چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 501

د هند او پاکستان له کړکېچ وروسته؛هند ۳۲ هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان سره د نښتو له پای ته رسېدو او د اوربند له اعلان وروسته، ۳۲ هغه هوايي ډګرونه یې بېرته پرانیستي چې د شخړو پر مهال تړل شوي وو.

د هند د هوايي ډګرونو ادارې ویلي، دغه هوايي ډګرونه له سمدستي اغېز سره ملکي پروازونو ته خلاص شوي دي.

د یاد هېواد مخکښ خصوصي هوايي شرکت «اندیاګو» هم اعلان کړی چې د بندو لارو فعالیتونه به په تدریجي ډول بېرته پيل کړي.

له بلې خوا، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې هم د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د هېواد فضا او هوايي ډګرونه یې بېرته د الوتنو لپاره خلاص کړي دي.

دا پرمختګونه وروسته له هغه کېږي چې د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ د څلور ورځنیو نښتو وروسته اوربند اعلان شو.

د بریتانوي سرتېرو اعتراف:افغانستان کې مو داسې ماشومان هم وژل چې د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي

د برېټانیې ځانګړو ځواکونو له اوږدې چوپتیا وروسته بی بي سي ته ویلي، چې افغانستان کې سخت جنګي جرمونه یې کړي دي.

دوی ویلي، ان داسې ماشومان یې هم وژل، چې د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي.

یادو سرتېرو د یوولس کالو جنګي جرمونو شاهدي ویلې، چې د بندیانو وژل پکې تر ټولو عادي چاره بلل کېږي.

په دغو سرتېرو کې د شاهي کورنۍ ځانګړي ځواکونه هم شامل دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت:له ټولنیزو شبکو ناسمې استفاده کوونکو ته سزا ورکوو

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې له ټولنیزو شبکو څخه ناسمې او نامشروع استفادې ته به قانوني ځواب ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویاند، سیف‌الاسلام خیبر، ویلي چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پاڼې تر څار لاندې دي او څوک اجازه نه لري چې دا شبکې د ناسم هدف لپاره وکاروي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټولنیزې شبکې باید د موثقو خبرونو د خپرولو، د دیني او عصري علومو د ترویج، د مسلمان ملت د یووالي او د یو بل د درناوي لپاره وکارول شي، نه د تعصب، بې‌احترامي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لپاره.

اعلامیه زیاتوي چې وزارت ټولې هغه شبکې، پاڼې او آدرسونه څاري او قانوني تعقیب به یې کوي چې د فکر، عقیدې او ټولنیز ذهنیت د تخریب هڅه کوي.

راپوورنه:د طالبانو حکومت «جنرال» مبین په یو نیم کال بند محکوم کړی دی

له څه مودې راهیسې د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او د ټولنیزو رسنیو فعال «جنرال» مبین پر سوشل میډیا نه ښکاري.

که څه هم د هغه د دغې ناڅاپي ورکېدو په اړه څرګند څه نشته؛ خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې نوموړی نیول شوی دی.

ویل کېږي، چې مبین ته د طالبانو حکومت د یو نیم کال بند سزا اورولې.

تر اوسه د نوموړي د نېول کېدو په اړه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوې وه چې د «جنرال» مبین په کور طالبانو چاپه اچولې وه او هغه یې نېولی وو.

الجزیره:پي‌کې‌کې ډلې خپلې وسلې کېښودې

د ترکیې دولتي رسنۍ او الجزیرې راپور ورکړی، چې د ترکیې حکومت مخالفې وسله والې ډلې پي‌‌کې‌کې خپل وسلې په ځمکه ایښي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادې ډلې له اوږدې مودې وروسته د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې.

پي‌کې‌کې ډلې د ترکیې خلاف له لسیزې ډېره جګړه وکړه، چې زرګونه خلک په کې ووژل شول.

د پاکستاني پوځ ویاند:د هند او پاکستان د کړکېچ جریان کې اوربند د هند له لوري غوښتل شوی و

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي چې پاکستان د هند وروستي یرغل ته پرېکنده او محاسبه شوی ځواب ورکړی دی.

هغه ویلي، چې د «بنیان‌المرصوص» عملیاتو پر مهال یې د هند ۲۶ نظامي اهداف په نښه کړې.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان یوازې نظامي اهداف په نښه کړي او ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې اوربند د هند له لوري غوښتل شوی و، نه د پاکستان له خوا.

نوموړي دا هم ویلي چې د عملیاتو پر مهال هند ته دا پیغام ورکړ شو چې پاکستان د هر ډول برید ځواب ورکولو ته تیار دی.

امریکا او بریتانیا:له هند او پاکستان غوښتنه کوو چې اوربند وساتي

د امریکا او بریتانیا د بهرنۍ چارو وزیرانو، مارکو روبیو او ډیویډ لمي، د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې کړې.

دوی له دواړو هېوادونو غوښتي+ چې اوربند وساتي او خبرو اترو ته دوام ورکړي.

روبیو زیاته کړې، چې امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو ملاتړ کوي.

د دغه هېوادونو ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنه په داسې حال کې شوې چې هند او پاکستان لومړۍ شپه پرته له کومې جګړې تېره کړه.

د هند پوځ نن سهار اعلان وکړ چې تېره شپه هیڅ ډول سرحدي جګړه نه ده شوې.

ندا محمد ندیم ډاکټرانو ته:ځانونو څخه ګمراه علماء مه جوړوئ، چې هرڅه ته ځواب وایئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، هغه ملا چې د دیني مسایلو هره پوښتنه ځوابوي، «ګمراه» بلل کېږي.

نوموړي د غويي په ۲۱مه د کابل طبي پوهنتون د فراغت غونډې ته ویلي، چې ډاکټران باید ځانونه د داسې «ګمراه» علماوو په څېر جامع الکمالات ونه ګڼي او یوازې دې خپلې تخصصي برخې ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ډاکټران له خپل مسلکي تخصص پرته د نورو ناروغیو درملنه هم کوي، چې دا یوه ناسمه کړنه ده.

هغه له ډاکټرانو غوښتي، چې د جراحي او درملنې عصري میتودونه زده کړي او د نړیوالو سطحو سره ځان برابر کړي.

برېتانیا:د کډوالۍ سیستم کې نوي او سخت قوانین پلي کوو

د بریتانیا لومړي وزیر کیر ستارمر اعلان کړی، چې حکومت یې د مهاجرت په سیستم کې نوي سخت قوانین تطبیق کوي..

هغه ویلي، دغه اقدامات به د مهاجرت کچه راټیټه او جدي کنټرول رامنځته کړي.

داسې راپورونه ورکول شوي، چې دغه پرېکړې به د مهاجرتي قوانینو په برخه کې د نوي قانوني پلان سره یوځای رسمي شي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یوت کوپر ویلي چې د کار ویزه یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې پوهنتوني سند لري، او همدا راز هغه کسان چې د ویزې له لارې بریتانیا ته ځي، د ټولنیزو مرستو او حکومتي هستوګنې لپاره وړ نه دي.

د حماس او اسرائیل ترمنځ؛د یرغمل شویو د آزادېدو اوږد ځنډ وروسته، حماس ایدن الکساندر خوشې کوي

د حماس او اسرائیل ترمنځ د یرغمل شویو د آزادېدو د اوږدې مودې ځنډ وروسته، یو اسرائیلي-امریکايي یرغمل، ایدن الکساندر خوشې کېږي.

د حماس چارواکو د الکساندر د آزادېدو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو ځینو سرچینو ویلي چې ښايي سبا (سه شنبه) خوشې شي.

د رويټرز په وینا، د قطر او مصر له لوري د الکساندر خوشې کېدل د اوربند خبرو ته د بېرته ستنېدو لپاره یوه مهمه ګام بلل شوی دی.

د دې ترڅنګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بندیانو چارو ځانګړي استازي د الکساندر د خوشې کېدو هرکلی کړی او له منځګړو هېوادونو یې مننه کړې ده.

ایدن الکساندر، چې ۲۱ کلن اسرائیلي عسکر دی او په نیوجرسي کې زېږېدلی، د حماس له خوا نیول شوی وروستی امریکایي یرغمل دی، چې د خوشې کېدو تمې یې زیاتې شوې دي.