جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 500

ملا عبدالغني برادر؛د روسیې کازان ته ورسېد

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی کازان ته ورسېد.

طالب سرچینو لیکلي، چې د هغه هرکلي ته د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال ورغلی و.

ټاکل شوې چې ملا برادر به د کازان ۱۶فورم اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي.

اسراییلي چارواکي:نتانیاهو د ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ کوي چې غزه د منځني ختیځ یو پرمختللی ځای وګرځي

یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي ویلي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې غزه د منځني ختیځ یو پرمختللی او مطلوب ځای وګرځي.

د اسرائیلو پخواني وزیر او د نیویارک سرقونسل، اوفیر آکونیس، نیوزویک ته ویلي، چې غزه د طبیعي شتمنیو، اوږده ساحل، پراخ سمندر او ښه اقلیم له امله د پرمختګ پراخ ظرفیت لري.

نوموړي زیاته کړې: «زه د دې طرحې ملاتړ کوم. زما ماډل متحده عربي امارات دي. په غزه کې د اوبو تصفیې، کرنې، د اوبو ټکنالوژۍ او خوراکي صنعتونو کې پانګونه کولای شي دا سیمه یوه پرمختللې اقتصادي حوزه وګرځوي.»

الشرع ټرمپ سره لیدنه کې؛له امریکايي شرکتونو د سوریې په نفتو او ګازو کې د پانګونې غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت ویلي، چې د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال له امریکايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د سوریې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

لویت زیاته کړې، چې دغه غوښتنه د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره شوې ده.

هغې دا هم ویلي، چې ټرمپ له الشرع څخه غوښتي چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو ابراهیم تړون لاسلیک کړي او همداراز فلسطیني وسله‌وال له سوریې وباسي.

شیخ هبت الله اخوندزاده؛د استخباراتو ریاست اړوند د بهرنیو اړیکو رئیس ډاکتر بشیر له دندې ګوښه کړ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د بهرنیو استخبارتو رئیس ډاکتر بشیر د پرلپسې شکایتونو له امله له دندې لرې کړ.

یوې باورې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته وویل، چې په ډاکټر بشیر د سلفي، اهل حدیث او نورو ګڼو عقیدي پیرانو د وژنو تورونه وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، بشیر د دغو تورونو له امله د ننګرهار د استخباراتو له ریاست څخه کابل ته تبدیل کړل شو او اوس د کابل ریاست څخه هم منفک شوی دی.

په ډاکتر بشیر د کورونو، ځمکو او سوداګرو د کورونو د اخیستو تورونه دي.

ډونالډ ټرمپ؛له احمد الشرع سره په ریاض کې لیدنه کړې

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د خپل سفر په دوهمه ورځ د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد الشرع سره په ریاض کې لیدنه کړې ده.

دا لیدنه وروسته له هغې شوې چې ټرمپ د سوریې پر ضد د بندیزونو د کمولو پرېکړه اعلان کړه.

احمد الشرع له دې وړاندې په سوریه کې د امریکا د کانګرس له استازو سره کتلي وو او د بندیزونو د کمښت غوښتنه یې کړې وه.

هغه ټرمپ ته یو لیک هم استولی و چې نوموړي ترلاسه کړی دی.

په عین حال کې، د امریکا تر څنګ ځینو اروپایي هېوادونو هم د الشرع تر مشرۍ لاندې د سوریې له حکومت سره پر یو شمېر بندیزونو د لغوه کولو اقدام کړی دی.

د ټرمپ دا لیدنه قطر ته تر سفر مخکې شوې ده.

واشنګتڼ کې د پاکستان سفیر:د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی.

نوموړي د امریکا هڅې او ډیپلوماسي ستایلې چې د جنوبي آسیا د دغو دوو اتومي هېوادونو ترمنځ یې د وروستیو تاوتریخوالو په کمښت کې مرسته کړې ده.

هغه له واشنګټن غوښتي، چې د کشمیر د مسلې په حل کې هم خپل رول ته دوام ورکړي.

رضوان سعید همداراز خبرداری ورکړی، که هند د اندس د اوبو تړون په اړه یو اړخیز اقدامات وکړي؛ نو دا به د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي.

ملا برادر؛د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د یو پلاوي په مشرۍ د کازان شپاړلسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته لاړ.

نوموړی به په دغه فورم کې د ګډون سربېره د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو پلاوو سره رسمي کتنې هم وکړي.

په دغې ناسته کې پر ګڼو اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي.

منظور پښتین:پاکستانی پوځ د پښتنو په وژنو سره هڅه کوي چې دوی له حق غوښتلو تېر کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستاني پوځ په دې وروستیو کې یو وار بیا د پښتنو په سیمو کې نا امني شروع کړې او هره ورځ په یو او بل نوم خلک وژني.

نوموړي ویلي، په ګڼو سیمو کې یې ځوانان، ماشومان او ان ملا امامان هم وژلي دي.

د منظور په خبره، پاکستان دا کار د دې لپاره کوي، چې پښتانه خپل حق ونه وغواړي او یو وار بیا له دغه پوځ سره ودریږي.

نوموړی زیاتوي، پاکستانیان اوس مهال د پښتنو کورونه په ډېرې سپین سترګۍ ویجاړوي.

بنګله‌دېش؛د شیخ حسینې ګوند د ټاکنو له ګډون منع کړی دی

د بنګله‌دېش د ټاکنو کمېسیون د لرې کړل شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په مشرۍ د عوامي حزب لیګ د بنګله‌دېش په ټاکنو کې له ګډون منع کړی دی.

د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون ویاند اختر محمد ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري پر دغه ګوند او دغه ګوند پورې تړلو ډلو باندې د لګېدلو بندیزونو له کبله نشي کولای، چې دوی ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي.

دا حزب په دې هېواد کې د لسګونه کسانو په وژلو تورن شوی دی.

د یادونې ده، چې شېخ حسینې په بنګله‌‌دېش کې شل کاله واکمني وکړه.

طالب او ازبک چارواکو؛د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د خپل مل پلاوي په مشرۍ د ازبکستان په تاشکند کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر جورابیک میرزا محمدوف سره لیدلي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د انرژۍ په سکتور کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکاریو او دوامداره اړیکو د پراخوالي په اړه مفصل بحث کړی دی.

یاده لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د پرمختګ یو مهم ګام بلل شوی دی.