یکشنبه, جون 7, 2026
Homeافغانستاناريانا افغان هوايي شرکت:د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ الوتنې د تېر کال...

اريانا افغان هوايي شرکت:د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ الوتنې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، د افغانستان او هند ترمنځ هوايي تګ راتګ د پام وړ زیات شوی او د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د الوتنو شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه ترسره کېده، خو اوس دا شمېر اوو الوتنو ته رسېدلی او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

ياد شرکت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو اړیکو پراخېدو د الوتنو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here