جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 508

د رجايي بندر چاودنې ته د خامنه‌اي غبرګون:دا ډول پېښې هر ځای پېښېږي او جبرانېږي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د رجايي بندر خونړۍ چاودنې له پېښې ۸ ورځې وروسته غبرګون ښودلی او دا پېښه یې عادي بللې.

هغه ویلي چې دا ډول حوادث د هرې ادارې لپاره شوني دي، لکه زلزله، اورلګېدنه یا تخریب، او دا به هم جبران شي.

خامنه‌ای د حج مراسمو له ځینو تنظیموونکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، که کومې ادارې ته مشکل پېښ شوی وي، د دولت پیاوړي او ځوان ارګانونه به یې ژر تر ژره جبران کړي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي چې تر اوسه د رجایي بندر د چاودنې د علت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د رسمي شمېرو له مخې، په دغه چاودنه کې ۷۰ تنه وژل شوي؛ خو تر اوسه یوازې د ۴۶ تنو هویت تثبیت شوی دی.

مولوي عبدالکبیر:د اسلامي همکاریو سازمان دې د ورورولۍ له مخې افغان کډوالو ته ښارګوټي جوړ کړي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبیر، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په لیدنه کې د افغان کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو غوښتنه کړې ده.

دغه وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د هغو کډوالو وضعیت وڅېړل شو چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

محمد سعید العیاش په دې لیدنه کې له کډوالو سره د ناوړه چلند او د هغوی د جبري ایستنې په اړه اندېښنه ښودلې، او ویلي یې دي چې د اسلامي همکاریو سازمان د کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دا سازمان غواړي د طالبانو د کډوالو وزارت او د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له سیمه‌ییزو ادارو سره په همغږۍ یو داسې مسجد جوړ کړي چې د شمال لویه لاره کې به ۳۵۰۰ مسافرو ته – چې ښځې هم پکې دي – د لمونځ او اوداسه اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالكبیر له دې سازمان څخه د مرستو مننه کړې او د دغه سازمان همکاري یې ارزښتناکه بللې ده.

له متقي څخه د افغان سوداګرو غوښتنه:د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافونو د حل لپاره له دواړو هېوادونو سره وغږیږه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رهبري پلاوي او یو شمېر سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

دوی له ښاغلي متقي غوښتي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافونو له امله رامنځته شوې ترانزیټي ستونزې د حل لپاره له دواړو هېوادونو سره خبرې وکړي.

یادو سوداګرو ویلي، دا مهال د دوی زیات شمېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي، چې د افغانستان سوداګرۍ ته یې زیان رسولی دی.

د سوداګرۍ خونې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توکي باید ژر تر ژره د عبور اجازه ومومي.

امیرخان متقي سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د دوی له ستونزو خبر دی، او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه د دې ستونزو د حل لپاره د دیپلوماتیکو لارو خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

طالبان:د هند او پاکستان کړکېچ د افغانستان سوداګرۍ ته زیان اړولی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان او هند ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز کړی او د هېواد سوداګرۍ ته یې زیان رسولی دی.

دا څرګندونې د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د یوې علمي ناستې پر مهال شوې.

ناسته چې «د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ او د سیمې پر وضعیت یې اغېزې» تر عنوان لاندې په کابل کې جوړه شوې وه، د سیمې پر روانو حالاتو او د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د دغه کړکېچ د اغېزو ارزونه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر نوراحمد نور په دې ناسته کې ویلي چې د واګه بندر له تړل کېدو سره، د افغانستان د ترانزیتي مالونو لېږد عملاً درېدلی، چې دې چارې د افغانستان سوداګرۍ ته د پام وړ زیان اړولی دی.

نوموړي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» د خپلې متوازنې او اقتصادمحور سیاست له مخې، د دغې لانجې د سوله‌ییز حل غوښتونکی دی.

پاکستان:د هند رفایل جنګي الوتکې مو په شا وتمبولې

د پاکستان حکومت وایي، چې هوايي ځواک د اپرېل د ۲۹ او ۳۰مې شپې ترمنځ، څلور هندي رفایل جنګي الوتکې د الکترونیکي جنګ له لارې بې‌ارتباطه کړې او شاتګ ته یې اړ کړې.

دوی ویلي، یادې الوتکې، چې له پاکستان سره پولو ته نېږدې شوې وې، د سنسرونو، رادارونو او مخابراتو له بندېدو وروسته، په سري‌نېګر کې بیړنۍ ناسته کړې.

دوی وایي:«څلور رفایل جنګي الوتکې، چې له هریانه ایالت د امبالا له هوايي اډې څخه الوتې وې، د پاکستان له پولو سره نېږدې شوې، خو د پاکستان د الکترونیکي جګړې وسایلو د هغوی سنسرونه، مخابرات او رادارونه بند کړل.»

د پاکستان حکومت زیاتوي چې، دا اقدام یې پر پاکستان د احتمالي برید د مخنیوي په موخه کړی.

اټلانټیک شورا:د افغانستان د وضعیت په اړه او د امریکا د سیاست پر راتلونکي ناسته جوړوو

د اټلانټیک شورا په همکارۍ سره د اندیانا بنسټ په روان میلادي کال کې د می میاشتې په ۱۳مه نېټه د “د افغانستان په وړاندې د متحده ایالاتو د سیاست انتخابونو ارزونه” په نوم یوه مهمه ناسته جوړېږي.

په دې ناسته کې به د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت کې د بدلونونو ارزونه وشي، او د دې بدلونونو پر متحده ایالاتو د ستراتیژیکو ګټو او راتلونکي سیاستونو باندې د اغېزو په اړه خبرې وشي.

د اټلانټیک شورا په اعلامیه کې راغلي چې دغه ناسته به د افغانستان د اوسني وضعیت او د امریکا د سیاست راتلونکي لوري په اړه پراخ بحثونه ترسره کړي.

ندا محمد ندیم زده‌کړیالانو ته:د ملا عمر ژوند او افکار مطالعه کړئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم زده‌کړیالانو ته سپارښتنه کړې چې د ملا عمر ژوند او افکار دې مطالعه کړي او د هغه په څېر عادتونه دې خپل کړي.

نوموړي ویلي چې د عصري علومو ترڅنګ باید دیني زده‌کړو ته هم پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړې، د عصري علومو لرونکي هغه کسان ورته هېڅ ارزښت نه لري چې د خپل هېواد خپلواکي نه پېژني.

د یادونې ده چې ترې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي هم ویلي و، چې عصري زده‌کړې «مباح عمل» دی او کوم ځانګړی ارزښت نه لري.

اسراییلو؛تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې ۳۹ تنه وژلي

په غزه کې د اسرائیلو هوایي بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

هم‌مهاله، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر له قطر، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ له مهمو منځګړو هېوادونو څخه دی، غوښتي چې له دوګوني لوبې لاس واخلي او د تمدن اړخ او د حماس د وحشت اړخ ترمنځ یو انتخاب وکړي.

قطر دا څرګندونې رد کړې او تحریکوونکې یې بللې دي.

سره له دې چې مصر او قطر هڅې کوي چې په غزه کې اوربند بېرته راولي، نه اسرائیل او نه حماس له خپلو اساسي غوښتنو څخه تېر شوي دي.

دواړه خواوې یو بل د هوکړې د ناکامۍ مسؤل بولي.

زلنسکي؛د روسیې لخوا درې ورځنی اوربند رد کړی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې درې ورځنی اوربند “نمایشي هڅه” بللې او رد کړی یې دی.

زلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین یوازې واقعي او دوامداره سولې ته ژمن دی.

په عین وخت کې روسي بریدونو په دونیتسک او خرسون کې درې تنه وژلي دي، او مسکو د نووروسیسک برید پړه پر اوکراین اچولې.

امریکا هم خبرداری ورکړی که د سولې پرمختګ ونه شي، نو د اوربند هڅې به پای ته ورسوي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ؛د کانونو د استخراج تړون له جدي ننګونو سره مخ شوی

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا او اوکراین ترمنځ د کانونو د استخراج او پانګونې تازه تړون د امنیتي ستونزو، د زیربناوو نشتون او د پانګوالو د بې‌باورۍ له کبله له جدي خنډونو سره مخ دی.

د راپور له مخې، تمه نه کېږي چې دا تړون به په لنډمهاله ډول کومه ستره پایله ولري، او د امریکایي شرکتونو لیوالتیا هم د اوکراین د تیلو او ګازو سکتور ته کمه ده.

د تړون له مخې، ټول عواید به د امریکا او اوکراین ګډ صندوق ته ولاړ شي، خو دا صندوق به د لسو کلونو لپاره ګټه نه وېشي او بېرته به د اوکراین دننه پانګونه کېږي.