سیمو کې نښتې شوي.

دوی وایي، دا بریدونه د اپرېل پر ۲۹ او ۳۰مه د شپې ترسره شوي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه نښتو کې یې د هند چکپترا پوسته هم له منځه وړې ده.

پاکستان وايي، پوځ یې د هېواد د دفاع لپاره چمتو دی، او هند دې له پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي.

سوریه؛د نښتو له امله ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

0

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې نن د پلازمېنې دمشق ته نږدې د وسله‌والو بریدونو له امله ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاغي ډلو د صحنایا سیمې پر حکومتي پوستو او امنیتي مرکزونو بریدونه کړي دي.

راپورونه وايي، نښتې د سې شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او د درزي اقلیت ترمنځ پیل شوې وې.

سره له دې چې سهار وختي د سولې د یوې هوکړې خبر ورکړل شوی و؛ خو نښتې لا هم دوام لري.

طالبان: د عمان له زندانونو مو شپږ تنه افغانان راخوشې کړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د عمان له زندانونو څخه شپږ افغان بندیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د عمان د پادشاه سلطان هیثم بن طارق آل سعید له خوا د کوچني اختر په مناسبت شوې وه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د خوشې شویو بندیانو شمېر نهه و، چې له هغوی شپږ تنه ازاد شوي، او پاتې درې نور به هم ډېر ژر خوشې شي او افغانستان ته ستانه شي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دغه اقدام د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو ښکارندوي کوي.

د بې سارې ګرمۍ پل؛ پاکستان کې تودوخه ۵۰ سانتي ګراد ته رسېدلې

0

په داسې حال کې چې جنوبي آسیا له سختې ګرمۍ سره مخ ده، پاکستان کې د اپرېل د میاشتې تودوخه ښايي تر نړیوال ریکارډ هم واوړي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د پاکستان مرکزي او جنوبي سیمو کې تېره اونۍ تودوخه ۴۷ سانتي‌ګراد ته رسیدلې، او د تودوخې له مخې د نوابشاه ښار په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۰ سانتي‌ګراد نړیوال ریکارډ هم لري.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې (PMD) له اپرېل ۲۶مې تر ۳۰مې د ګرمۍ خبرداری ورکړی او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې.

د منځني ختیځ، افریقا او جنوبي آسیا په شمول، شاوخوا ۲۱ هېوادونه د ۴۳ سانتي‌ګراد یا تر دې زیاتې تودوخې سره مخ دي.

د ویلو ده چې نړیوالو راپورونو ته په کتو، روان کال د تودوخې له پلوه له ۲۰۲۴ وروسته تر ټولو ګرم کال ګڼل شوی، او د اپرېل په میاشت کې د ځمکې ۶۳ سلنه برخو له منځنۍ کچې زیاته ګرمي تجربه کړې ده.