جمعه, جون 19, 2026
Home Blog Page 51

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

سبا د جون اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې غونډه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره جورجېت ګانیون به په دغه غونډه کې د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

همداراز ویل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځونې پرېکړه هم تر ارزونې لاندې ونیول شي.

د هند او افغانستان ټسټ سيالي؛افغان لوبډله د هند ستر هدف ته په ځواب کې له سختې ازموینې سره مخ ده

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې ټسټ لوبې دویمه ورځ د کوربه لوبډلې په برلاسۍ پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په جریان کې د پنځو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

تر دې وړاندې هندۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۶۴ منډو ستره مجموعه جوړه کړې وه، چې له امله یې اوس د افغانستان پر وړاندې ۴۵۱ منډې مخکې‌والی لري.

د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه تر ټولو ښه توپوهنه کړې او د ورځې تر پایه په ۴۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

د هند د توپ اچونې په برخه کې مانف سوتار درې افغان لوبغاړي سوځولي دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبغاړي د لوبې په درېیمه ورځ خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړي.

اريانا افغان هوايي شرکت:د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ الوتنې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، د افغانستان او هند ترمنځ هوايي تګ راتګ د پام وړ زیات شوی او د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د الوتنو شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه ترسره کېده، خو اوس دا شمېر اوو الوتنو ته رسېدلی او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

ياد شرکت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو اړیکو پراخېدو د الوتنو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده.

لوګزامبورګ؛ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې د لوکزامبورګ حکومت د افغانستان د بشري مرستو له صندوق یره ۳۰۰ زره یورو، چې شاوخوا ۳۴۳ زره او ۶۰۰ امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا ویلي، دغه مالي مرسته به د هغو افغانانو لپاره د ژوند ژغورونکو بشري مرستو په برابرولو کې وکارول شي چې له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د لوګزامبورګ له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ملاتړ به اړمنو ټولنو ته د مرستو د رسولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان لا هم له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د میرویس عزیزي په مرسته؛قرغزستان کې افغان زده کړیالانو خپلې زده کړې بشپړې کړې

افغان سوداګر او پانګه‌ وال میرویس عزیزي ویلي، د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یې د افغان زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی دی.

عزیزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېر کال، وروسته له هغې چې د امریکا حکومت په قرغزستان کې د افغان زده کړیالانو د بورسونو د بندېدو پرېکړه وکړه، نوموړي دغه هېواد ته سفر وکړ او د بورسونو د دوام لپاره یې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړه.

د هغه په وینا، د همدې پروګرام یو شمېر افغان زده کړیالانو اوس خپلې زده کړې بشپړې کړې او د جون په شپږمه یې د منځنۍ آسیا له امریکایي پوهنتون د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

عزیزي ویلي، د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د ګډون او ورسره د لیدنې لپاره یو ځل بیا بشکېک ته تللی او له فارغ شویو افغان زده کړیالانو سره یې لیدلې دي.

نوموړي همدارنګه د زده کړیالانو د فراغت د لمانځنې په مناسبت د یوې ځانګړې مېلمستیا کوربتوب هم کړی دی.

میرویس عزیزي په خپل پیغام کې هغو افغان زده کړیالانو ته چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ستونزو سره سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د بریا او روښانه راتلونکي هیله څرګنده کړې ده.

حامد کرزي؛مطیع الله ویسا ته د آزادۍ جایزې ګټلو مبارکي ویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افعانستان کې د زده کړو د حقونو فعال مطیع الله ویسا ته د فرانسې نورماندي پوهنتون له لوري د آزادۍ جایزې ګټلو مبارکي ویلي.

حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د مطیع الله ویسا فعالیتونه خدمتونه ستایم او ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کوم.

مطیع الله ویسا څه ورځې وړاندې په فرانسه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نورماندي سیمې له نورماندي پوهنتون او د فرانسې د بشري حقونو او زده کړو انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۶ز کال د آزادۍ جایزه ترلاسه کړه.

نوموړی په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو د حقونو لپاره کار کوي په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې یې فعالیتونه د نړیوالو د پام وړ ګرځېدلي دي.

د طلوع نیوز مشر: افغانستان کې د ښځو ژوند عادي دی؛ د طالب چارواکو لوڼې هم ښوونځیو ته ځي

افغانستان کې د خصوصي رسنۍ طلوع نیوز او موبي ګروپ مشر سعد محسني چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو ورځنی ژوند عادي دی او د پخواني حکومت له وروستیو کلونو سره ډېر توپیر نه لري.

محسني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ښځې په افغانستان کې له مخ پټولو پرته تګ راتګ کولی شي، موټر چلوي او آن د طالبانو د حکومت د لوړپوړو مشرانو لوڼې هم ښوونځیو ته ځي.

خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې دغه نجونې کومو ښوونځیو ته ځي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته پر ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. همدارنګه د موبي ګروپ ښځینه کارکوونکې هم د کاري مقرراتو له مخې دفتر او کارځای ته په ماسک پوښلي مخ سره راځي.

د محسني څرګندونو د ښځو د حقونو د فعالانو او یو شمېر پخوانیو سیاستوالو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړې مریم سما ویلي، سعد محسني تل د طالبانو لابیګر و. نوموړې همداراز موبي ګروپ د پخواني حکومت په سقوط کې پر تبلیغاتي جګړې تورنوي او زیاتوي، لږ تر لږه اوس مو باید باور وشي چې دغې رسنۍ څنګه د ولسمشرۍ ریاست سقوط او د طالبانو حکومت بیا واکمنېدو ته لار هواره کړه.

مریم سما په خپلو څرګندونو کې سعد محسني هغه دوکاندار بللی چې یوازې د خپل جېب په غم کې دی.

په اسرائیل کې د ډزو پېښه؛یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

د اسرائیل د تيلو په یوه پمپ کې د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي چې پېښه د یوه پټرولو تمځای په ساحه کې رامنځته شوې، خو د ډزو د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

امنیتي او روغتیايي ځواکونو د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې او تمه ده چې نور جزییات به وروسته خپاره شي.

العربيه:محسن نقوي عباس عراقچي ته د بندیزونو د نرمولو په اړه پیغام وړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتلي دي.

دغه لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او د پاکستان د منځګړیتوب په لړ کې ترسره شوې ده.

عربي رسنۍ العربیه د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې محسن نقوي ایران ته د امریکا له لوري د بندیزونو د نرمولو په تړاو یو پیغام رسولی دی.

تر اوسه د دې پیغام د محتوا په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

راپورونه ښيي چې محسن نقوي تهران ته د پاکستان د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو پیغامونه هم وړي او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بن‌بست د ماتولو لپاره د نوو وړاندیزونو په اړه بحثونه کوي.

ذبيح‌الله مجاهد:په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله حضور نه لري او امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ کنټرول لري.

مجاهد له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، هغه ادعاوې چې ګواکې په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالیت کوي، نوې نه دي او دا ډول خبرې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وړاندې هم مطرح کېدې.

د نوموړي په وینا، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سیمې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.