شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 507

اصیلا وردګ:د قوم پر بنسټ د افغان کډوالو شړل تبعیض او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

پخوانۍ افغان دیپلوماتې اصیلا وردګ له سویس څخه د پښتنو افغان کډوالو د را شړلو په غبرګون کې ویلي، پښتونولي جرم نه دی.

نوموړې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د پښتنو کډوالو شړل یوازې د قوم پر بنسټ د طالبانو سره تړل، ښکاره تبعیض دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

هغې زیاته کړې، چې زرګونه پښتانه د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي
او ملاتړ ته ضرورت لري.

شبنم صالحي: افغانستان ته د پښتنو کډوالو شړل تبعیضي چلند دی

د پوهنتون استاده شبنم صالحي وایي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د پښتنو کډوالو شړل تبعیضي چلند دی.

هغې د سویس له لوري د پښتنو کډوالو شړل د نړیوالو قوانینو خلاف کار بللی.

نوموړې دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د سویس له لوري د پښتنو افغان کډوالو د را اېستلو راپورونه خپاره شول.

اسحاق ډار:پاکستان له افغانستان سره د سولې پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه کابل ته له خپل وروستي سفر وروسته د دې سفر د پایلو د ارزونې غونډه جوړه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي ډار په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد له خپلو ګاونډیانو سره د سولې پر بنسټ د اړیکو جوړولو، د سوداګرۍ پراختیا، سیمه‌ییز اتصال، دوامداره پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي له افغانستان سره مثبت او رغوونکي روابط ولري، څو دواړه هېوادونه له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.

د پاکستان د اوبو د څېړنو شورا: تر ۲۰۴۰ کال به د څښاک اوبو له لوی بحران سره مخ شو

د پاکستان د اوبو د سرچینو د څېړنو شورا (PCRWR) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې که بیړني ګامونه وانه‌خېستل شي، پاکستان به تر ۲۰۴۰ کال پورې د څښاک د پاکو اوبو له ختمېدو سره مخ شي.

راپور کې ویل شوي چې د کراچۍ ۸۱ سلنه اوسېدونکي مجبوره دي چې د اوبو د پېرلو لپاره پیسې ورکړي، او ۹۰ سلنه اوبه ککړې دي.

راپور زیاتوي چې دغه وضعیت په ځانګړي توګه د ښار په کمو عاید لرونکو سیمو کې جدي دی، چې خلک یې له غیرقانوني او ناامنه سرچینو څخه اوبه ترلاسه کوي.

راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د اوبو ککړتیا، د حکومت له خوا د اوبو د کیفیت د معاینې نشتوالی او د اوبو ناقصه مدیریت د دې بحران شدت زیاتوي.

دغه اداره وایي، که سمدستي اقدامات ونه شي، پاکستان به د اوبو د جدي بحران سره مخ شي.

امریکا کې میشت افغان سیاستوال:د دوحې تړون دې بشپړ عملي او ټولشموله حکومت ته دې زمینه برابره شي

د افغانستان د سولې کمیټې (CPA) د امریکا په ویرجینیا کې د سولې، ملي پخلاینې او د افغانانو د حقونو د خوندي کولو په موخه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې چې مشري یې ایام الدین ایام کوي، د افغان ملت د ګوند مشر ستانه‌ګل شیرزاد، د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي، او ګڼ شمېر سیاسي او مدني فعالانو ګډون درلود.

ویناوالو په هیواد کې په سیاسي، مذهبي او انساني حقوقو ټینګار وکړ او د دوحې تړون د بشپړ تطبیق ترڅنګ یې په افغانستان کې ټولشموله حکومت د روانې کشالې حل وباله.

د چین ولسمشر؛د نازي آلمان پر وړاندې د بریا په مراسمو کې له پوتین سره ګوري

کرملین اعلان کړی چې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به د روانې ثور میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰مې نېټې روسیې ته سفر وکړي او د نازي آلمان پر وړاندې د بریا د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې به له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګډون وکړي.

دا مراسم چې د دویمې نړیوالې جګړې د پای نمانځنه ده، په داسې حال کې ترسره کېږي چې د چین او امریکا ترمنځ سوداګریز کړکېچونه زیات شوي دي.

هممهاله روسیې د یادې ورځې په ویاړ په اوکراین کې درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو مشران د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي او یو شمېر دوه‌اړخیز تړونونه هم لاسلیک شي.

که څه هم چین ځان د اوکراین جګړه کې بې‌طرفه بولي؛ خو لویدیځ هېوادونه په دغه هېواد تور لګوي چې له مسکو څخه غیرمستقیم ملاتړ کوي.

رحمت‌الله نبیل:طالبان غواړي ملت د پسونو پڅیر بې احساسه وساتي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس، رحمت‌الله نبیل، د طالبانو پر فکر او لید نیوکه کړې او د دې وضعیت تمثیل یې د دوو ونو له لارې کړی.

ښاغلي نبیل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«ونه، سیوری دی د هغو خلکو لپاره چې ویښ دي، پوښتنې کوي، د پوهې، خبرو او بدلون تږې دي؛
بله ونه، پناه ده د چوپ، بې‌غږه، بې‌پوښتنې او رعیت‌صفتو پسونو لپاره.»

نوموړي ویلي:«طالب‌فکر غواړي د افغانستان راتلونکی داسې وي چې خلک یې یوازې ووسي، نه پوه شي، نه پوښتنه وکړي، نه احساس ولري، نه راپورته شي؛ یوازې مطلق اطاعت کوونکي، لکه بې‌ارادې رمې؛ خو ژوندی ملت هغه سیوری غواړي چې فکر پکې وده وکړي، حق پکې شکل واخلي، او انسان پکې د یوه ښاري وګړي په توګه ژوند وکړي؛ نه ړوند تابع، نه زنځیري رعیت.»

نبیل ټینګار کړی چې سیوری که یو هم وي، دا چې تر هغه لاندې څه شنه کېږي، دا د فکر او ارادې توپیر ټاکي.

سهیل شاهین:«اسلامي امارت» ته د ملګرو ملتونو څوکۍ د سپارلو په اړه د مشورو پیل مثبت ګام دی

سهیل شاهین، چې د طالبانو حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو څوکۍ ته نوماند کړی، وایي چې د دې څوکۍ د سپارلو په اړه مشورې کول یو نېک اقدام او اړینه اړتیا ده.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې کړې.

بل‌خوا، د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له لوري له طالبانو سره د استازولۍ څوکۍ په اړه هېڅ ډول رسمي توافق یا طرحه نشته.

سرچینې:په پاکستان کې یوې افغانې نجلۍ ځان وژنه کړې

سرچینې وایي، چې یوې افغانې نجلۍ تېره شپه د راولپنډۍ ښار په ګلبرګ سیمه کې ځان وژنه کړې.

ویل کېږي نجلۍ له رواني ستونزو کړېده او ځان یې د ودانۍ له کړکۍ غورځولی.

د دغې پېښې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

مسعود پزشکیان:هنر دا نه‌ دی چې موږ نابغه شو، امریکا ته لاړ شو او هلته د هغوی لپاره کار وکړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د غوره ښوونکو د ستاینې په مراسمو کې ویلي، چې اوسنی ښوونیز نظام داسې ماشومان روزي چې فکر یې بهر ته وي؛ خو اړتیا ده ترڅو داسې نسل وروزو چې خپل ټول وجود د هېواد سرلوړۍ ته وقف کړي.

نوموړي زیاته کړې چې هنر دا نه دی چې څوک نابغه شي او امریکا ته لاړ شي، خپل هنر او علم هغوی ته ورکړي، بلکې ریښتینی هنر دا دی چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وشي.