یکشنبه, جون 7, 2026
Homeکورپاڼهپه اسرائیل کې د ډزو پېښه؛یو کس وژل شوی او څلور نور...

په اسرائیل کې د ډزو پېښه؛یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

د اسرائیل د تيلو په یوه پمپ کې د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي چې پېښه د یوه پټرولو تمځای په ساحه کې رامنځته شوې، خو د ډزو د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

امنیتي او روغتیايي ځواکونو د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې او تمه ده چې نور جزییات به وروسته خپاره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here